شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د پوهنتونونو د بندېدلو پر وړاندې موږ ته څه ډول مبارزه پکار...

د پوهنتونونو د بندېدلو پر وړاندې موږ ته څه ډول مبارزه پکار ده؟

لیکوال: پوهنیار ورک


د شکر ځای خو اوس دا دی چې زموږ د ټولنې د عامو او خاصو وکړو شعور دومره لوړ شوی چې د تعلیم په ښه والي او بدوالي پوهېږي. د هر ډول خبرو او بهانو ځواب په منطق او استیدلال ورکوي. هغه چې وایي ښځې تعلیم ته نه پرېښودل اسلامي خبره ده؛ پر اسلام پوهېدلو ورته دا ګټه وکړه چې د دوی دغه بهانه یې ختم کړه. یا د ښځو تعلیم سره مخالفت کلتوري مساله وبلله؛ په ځغرده یې له خپلو خویندو سره ښوونځي ته لاړ چې نا! موږ غواړو چې زموږ خویندې ـ میندې تعلیم وکړي.


خبره نه اوږدوم؛ اصلي مساله دا دی چې موږ څنګه په داسې وخت کې؛ څه ډول مبارزه وکړو؟


لومړنۍ مبارزه چې سولیزه ده؛ هغه کاري اعتصاب دی. زموږ په ډېرو ادارو کې زموږ داسې ځوانان دي، چې د تعلیم په ارزښت او اړتیا پوهېږي. اوس وخت کې د هرې اداري په مسلکي او تخصیصي برخه کې داسې کسان دي چې د دوی په نشتون اداره په ټپه دریږي. بل دا چې اوس ټولو اداراتو کې یوازې او یوازې یو یا دوه کسان په هره اداره کې د طالبانو خلک دي، چې هغوی یوازې آمر او امضآوې کوي. نور هېڅ ډول کار د ترسراوي وړتیاوې نلري. که چېرې زموږ ځوانان په یوه غږ هېڅ ادارې ته د یوې اوونۍ لپاره لاړ نشي، کارونه په ټپه ودریږي، سیستم فلاج شي او غوښتنه هم همدا وي چې بېرته اداراتو ته تګ مو د زده کړو د پیل شرط دی. روزی خدای ورکوي له دې به نه وېرېږئ.


بله لار دا ده چې له خویندو سره مو یو ځای د څه وخت لپاره پوهنتونو ته لاړ شئ. هرې خور سره چې یو ورور لاړ شي؛ دا شمېر دوه چنده کېږي. که خبره د وژلو وي؛ څومره به ووژني؟ موږ په وژلو کې پاخه شوي یو.


وروستۍ خبره دا کوم چې د پوهنتون د استادانو استعفا د حل لار نه ده. ځکه میدان دوی ته پاتې کېږي.

2 COMMENTS

  1. د پوهنیار صاحب لمړی وړاندیز به ډیر موثر وی ، او دا بدوی عقدوی مخلوق به پوه کړی شی چی انسانی ژوند یواځی د حقانیه په ملایی نه چلیږی،علوم په سلګونه نور شعبات لری او د هری شعبی
    متخصصین اهم رول لوبوی او په عین الیقین به هر څه ورته څرګند شی او دا به ښه درس وی دی
    منکرینو د علومو او تخصص ته۰

  2. ستاسو محترم خبره خو صحیح ده مگر دا خو هغه خلکو ته ده چی هغو وطن دوسته او دی وطن خدمت په ارزش پوهه شې دا خو ځناور دې که پوره کال ټولی اداری بندې وې دا دخینزیر بچیان به خوشحاله وې دوې خو همدی ته راغلی چې وطن خراب کړې نه اباد ېوازبنی لاره داده چی ځوانان باېد چه په هر کوڅه لار کې دا دې ځناور بچیان ګیر کړې مردارېې کړې او بله دا چې هیچ يو مسلمان باید دې دېې خینزیر اولاده پسې لمونځونه ونکړې او خپل ټول عبادات خپل کور کښې وکړې چون دا مسلمانان نه بلکه دې شیطان بچیان دېې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب