شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+ښه اوبد طالبان

ښه اوبد طالبان

د پامیر لیکنه

 دا ښکاره ده چې په هره ټولنه کې ښه او بد شتون لري. خو که ښه د بدو ملګري شي نو بیا بې ځایه ده چې ورته ښه ووایو. د ښو او بدو طالبانو اصطلاح هم بهرنیانو را منځ ته کړي. طالبان یو صف او یوفکر دی. لکه له اره  چې په اوبو کې یوه اندازه مالګه شتون لري. که موږ بیا په خپل لاس همدا اوبه په یوه پیاله واچوو او یوه ډیره اندازه ښه میده مالګه نوره هم پرې ورګډه او محلول ترې جوړ کړو. نو بیا داسې نه شوي ویلای چې نورمالي یا خوږې اوبه، ځکه دا اوبه به په بشپړه توګه تروي وي. او که پکې اضافه مالګه نه وي نو بیا به پشپړه توګه نورمالې او خوږې وي. طالبان همداسې یو محلول دی. نن چې ځينې هغه لوستي وروڼه لاهم د طالبانو په ملاتړ ډوهل په ډینګرۍ وهي. لاهم ادعا کوي چې یوشمیر افراطي او د ملاهیبت الله په شاوخوا راټول او هغه ته نژدې کسان شته چې هغه ته ناسمې مشورې ورکوي او هغه هم د دوئ مشورو ته په کتو ځیني داسې فرمانونه جاري کوي. چې په ښکاره د ولس، په خیر نه دي. دوئ کله کله دا دلیل هم وړاندې کوي چې یوشمیر چارواکي په داسې پریکړو سخت خپه دي. جناب محمد اسمعیل یون صاحب په خپله اوږده لیکنه کې چې پرون يي په خپله فیسبوک پاڼه خپره کړې وه. دې ټکي ته اشاره کړي.

(په اوسني حکومت کې د ملا هیبت الله اخوند په ګډون شپږ اوه شېخان هغه کسان دي چې دوی د ښځو د حقوقو په ګډون هېڅ ډول نرمښت ته غاړه نه ږدي ، کنه نور اکثره چارواکي په دې نظر دي چې په دې شکل نه نظام چلېږي او نه نړۍ دوی سره تعامل ته حاضرېږي، خو کابل مېشتي چارواکي د خپل مقام او څوکۍ د ساتنې په خاطر اوسمهال همدا اطاعت او مصلحت د ځان په خیر ګڼي) زموږ ځينو نورو وروڼو چې تل به يي دوۍ ته لابي کوله او په صفتونو به يي نه مړیدل هم  د دغې پریکړې په وړاندې له خواشینۍ ډک غبرګونونه ښودلي دي. خو دا هرڅه درواغ، ریا او مکر دی. دوئ به ډیر وخت د ملا یعقوب، عباس ستانکزي او همدا ډول د کورنیو چارو د وزیرخلیفه سراج الدین حقاني نومونه یادوي چې په ځینو موضوعاتو کې آن له ملا هیبت الله سره هم کله ناکله مخالفت ښکاره کوي. دا خبره په ظاهره همداسې ده. خو د پردې شا ته بیا دا هرڅه په مصلحت ترسره کیږي. لکه د ملایانو په لویه غونډه کې چې سراج الدین حقاني د عمومي عفوي او د تیر رژیم کسانو ته د کار ورکولو خبره یاده کړه. خو ملاهبیت الله يي له کارکولو سره مخالف و.

د معلوماتو له مخې داسې معلومیږي چې دوۍ په لوی لاس غواړي خپل دوام د جګړې په دوام کې ولټوي. کنه څنګه يي امریکا او ناټو او افغان دولت ته ماتې ورکړه، خو د دوئ په خبره یوه وړه د داعش ډلګۍ بیا نه شي کابو کیدلای. دا خبره د ملګرو ملتونو د  استازولۍ یوناما مشرې  میرمن روزا اوتونبایوا په خپل راپور کې هم کړي هغه وايي: ( طالبان پر واګو ولکه لري خو نه دي توانیدلي د ترهګرو ډلو خلاف د ډاډ وړ مبارزه وکړي. په وروستیو کې د (داعش) خراسان څانګه چې له توندلاري اسلامی دولت نومې ډلې سره تړاو لري د روسيي او پاکستان په سفارتونو او پرهغه هوټل بریدونه وکړل چې چینایان په کې اوسیدل.)

زما په اند که جګړه وي نو بیا خلک تر ډیره د خدماتو غوښتنه نه شي کولای، یا له لویه سره د خدمتونو د وړاندې کولو خبره په لومړیتوب نه راځي. بلکې هالته به د جګړې او لانجو د هوارولو خبره لومړۍ مطرح کیږي. په سپین بولدک، چمن، پکتیا سرحدی پوستو باندې بریدونه او په یوه ډارمه وزمه ډول له پاکستاني عسکرو سره نښتې هغه څه دي څو د خلکو پام په بله خوا شي. که یوه شیبه دا خبره ومنو چې دا اوسني چارواکي یا کابینه کې ځیني وزیران په دې نظر دي چې نظام په داسې ډول نه چلیږي. نو بیا څرنګه دا وزیران د وزیرانو شورا په غونډه کې د نجونوپه مخ د پوهنتونونو، د بندیدو پریکړه کوي. که موږ همدا د لوړو زده سره د مبارزي د وزارت اعلامیه په دقت ولولو، هالته داسي لیکل شوي. (د کابیني د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د ۲۸ مې ګڼې مصوبې د پریکړې په اساس تاسې ټولو ته خبر درکول کیږي چې یاد حکم« چې د اناثوتحصیل تر امرثاني پورې معطل دی» عاجل عملی کړئ او د خپلو اجراتوڅخه د وزارت مقام ته اطمینان ورکړئ) له دې اعلامیې خوداسې ښکارې چې ښه اوبد ټول په دې یوه خوله او متفق دي چې د نجونو پرمخ دې د پوهنتونودروازې وتړلې شي. ځکه دا پریکړه په کابینه کې شوي. دوهمه خبره  د شاوخوا شپاړسو میاشتو په اوږدو ما یو ښه چارواکی و نه لید چې د ناسمو پریکړو له امله يي استعفا کړي وي. له بله اړخه وینو چې د نجونو مخینوي خو بیا د دفاع وزارت، یا هم د کورنیو چارو د وزارت د پرسونل له لوري کیږي. د لوړو زده کړو وزارت دومره وسله وال نه لري چې په ۳۴ ولایتونو او کابل ښار کې دي د ټولو پوهنتونو په دروازو کې وسله وال ودروي. نو ښکاره خبره ده چې همدا په اصطلاح ښه طالبان هم ورسره ملګري دي.

ولي په دغې اعلامیه کې په واضح ډول نه دي ویل شوي چې د ملا هیبت الله د فرمان په اساس د نجونوپرمخ د پوهنتونو دروازې بندې شوي.؟ دلیل يي دادی چې د طالبان د خپلې پریکړې نړیوال غبرګون ته انتظار باسي. که چیرته يي غبرګون په حقیقې ډول جدې او د دوئ له غوښتنو سره يي مطابق نه درلود. نو بیا به ملا هیبت الله را مخې ته شي او دا پریکړه به رد کړي. او پریکړه به بیرته واخیستله شي. هغه مهال به بیا د ملاهبیت الله د زړه سواندۍ، شفقت، مهرباني او خلاقیت ډوهل په ډینګرۍ ووهل شي. که چیرته يي غبرګون د دوئ له غوښتنو سره برابر و. هغه به هم چوپه خوله پاته شي.

په ټولنیزو رسنیو کې کورنۍ غبرګون ته په پام سره، زما په اند چې طالبان يي یو څه وارخطا کړي هم دي. همدا اوس اوس د لوړو زده کړو د وزیر ندا محمد ندیم په نوم یوټویټری پیغام مخې ته راځي او په کې لیکل شوي چې مجاهد ولس، په امیرالمومینن او ما باندې په قهر دي او بیا یو موضوعي حدیث شریف هم د استناد په ډول وړاندې کوي، که څه هم ښکاره نه ده چې دا به ندیم ویلي وي کنه؟ خو خواخوږي يي هڅه کوي که وکولای شي څو ورته اوړو پوزه جوړه کړي. طالبانو ته په ټوله کې د اسلامي نړۍ، اروپايي اتحاديي، ملګرو ملتونو او امریکا د اعلامیو په خپریدو سره غبرګونونه اهمیت نه لري. دوئ انګیري چې دا ټول د امریکا په اشاره هرڅه کوي او امریکا د زړه له تله له دوئ سره ځکه مخالفت نه ښيي. چې په سیمه کې د خپلو ګټو د ساتلو له پاره یو ارزانه لښکر په لاس ورغلی. هره اونۍ د بشرې مرستو په نوم د میلیونونو ډالرو رالیږل يي یو ښه ثبوت کیدلای شي یاد کړو. بله خبره چې تر اوسه طالبان ورته انتظار باسي داده چې د چین او روسيي غبرګون دی هغوئ تر اوسه په دې تړاو لا په ښکاره څه نه دي ویلي. نو په پایله کې ویلای شو چې طالبان ښه او بد نه لري، نه يي له تیرو څخه کومه تجربه ترلاسه کړي نه يي بدلون کړی او نه به يي وکړي. ښه به دا وي چې نورخپل ځانونه په دې خبرو ونه غولوو. چې یو شمیر يې ښه دي او یو شمیر يي بد، زیاتره وخت دا خبرې هم د دوئ د نژدې کسانو له مشورې وروسته خوله په خوله کیږي او بیا نورو ته انتقالیږي. نور نو باید د خپلو اولادونه غمه په خپله وخورواسلامي هیوادونه او نړیوال له ځانه سره ملګري کړو. اخر ترڅو په ټوله اسلامي نړۍ کې یو ډول اسلام حکومت کوي په افغانستان کې بل ډول زموږ ګناه څه ده؟

2 COMMENTS

  1. په حقیقت او ثبوت ولاړه لیکنه ده ، خو د دوهم مخ په دوهم پاراګراف کې د لوړو زده کړو وزارت پرځای باید د لوړو زده کړو پرضد د ټالب چارواکو د مبارزې وزارت او په ورپسې پاراګراف کې د ښه او بد ټالب پرځای – ښه ټالب نشته .
    دا ټول د کرزي القاب دي چې د تمدن ، اسلام او افغانیت ضد عناصرو باندې کېښودل شویدي .

  2. خبره خو دا ده چی د لوی احمد شاه بابا او تیمورشاه جان تر حاکمیت وروسته خصوصاً د روانی یوی پیړی په اوږدو کی زموږ په وطنی چارو کی د شوروی _ انګریز او وروسته امریکی د کړنلارو او مداخلو لویه او کرغیړنه برخه دا وه چی هم ئی د وولس او هم ئی د حکومت په سطحه او کچه دوه قطبی سیاست غوره کړی ۇ او حتی نن ورځ هم دا سناریو په ډیر وضاحت ښکاری.
    زموږ د عمومی تاریخی حافظی د کمزورتیا له وجی به نور تیر واضح او انکار نه منونکی مثالونه نه یادوو او فقط د تیرو ۱۷ میاشتو مخکی خبری یادونه به وکړو ( دوه سره حکومت) البته د تېر دوه سره او دوه سلیقه ای حکومت توپیر د اوسنی طالبی حمارت سره دا دی چی په تیر حکومت کی د اعتراض ژبه ژوندی او د اعتراض د اوریدو غوږوه تر ډیره فعّال وه خو نن ورځ هم د طالب ژبه د خپلو کړنو د توضیح په باب ګونګی ده او هم ئی غوږونه پری دی او څه نه اوری او هم د ملت د ټول موجودېت د بالون ساه او هوا ختلی ده.
    انګلوساکسون خپلی لوبی ( کومی چی د مظلوم او معصوم افغان په وړاندی پیل کړیدې، یوی حساسی او خطرناکی نقطی ته رسیدلی دی ) .
    نن ورځ نیک او صالح افغان د دوو تکفیری ډلو د میچنی د پَل په منځ کی ګرفتار دی:
    ۱ _ متحجر او فلزی توپک پلاس قشر ( طالب، داعش،. القاعده او نور بړوه ګان).
    ۲ _ روشنفکر! او د انګریز فکری مزدور کوم چی خپل نرم! قلم او پسته! ژبه او کلکه نیکټائی په بله زاویه کی کاروی او ددې واقعیت څخه منکر دی ( د افغان د نن ورځی د ستری فاجعی اصلی عاملین غربی استعمارګران دی).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب