شېخه! په ټول هېواد کې به يو رښتینی عالم ونه مومې، چې ستا حديث ته ارزښت ته ورکړي او یا دې ملګرتیا وکړي. ممکن تاته هم د رښتينو علماوو نظر مهم ونه اوسي، ځکه تا او ستا ملګرو دغه حديثونه د حقانيې په مدرسو کې د لاهوري مذهب په ژېړو کتابونو کې لوستي دي او ته يوازې پر هماغه مذهب او کتابونو ايمان لرې. ته د لاهوري مذهب په زېړو کتابونو کې د صحيح، حسن، ضعيف، موضوع ترمنځ د فرق وړتيا که لرې هم، خو اجازه يې نه لرې.
خو له دې ټولو سره، سره زه ستا په خوا يم.
سره له دې چې تا ځان په جهالت وهلی او د سپېڅلي پيغمبر پر صحيحو احاديثو او د قرآن کریم په روښانه آیتونو دې سترګې پټې کړې او يوازې همدا منکر، موضوع او لاهوري روايت دې راخيستی، نو زه هم ستا په څېر ځان جاهل نيسم او ستا پلوي کوم.
زه هم ستا په شان جهالت خپل ملګری کوم او «ستا حديث» صحيح وګڼم. هو، دغه حدیث ستا دی، زموږ پيغمبر له دې ډول خبرو بېزاره او سپېڅلی دی.
شېخه! ستا د حديث الفاظ په دې ډول دي:
۱) ښځې بالاخانو ته مه پرېږدئ.
پر دې خبرې څو تبصرې لرم:
یو، غرف دې په (بالاخانه) معنا کړی؛ که وګورو نن ورځ بالاخانه زموږ او ستاسو د کورونو وروستی منزل راځي، یعنې که یو کور دوه پوړونه ولري، نو دوهم پوړ یې بالاخانه راځي. نو ستا د حدیث له مخې، زه باید خپلې خویندې د خپل کور دوهم پوړ ته پرې نه ږدم. په دې باوري یم، چې ته به يې هم نه پرېږدې.
دوه، خپل حدیث دې ټکي په ټکي معنا کړې. د دې حدیث د بیانولو علت، د هغه وخت غوښتنې او تقاضاوې او داسې نور دې اصلاً په پام کې نه دي نیولې. که له تا څوک پوښتنه وکړي، چې پیغمبر ع ولې ښځې بالاخانه ته نه پرېښودلې، نو ځواب خو يې باید ورکړې. همدا په قرآني علومو کې شان نزول بولي.
درې، شېخه! په دې حدیث کې داسې نه دي ویل شوي، چې ښځې پوهنتونونو ته مه پرېږدئ، بلکې بالاخانې يې ښودلې دي!
۲) ښځو ته ليکل مه ور زده کوئ.
پر دې ټکي درې تبصرې لرم:
يو، په يوه بدوي او قبيلوي ټولنه کې که ښځه ليکل زده کړي، نو څه به پرې وکړي؟ پيغمبر ع په دې پوهېده، چې په دغه ډول ټولنه کې که ښځې ليک زده کړي، ګټه نه ورته کوي، ځکه هغه مهال ليک د معاش ذريعه هم نه وو او د تعليم او تدريس وسيله هم. که به يو چا د قران کريم يوه برخه زده کوله، نو په يادو به يې زده کوله او ان علم الانساب، د عربو اشعار او اوږدې، اوږدې قصيدې به يې هم په يادو زده کولې. ليک پکې ضرور نه وو. د علم د لېږد مهمه وسيله ژبه او حافظه وه. آخر، ستا د زېړو کتابونو حديثونه خو هم له حافظو را ټول شوي دي، ليکل شوي خو نه وو.
دوه، ستا د لاهوري مذهب پلوي شېخان وايي، چې که چېرته د فساد وېره وه، نو ښځو ته لیک مه ور زده کوئ. نو نن ورځ خو د فساد ټوله وېره له تاسو ده. هغه د غني خان ټوکه به مو اورېدلې وي. لیک خو باید تاسو نه وای زده کړی، ځکه چې لیک مو زده کړ، شیطاني معاهداتو او تړونونو ته مو مخه کړه. که نه د غرونو خیري وئ، غرنۍ سپږې درباندې په نس ښې مړې وې.
درې، زه به د پیغمبر ع او په را وروسته وختونو کې د هغو ښځو مثالونه نه درکوم، چې په لیک پوهېدلې او لیک يې کولی شولی، ځکه زه او ته خو د ښځو په اړه ټول دین له همدې حدیث څخه استنباط کوو، نو د قرآن کریم او د احادیثو دومره پراخه مجموعې او اثار څه کوو؟
۳) وړۍ ورېشل ور زده کړئ.
ستا د حدیث دغه ټکی تر ټولو ډېر مهم دی. تبصرو ته يې غوږ شه:
يو، ته به نو له دې ټکي ولې دا استدلال کوې، چې وګوره په اسلام کې ښځه کار ته هڅول شوې، ځکه ستا د زېړو کتابونو خاوندان تاته چېرته د دې کار اجازه در کوي.
دوه، ته د تعمیم او قیاس د قواعدو له مخې، د خپل حدیث له دې ټکي څخه د عصري فنونو، هنرونو، دندو او کارونو مشروعیت ولې استنباط کړې؟! تا ته خو یوازې د احادیثو الفاظ مهم دي، نو ماته هم الفاظ مهم دي. او اوس د دریمې تبصرې په الفاظو کې لږ غور وکړه.
درې، وړۍ ورېشنه هغه مهال په ابتدايي او دوديزه بڼه سرته رسېدله. که نن ورځ غواړې، چې په دغه حديث عمل وکړې، نو د وړۍ ورېشلو ماشينونه به کاروې. دغه ماشين به ته له کومه کوې؟ له غربيانو يې چې اخلې، بايد شرم درته ودرېږي، نو مجبوره يې چې د نارينه وو تعليم ته کار وکړې، چې دغه ډول ماشينونه جوړ کړي.
اوس چې ماشينونه جوړ شول، نو ښځو ته به يې استعمال ور زده کوې. دا چې ماشينونه نارينه وو جوړ کړي، نو په استعمال به يې هم نارینه پوهېږي. نو ستا په لاهوري مذهب کې خو د نارينه استاذ له خوا افغان مېرمنو ته تعليم ناروا دی.
اوس نو مجبوره يې چې دغه ټوله پروسه له سره پيل کړې، اوس به نو ښځو ته د تعليم زمينه برابروې، تر څو ماشينونه جوړ کړي، او بيا يې نورو ته ور زده کړي… خو ستا په مذهب کې خو د ښځو تعلیم هم منع دی. نو ته به وايې چې ماشينونو ته ضرورت نشته، په هماغه دوديزه بڼه دې وکړي. بالکل، هېڅ ضرورت نشته.
داسې به وکړو، چې د هېواد ټولو ښځو ته به وړۍ ورېشل ور زده کړو او دا چې په دغه حديث کې د ښځو لپاره د بل کار يادونه نشته، نو شېخه ته به دې له خپلو ټولو چړيانو وسلې ټولې کړې او ډوډۍ پخول، دېګ کول او د کور ټول کارونه به ور زده کړې. د کار د اسانتيا لپاره باید په هر کلي کې د خپلو چړيانو یوه، یوه ډله وګمارې، چې د هغه کلي د ټولو ښځو، نارینه وو، ماشومانو او سپین ږیرو لپاره ټول کارونه وکړي. ښځې به وړۍ وورېشي.
۳) سوره نور ور زده کړئ.
يو، عجيبه ده، ستا په حديث کې راغلي، چې ښځو ته ليک مه ور زده کوئ، نو ستا استنباط دا دی، چې پيغمبر ع ښځې له تعليم څخه منع کړې دي (العياذ باالله). خو په همدې حدیث کې تاته د وړۍ ورېشنې زدکړه (دنيوي تعليم) او د سوره نور زدکړه (ديني تعليم) اصلا تعليم نه برېښي!!
دوه، شېخه! که دې خپلې مېرمنې ته د سوره نور آیتونه ترجمه کول او دې آیت ته ورسېدلې چې: «له تاسې نه چې كومو كسانو ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي، الله وعده ورسره كړې ده چې خامخا به يې په ځمكه كې هماغه شان خليفه ګان وګرځوي لكه هغه خلك چې له دوى مخكې يې خليفه ګان كړي وو او حتماً به يې هغه دين ورته محكم كړي چې دوى ته يې خوښ كړى او له وېرې وروسته به يې حالت په امن بدل كړي، يوازى ما به لمانځي، هيڅ شى به نه راسره شريكوي او له هغه وروسته چې هر څوك كافر شو نو هغوى به فاسقان وي»؛
او په دې وخت کې دې مېرمنې درنه پوښتنه وکړه، چې آیا « الَّذِينَ آمَنُوا » کې موږ (ښځې) نه شاملېږو؟ موږ هم ایمان لرو، نېک عملونه به هم وکړو، نو آیا موږ هم خلیفه ګان (واکمنې او چارواکې) کېدلی شو؟ نو شېخه! ستا ځواب به څه وي؟
درې، یا چې دې آیت ته راورسېږې چې «خبردار اوسئ! څه چې په اسمانو او ځمكه كې دي هغه الله لره دي»، او مېرمنه دې ګوته درته ونیسي، چې دا د واک او صلاحیت څوکۍ، د بیت المال شتمنۍ، د تعلیم او کار حق، ښوونځي، پوهنتونونه، علمي مرکزونه، جوماتونه او داسې نور، هر څه د الله دي، نو تاسو ولې پرې خېټې اچولې او ولې مو موږ له هر څه بې برخه کړي یو او د دې سورت وروستي آیتونه دې مېرمنه درته تلاوت کړي، چې « أَلاَ إِنَّ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ قَدْ يَعْلَمُ مَا أَنتُمْ عَلَيْهِ وَيَوْمَ يُرْجَعُونَ إِلَيْهِ فَيُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوا وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ» یعنې خبردار اوسئ! څه چې په اسمانو او ځمكه كې دى هغه الله لره دي، په هر حالت چې تاسې ياست هغه ورباندې پوهيږي او هغه ورځ چې هغه ته ورستنيږي نو په هغه څه به دوى خبر كړي چې كړي يې دي، او الله په هر څه پوه دى؛ نو شېخه! د خپلې مېرمنې په مخ کې به دې سترګې پورته کړې؟!
څلور، شېخه! وروستی ټکی دا دی، چې ستاسو د لاهوري مذهب د یوه بل حدیث له مخې ویل شوي، چې ښځو ته (سوره یوسف) هم مه ور زده کوئ، نو زه په تمه یم، چې دغه فتوا به څه وخت صادروې؟!
٭٭٭
په دې ټوله لیکنه کې مې درته وویل، چې دغه حدیث «ستا» دی، د پیغمبر نه دی. دغه خبره زما نه ده، بلکې د لویو امامانو، علماوو، محدثینو او فقهاوو نظر دی. لاندې يې ولوله:
هذا الحديث عند الحاكم في سنده عبد الوهاب بن الضحاك بن أبان السلمي العرض أبو الحارث الحمصي سكن سلمية. قال البخاري: عنده عجائب. وقال أبو داود: كان يضع الحديث قد رأيته.
وقال النسائي: ليس بثقة متروك. وقال الدارقطني، والعقيلي، والبيهقي: متروك. وقال صالح بن محمد الحافظ: منكر الحديث عامة حديثه كذب وقال الحاكم وأبو نعيم: روى أحاديث موضوعة. تهذيب التهذيب (٦/ ٤٤٦،٤٤٧،٤٤٨) مختصر.
وقال ابن أبي حاتم: سمع منه أبي بالسلمية وترك حديثه والرواية عنه وقال: كان يكذب. وقال ابن أبي حاتم عن أبيه قال محمد بن عوف وقيل لي: أنه أخذ فوائد أبي اليمان فكان يحدث بها عن إسماعيل بن عياش وحدث بأحاديث كثيرة موضوعة. فخرجت إليه فقلت: ألا تخاف الله عز وجل فضمن لي أن لا يحدث بها. فحدث بها. الجرح والتعديل (٦/ ٢، ٧٤)
وذكره ابن حبان في الضعفاء وقال: كان يسرق الحديث ويرويه، ويجيب فيما يسأل ويحدث بما يقرأ عليه لا يحل الاحتجاج به، ولا الذكر عنه إلا على جهة الاعتبار. الضعفاء (٢/ ١٤٧، ١٤٨)
وقال ابن حجر في التقريب: متروك وكذبه أبو حاتم. (١/ ٥٢٧، ٥٢٨)
وقال الذهبي في ديوان الضعفاء: تركوه وكذبه أبو حاتم (ت٢٦٧٤).
وقال الخزرجي في الخلاصة: قال الدارقطني: متروك (ص ٢٤٨).
الحكم على الحديث:
قلت: مما مضى يتبين أن عبد الوهاب بن الضحاك كذاب فقد كذبه عدة من العلماء وتركه آخرون. فعليه يكون الحديث بهذا الإسناد موضوعاً – والله أعلم-.
مننه فراز صاحب ، فکرکوم چې شیخ الکذاب ندیم به اوس رښتیا ندیم اوپښېمانه شوی وي ، چې دا مې څه بد کړیدي . الحمد الله چې ستاسو په شان حقیقي اسلامي علما لرو.