شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد اسلامي همکارۍ سازمان له طالبانو وغوښتل د نجونو د زده کړو...

د اسلامي همکارۍ سازمان له طالبانو وغوښتل د نجونو د زده کړو د بندیز په اړه خپله پرېکړه واخلي

تاند (ينجشنبه، د جدي لومړۍ) د اسلامي همکارۍ سازمان د طالبانو له لوري په افغانستان کې د نجونو پر لوړو زده کړو بندیز وغانده او دا پرېکړه یې نهیلوونکې وبلله.

د اسلامي همکارۍ سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه د طالبانو له لوري تر نامعلومې مودې پورې د نجونو د زده کړو د ځنډولو پرېکړه د اندېښنې وړ وبلله.

ده همداراز ویلي چې په ځلونو یې په خپله او استازي یې د طالبانو موفت حکومت ته د داسې پرېکړې په اړه مخکې تر مخکې خبرداري ورکړي دي.

ترکیې، سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو او یو شمېر نورو اسلامي هیوادونو هم د طالبانو پرېکړه غندلې ده. دوی اندېښنه لري چې طالبان نړیوالو ته داسې اسلام معرفي کوي چې په نړۍ کې د اسلام نوم ته زیان اړوي.

د اسلامي همکارۍ سازمان سرمنشي په اعلامیه کې راغلي، دا سازمان باوري دی چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز په خپله د طالبانو حکومت ته هم سخت زیان پېښوي، او په عین حال کې افغان ښځې او نجونې د زده کړو، کار او ټولنیز عدالت لپاره له خپلو اساسي حقونو بې برخې کېږي.»

د اعلامیې په پای کې ټینګار شوی دی:«که څه هم د اسلامي همکارۍ سازمان لا هم له طالبانو سره د تعامل پالیسۍ ته دوام ورکوي، خو په دې نه شي چوپ کېدای چې د دوی دا ډول پرېکړې ونه غندي.»

دې سازمان د طالبانو له مشرانو غوښتي چې د ثبات د خوندیتوب، او د خپلو ژمنو په خاطر دا پرېکړه بېرته واخلي.

1 COMMENT

  1. الله مو برباد کړه له دې اسلامي سازمان سره. څلوېښت کاله کېږي چې پاکستان چې ستاسې د سازمان یو مهم غړی دی د افغانستان په بیچاره ولس ظلمونه او ستمونه کوي. دا تاسې ټول پرې پوهېږي او خبر یاست. خو یوه ورځ هم ستاسو لعنتي سازمان ددې مظلوم ولس په طرفدارۍ خپل غږ پورته نکړ. يو ځل مو هم پاکستان ته ونه ويل چې ددې اسلامي مملکت سره ولې داسې نارواوي کوي. غیر اسلامي ملکونو په میلیونونو ډالره مرسته وکړه، خو تاسو ګدایګرانو چې میلیاردونه دالر خپل په مېلو او چړچو مصرفوي، یوه افغانۍ مو هم د مرستې په ډول دې مسلمان ملت ته ورنکړه. نو ددې بې صلاحیته سازمان د موجودیت ضرورت د څه لپاره؟ تر اوسه مو نه له کوم اسلامي او نه هم غیر اسلامي هېوادونو سره مرسته کړې ده. دبل دبل معاشونه اخلئ او کار مو یوازې د اعلامیو خپرول او تش په نامه شعارونه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب