چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+مدني نافرماني او د استبدادي نظام پرځول

مدني نافرماني او د استبدادي نظام پرځول

لیکنه: ریفرمیسټ

په هغو هېوادونو کې چې استبدادي او  دیکتاتور نظامونه حاکم وي، په قانون او سیسټم کې یې د خلکو د نارضايتۍ په صورت کې د حکومت او استبداد کوونکو بدلولو لپاره هیڅ سوله ييز ميکانيزم نه شته. پر همدې اساس خلک مدني نافرمانیو او  د حکومت پر ضد لار یونونو ته مخه کوي او دغه لاریونونه بې له ځنډه د واکمن نظام له زورزياتي سره مخامخ کيږي. که حکومت بريالی نه شي چې په لنډه موده کې د لاريونون په بشپړه توګه مخ ونیسي. په دې صورت کې مدني نافرماني حرکتونه پر انقلابي حرکتونو بدلېږي. خلک او حکومت د یو بل پر وړاندې دریږي او  تر منځ یې نابرابره جګړه پیل کیږي.

ولې نابرابره جګړه؟ ځکه په استبدادي نظام کې د ولس او نظام تر منځ د واک انډول نه وي. ظاهراً دولت تر خلکو ډېر واک لري، پیسې او وسلې هغه دوه عمده عوامل دي، چې د حکومت واک د خلکو پر وړاندې لوړوي. همدارنګه حکومت وسله وال ځواک د خپلې قوماندئ لاندې لري او ملي شتمنۍ چې دوی غصب کړې دي. خو خلک د حکومت پر وړاندې یو غښتلی ځواک او برتري لري او هغه  برتري د لاریون کوونکو او مدني نافرنانیو خوځښتونو ډیر شمېر، یوالي او پیوستون پرته بل څه نه دي.هیڅ ډول شتمني او هیڅ نظامي ځواک نشي کولی د خلکو د ډله ییز خوځښت مخه ونیسي. کله چې زرګونه خلک په لارو کوڅو کې د استبدادي نظام پر وړاندې را ووځي. انقلاب به بې له شکه بریالی کیږي. په دې صورت کې به د حکومت مقاومت بې ګټې وي. دا داسې ده لکه څوک چې د سونامي پر وړاندې ودریږي او ډزې پرې وکړي، ښکاره ده چې بې ګټې به وي. بالاخره د طوفان څپې به هغه له ټولو امکاناتو سره له منځه یوسي.

له بلې خوا ټول استبدادي حکومتونه د ولس يووالی او پيوستون د خپل حکومت لپاره ګواښ ګڼي او ددې پیوستون پر وړاندې په ارامه نه کېني، تل د خلکو ترمنځ تفرقه جوړه وي او د دوي طبیعي‌ یوالی له منځه وړي او په ټولو اقشارو کې نفاق ته لمن وهي.ښځه د سړي پر ضد، سني د شیعه او دینداره د بې دینه پر وړاندې دروي. لنډه دا چې تفرقه خپره کړه حکومت وکړه فرموله کاوي.

هغه خلک هوښيار او ځیرک دي،  چې د الګارشي او استبدادي ډلې د دسیسو او نفاق خپرولو برنامې شنډولو پر وړاندې خپل منځ کې د يووالي ټينګښت ته متوجه اوسي او  د اختلافاتو پر ځای خپلو ګډو موخو او ارزښتونو ته کار وکړي. او له يو بل سره په زغم او متقابل تفاهم تمرکز وکړي. همدا راز  اوږه په اوږه د استبدادي رژیم پر وړاندې ودریږي. او دا دې نه هېروي چې ټول د ګډ دښمن پر وړاندې مبارزه کوي او د بریا یوازینۍ لار یووالی دی. که دوی سره ودریږي، بریالي به شي او که د یو بل په وړاندې ودریږي ناکامي حتمي ده.

خو پوښتنه دا پیدا کیږي چې د استبدادي نظام څخه د ناراضو خلکو د یوالي ګډ ارزښتونه څه دي؟

هغه ګډ ارزښتونه چې د یووالي لپاره یو ملت پرې تکیه کولای شي د ډیموکراسۍ غوښتنه، برابر حقوق، ټولنیز عدالت، په سیاسي پریکړو کې شمولیت، ملي‌ اقتصادي پر ځان بسیا بنسټونو لرل، د ښځو حقونو (آزادۍ، کار او ډوډۍ) بیا رغونه یا د وطن پالنې ارزښتونه، انساني کرامت، او د ظلم، تیري او غصب، سیاسي او اقتصادي فساد پر وړاندې مبارزه کیدلی شي. نارینه او ښځینه، ځوان او زوړ، ملحد او مذهبي او که بل هر پوړ د ټولنې وئ‌؛ یا د هر قوم، فرقې او ژبې چې وي، اکثريت يې دا ډول ايډيالونه او عقيدې لري، نو بايد پر دغو ايډيالونو تکيه وکړي او د همدې ارزښتونو پر بنسټ نظامند او هر اړخیځ پیوستون او یوالی را منځته کړي.

هغه موارد چې د مبارزې پر مهال د بحث وړ نه دي:

د مبارزې درشل د تیرو حسابونو د تصفیې وخت نه دی، بلکې دا د یووالي او پیوستون وخت دی، او د یووالي لپاره، باید په ګډو ارزښتونو تمرکز وشي. همدارنګه د مبارزې او اعتراض شیبې د بري په ورځ د واک د وېش شیبې نه دي. بلکې له بري وروسته دا د ولس حق جوړیږي  لکه نور  ولسواکه هیوادونه چې په ټاکلې موده کې  د خپلې خوښې حکومت د رای ورکولو له لارې رامنځته کوي. د الګارشیانو او استبداد کوونکو پر وړاندې باید د مبارزې  په جریان کې ټول معترض اړخونه شتون ولري او د  ټولو انرژي باید په یوه هدف کې متمرکزه وي، یو هدف د استبداد ګرو پرځول!

البته، دا یوازې د عامو خلک دنده نه ده چې د یووالي لپاره هڅه وکړي. بلکې د ملي او  هغو نړیوالو رسنیو او  بنسټونو رول خورا مهم دی  چې د طبیعي آزادیو، مالکیت حق ، د بیان آزادۍ ، میرمنو او زده کړو حقوق او د توکم پالنې پر وړاندې مبارزه کوي. دوی کولای شي  د مختلفو ډلو تر منځ د یووالي په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي. ددغه بنسټونو د وظیفو څخه یوه مهمه یې دا ده چې د مختلفو بشري، مدني او ټولنیزو  ډلو تر منځ اتحاد او ایتلافونه جوړ کړي.

ګرانو مبارزو هیوادوالو ! نن افغانان یو ګډ دښمن لري چې  ټول ګواښي. د دې فاشیست او استبدادي دښمن د ماتولو لپاره یوازینۍ ممکنه لار د ټولو ملیتونو ترمنځ یووالی دی. زموږ د ولس د نن ورځې لومړیتوب باید د ګډ دښمن د ماتولو لپاره مبارزه اوسي، هرکله مو چې ددې دښمن پر وړاندې بریا ترلاسه کړه. موږ به دا فرصت ولرو چې له یو  بل سره په اساني حسابونه تنظیم کړو او ټول هغه اړخونه چې د جمهوریت پرځیدو لامل شوي و  او هغه قدرت چې  په ناعادلانه توګه د یوې کوچنۍ سیاسي فساد باندې اخته ډلې لاس کې و  واضح کړو. ټولو ټولنیزو او سیاسي بسټونو کې د عمودي‌ او افقي اصلاحاتو لړۍ پیل او د سیاسي فرهنګ او مدرنې مدني ټولنه رامنځته کړو  چې په هغه کې د هر افغان حقوق تضمین او ټولنیز عدالت پلی وي.

په افغانستان حاکمه د  ملایانو ډله د ډار او تفرقي اچولو پرته د بقا لپاره بل څه نه لري که پر وړاندې یې افغانان متحد شي او د طالبانو  ټولې توطئې د خلکو د ویشلو لپاره  ټولو هڅو سره بریالی نشي. په ناببره توګه، ژر یا وروسته به ددوی پر وړاندې د افغانستان هر ګوډ نه خلک راپورته شي. دا اعتراضونه او مدني نافرماني به ددې لامل شي چې ددوی ډلو  کې به ویره خپره شي او پخپل منځ کې به سره  وویشل شي دا به د طالب استبدادي، بدوي او سنتي ډلې د پرځیدو ورځ او د افغان ولس د لوی مدرن انقلاب د بریا ورځ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب