دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د پوهنتونونو د مستعفی استادانو شمېر ۴۸ ته ورسېد

د افغانستان د پوهنتونونو د مستعفی استادانو شمېر ۴۸ ته ورسېد

تاند (د جدي ۱) — په افغانستان کې د طالبانو د استبدادي رژیم له خوا د نجونو پر مخ د پوهنتونونو له بندېدلو څخه وروسته، تر اوسه په لسګونو استادانو د اعتراض په دود له خپلو وظیفو څخه استعفا ورکړې ده.

په ټولنیزو رسنیو خپور شوی یو لست ښیي چې د افغانستان د بېلابېلو پوهنتونونو ۴۸ استادانو له خپلو وظایفو څخه استعفاګانې کړي دي.‌

طالبانو وړمه ورځ په یوه بدوي پرېکړه کې د افغان نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې او ویې ویل چې تر امر ثاني پورې یوه نجلۍ هم نشي کولی چې پوهنتونونو ته لاړې شي.

د هغوی دا وحشیانه پرېکړه په ملي او بین المللي سطحه وغندل شوه.

ویل کیږي چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو تقریبا یو مخ د پاکستان په مدرسو کې زده کړې کړي او د افغانستان د ملي ارزښتونو پر خلاف عملونه کوي.

په افغانستان کې د طالبانو د تېر یو نیم کال واکمني ښيي، چې د دغه مستبد رژیم مشران یوازې پاکستاني ملایانو او د هغه هېواد د استخباراتي ادارې مشرانو ته درناوی لري او خبرې یې اوري.

2 COMMENTS

  1. اوس هم کم دې باید ټول استعفا ورکړې او دې هر چا چی له وسه کیژې چی دا دې خینزیر اولاد ېې چې هر چیرې ګیر کړ سریې پری کړې هم به غازې وې او هم به یې دی علم دشمن له منځه وړی ویې

  2. استعفی د حل لار نده ، ټالب چړیان به نور هم زیات شي او په پوهنتونونو کې به د ریاضي ، ساینس او کمپیوتر پرځای الف و ب ، خلاصه ، کنز او قدوري وراضافه کړي .
    ټول استادان او دولتي کارکوونکي د په ګډه اعتصاب وکړي . ترڅو چې د خپلو خویندو پرمخ د علم او پوهنې دروازې نه وي پرانیستي .
    له بلې خوا هغه کلیمې چې په الف ختمیږي په پښتو کې دوه ډوله جمعه کیږي :
    مثلا تقاضا = تقاضا وی ،
    استعفی = استعفا وي یا استعفا ګانې
    غوا = غوا وې یا غوا ګانې
    کلا = کلا وې یا کلا ګانې
    جزا = جزاوې یا جزا ګانې
    خندا = خنداوې یا خندا ګانې
    ژړا = ژړاوې یا ژړاګانې
    دوا = دواوې یا دواګانې
    څاه = څاوې یا څاګانې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب