دوشنبه, مې 6, 2024
Home+په ارجنټاین کېپر زرګون بانکنوټ د لیونل میسي عکس؟

په ارجنټاین کېپر زرګون بانکنوټ د لیونل میسي عکس؟

داود جبارخیل
 د ارجنټاین د فوټبال لوبډلې له لوري د قطر د فوټبال نړیوال جام له ګټلو وروسته په ټول هېواد کې جشنونه دوام لري او کیپتان لیونل میسي چې له ۳۶ کلونو وروسته یې خپله لوبډله د نړۍ اتله کړه، هم په ټوله نړۍ کې په خبرونو کې دی.
په نړیوالو رسنیو او ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو له مخې، د ارجنټاین حکومت په پام کې لري چې د فوټبال د ملي لوبډلې د کیپتان د درناوي په خاطر د لیونل میسي عکس د خپل هیواد په بانکنوټونو باندې چاپ کړي.
په دې اړه د مکسیکو ورځپاڼې “ایل فنانشیارو” ادعا کړې چې د ارجنټاین مرکزي بانک په پام کې لري چې د هیواد د اتل لیونل میسي عکس د زرو د بانکنوټ لپاره ډیزاین کړي.
خو په ټوله نړۍ کې د لیونل میسي مینه والو په خپل سر په زرګونونو باندې د لیونل میسي عکسونه ډیزاین کړي او پر خپلو ټولنیزو شبکو کې یې خپاره کړي دي.
خو تر اوسه د ارجنټاین حکومت او مرکزي بانک د لیونل میسي په یاد د بانکنوټ چاپیدا تایید یا رد کړې نه ده.
د ارجنټاین ۳۵ کلن کپتان لیونل میسي د نړیوال جام له ګټلو وروسته اوس په خپل ټاټوبي روزاریو کې وخت تیروي او اعلان یې وکړ چې غواړي د ارجنټاین لوبډلې ته نوره لوبه هم وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب