پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهاشرف غني: د طالبانو د پرېکړو مسوولیت د هغو دی چې دا...

اشرف غني: د طالبانو د پرېکړو مسوولیت د هغو دی چې دا ډله یې سپینوله

تاند(پنجشنبه، د جدي لومړۍ) د افغانستان پخواني ولسمشر محمداشرف غني له لوړو زده کړو د افغان نجونو د بې برخې کولو لپاره د طالبانو پرېکړه په کلکه او توندو الفاظو غندلې ده.

ده په دې اړه په خپله اعلامیه کې ویلي:«اصلي ستونزه دا ده چې واکمنه ډله مشروعیت نه لري. د دې لپاره چې دا ډله په نادیموکراتیک ډول واک په لاس کې لري، افغانستان یې غصب کړی او خلک یې یرغمل کړي دي.»

ښاغلي غني د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه د واک له پرېښودو وروسته د طالبانو په اړه دومره توندې څرګندونې نه وې کړې.

ده همداراز ویلي، د طالبانو د پرېکړو او په هیواد کې د بحران د لا پراخېدو مسوولیت د هغو اورګانونو او عناصرو هم دی چې په منظم ډول یې د طالبانو د سپینولو لپاره تبلیغات کول او ادعا یې کوله چې دا ډله بدله شوې او د شرایطو په اړه یې درک ډېر شوی دی.

طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په تدریج هغو قیوداتو ته مخه کړې چې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې یې په خلکو په زوره اعمال کړي وو.

ښاغلي غني هغه محصلان ستایلي چې د طالبانو پر پرېکړه یې اعتراض کړی دی.

«زه د هغو نجونو او هلکانو چې نن یې په ننګرهار، کندهار او نورو ولایتونو کې د زده‌کړو د حق لپاره د اختناق په دې سختو شرایطو کې اعتراضونه کړي، ستاینه او قدردانی کوم. دوی په هېواد کې د تعلیم حق غوښتنې، اصلي مخکښان او اتلان دي.»

ده همداراز ویلي: «اوسنی ځوان نسل (ښځې او نارینه) کولای شي روان استبداد د راتلونکو سلو کلونو لپاره د خپلو صفوفو په پياوړتیا، اتحاد او اتفاق له منځه یوسي.»

5 COMMENTS

  1. په جمعه ګل مې فساد وکړ
    دی مې اوده کړ زه ترې پټه ووتمه
    د لغمانۍ زوی شيطان خليلزاد دا کورمغزي سياست ته راوړ، خو دوی عملاً ذهنًا او جسمًا حکومتولۍ ته تيار نه ول. همدا د پاکستان غوښتنه وه او خليلزاد سره ته ورسوله او نن د شيطان غوندې پټ شوی دی.

  2. غلی شه خنځیره دا ټول ستا د لاسه وشول. مفسد خاین او منافق ستا نه امان غواړي. دې هر څه ته تا بې کفایته انسان لار هواره کړه او دا شنه خره همدا ستا له لاسه په ملت مسلط شول.

  3. ښاغلی دوکتور محمد ا شرف غني د پوهنتون ښه استاد وو ، نړیوال بانک ته یې ښه وړاندیزونه ورکړل .
    د پلان جوړولو ، اقتصادي پروژو مطرح کولو په برخه کې ښه متخصص وو. وطندوسته او اخلاصمند شخصیت وو.
    اما سیاست ، جمهوري ریاست او د هېواد زعامت ته جوړ نه وو.
    اوله اشتباه یې دا وه چې له خپل نوم نه یې د احمدزي تخلص لرې کړ. خپل قوم اوپښتنو ته یې ځان سپک کړ خوپر نورو هېڅ ګران نه شو . کولابیانو ، خراو آسانیانو ، فاشیستانو بیا هم ده ته اوغان ، فاشیست ، قوم پرست او …. ویلې . د دوی عکسونه یې په مرمیو وویشتل . نور قومونه یې را خپل نه کړل ، خو پښتون یې هم له ځان نه ناراضه کړ .
    یوه قوي او متخصصه کابینه یې جوړه نکړه ، تل یې خپله برخه په عبدالله خېلو او په اصطلاح نیم واک لرونکو اپوزیسیون وخوړله .
    په محافلو او مجلسونو کې یې اوږدې ، بېربطه ، شفاهي او ناسنجول شوې ویناوې کولې چې دا د هېواد یوه ولسمشر سره نه ښایی . د هېواد زعیم باید په مسوولیت سره خبرې وکړي او هغه عملي کړي . په ضمن کې د خپلو اوامرو او احکامو په تطبیق کې قاطعیت ولري و لو که هغه د مخالفینو نه وي خوښه .
    له کورنیو مخالفینونه علاوه ، ایران اوپاکستان هم له دوی سره د اوبو د مهارولو په برخه کې سخت مخالف وو ، هغو په ټول توان سره د ښاغلي اشرف غني د حاکمیت پرضد مخالفین حمایت کړل .
    اوس باید خپلې خاطرې ولیکې او هره ورځ یې نشر کړي ترڅو ملت پوه شي ، د پردې ترشا څه روان وو.
    شاهین افغان

  4. د به لږه بې انصافي وي. غني پاک، زړه سواند او په کار پوه انسان وو.
    هغه په يو تن ډېر کارونه وکړل چې موږ د اوو جهادي تنظيمونو په شتون کې چې شپږ يې موږ پښتانه او يو رباني را کې تاجک وو، خو موږ ټولو پاکستان ته دومره ارزښت نه لرلو لکه هومره چې هغه په يوازې ځان لرلو. همداسې اته راته په ايران کې جوړ شوي ول چې دا ټول د سيمه ييزو لوبغاړو په سپارښتنه لويو قوتونو پر موږ راتپلي وو. په هغه بل اړخ کې همداسې کارمل راواخله، کشتمند، بابه جان، عظيمي او داسې نور راواخله چې هلته د وخت په حکومتونو تپل شوي ول او څه يې نه شول کولی. له شک پرته چې غني په ډېرو شيانو کې په يوازې ځان ډېر مقاومت وکړ او ډېر زورور يې په يوازې ځان څملول او هېچا سره ورسره مرسته ونه کړه. د وروستۍ لوبې لپاره بسم الله خان سيده بايډن راوړ او واک يې وروسپاره او اسدالله خالد يې لېرې کړ چې بسم الله خان او ټول سياستوال د امريکا په نغوته له نننيو واکمنانو سره ودرېدل او دې طلسم ته وګوره چې روسانو پرې هم خپل زړه بايللی وو، خو نن ورته پته ولګېده چې د دوی واګې له نورو سره دي، نو شا ته شول او چين هم پښه نيولی شو. د غني لوی او سترې پروژې ګاونډيو ته او نه نورو بهرنيو ته د زغم وې، نو ځکه يې ورپسې مټې رابډ وهلې او زموږ له ساده توبه يې ګټه پورته کړه. ټولو به ويل چې ((غني يو خنډ دی))، نو نن خو هغه خنډ هم نشته، نو ولې ولس ته مخه نه کوي او ولې ورځ تر بلې له سيمه ييزې او نړيوالې انزوا سره مخ کيږو؟

  5. غنی پوه انسان وه خو په زمن کی ډیر بب عقل او ډارن هم وه یو کوڅه ډبه سپی به ولااړ شو ځان به یې یو خرکوس معرفی کړو لکه ملای تایمنی حسب قوای مرکز او نور لندغر بیا دې به تری وډار شو که ده هماغه وخت دی دوه دریو کې دبې منډلی واې اوس به دی خلکو سرنوشت دې خردجالانو په لاس کې نه واې دوم غنې اسلام ته په ډیره سپکه کتل او یو عامل هم داو وه لکه یوه فاحشه چی په پارلمان کې یې وویل ولې دا ملایان سباې وخته لکه سپی غاپې او مونږ له خوبه پا سوې مګر په دوسو نور سپې چی هلته ناست وه لکه سیاف هیچ غبرګون هم شکاره نکړ او همدا و چې خلک پوه شول چې دې غنی حکومت مطق دې کفر اداره ده ولی خبر نه ول چې دا دې خینزیرانو ډله دې اسلام په نام بدی. کې دې غنی پلار ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب