سه شنبه, اپریل 23, 2024
Home+د اسلامي امارت مشرانو ته دوهم پرانیستی لیک

د اسلامي امارت مشرانو ته دوهم پرانیستی لیک

          عبدالباري جهاني

« المُلکُ یَبقی مع الکُفر و لا یبقی مع الظُّلم» د کفر پاچهي دوام کوي خو د ظلم پاچهي دوام نه کوي. دا عربي مقوله که د نړۍ په تاریخ یا د نړۍ په نورو سیمو او نقطو کي صدق کوي او که یې نه کوي؛ په افغانستان کي یې موږ په دې تېرو څلوېښتو کلونو کي شاهدان یو. د خلقیانو او پرچمیانو نظام، د مجاهدینو حکومت او ورپسې ستاسي لومړنی حکومت یوازي د امریکا او ناټو د قواوو په زور نسکور نه سو بلکه ستاسي له هغه نظام څخه د هیواد  په سلو کي ۹۹ اوسېدونکي ناراض ول. او هغه ناراضیت ما پخپلو سترګو په کندهار، کابل او جلال آباد کي ولیدی. که امریکایانو او ناټو حمله نه وای کړې ستاسي هغه نظام بالاخره د خلکو د قهر او غضب قرباني کېدی.

تېرشل کلن نظام هم د خپلو بې عدالتیو، فساد، رشوتونو، خپل سریو او ظلمونو قرباني سو. په جرأت سره ویلای سم چي له هغه نظام څخه به په هیواد کۍ یوازي فاسد مامورین او هغه کسان راضي ول چي بې ساري ناروا مادي ګټي یې تر لاسه کولې.

اولس تاسي ته پناه راوړه او تاسي له هغه نظام څخه د اولس د ناخوښۍ او نارضاییت له امله قدرت ته ورسېدلاست. خو دم ګړی، په جرأت درته ویلای سم، چي په هیواد کي، پرته  له طالبانو، ټول انسانان درڅخه ناراض دي. ښځینه ډاکټرانو او نرسانو  ستاسي د ظلم او تېریو او د نجونو  دتعلیم او تحصیل د بندولو پرضد اعتصاب وکړ. د هغوی د دغه اعتصاب لومړنی تاوان هغو ناروغانو ته رسیږي چي د ښځینه ډاکټرانو عاجلو مرستو ته ضرورت لري او دا وبال به یې ستاسي په غاړه وي.

خلک د لوږي او بېکاری سره لاس او ګرېوان دي. د کورونو کرایه او د اولاد لپاره وچه ډوډۍ نه لري. د مسلکي او لایقو کسانو ځایونه ستاسو طالبانو نیولي دي او هغوی په یوه ګوله ډوډۍ پوري حیران دي؛ او ستاسي طالب اولسوالان و والیان ځیني دوهم، ځینی دریم او ځینی څلورم واده کوي.

که تاسي دغو ظلمونو ته دوام ورکړی. د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه همداسي بند پرېږدی. پر ښځو باندي قیوداتو او ظلمونو ته دوام ورکړی. د خلکو آزارولو ته دوام ورکړی نو خلک د لوږي، بېکاری او بې کورۍ تر څنګ ستاسي د ظلمونو طاقت نه سي راوړلای. په خپل طاقت مه مغرورېږی. تاسي ولیدل چي د نړۍ تر ټولو ستر طاقت متحده ایالاتو او ناټو له خپلو ټولو وسلو او زور سره د خلکو د نارضاییت په مقابل کي طاقت رانه ووړ. د امریکا ماته یوازي ستاسي کمال نه وو. تاسي فکر کوی چي که د افغانستان د ناراضي خلکو ملاتړ درسره ملګری نه وای تاسي به یوازي د پاکستان په زور، چي پخپله د لویو طاقتونو خیرات خور دی، امریکا ته ماته ورکړې وای؟ او اوس چي قدرت ته ورسېدلاست نو بیرته مو د هغه دردېدلي او کړېدلي اولس، چي تاسي ته یې پناه راوړې وه، کړولو او زورولو ته مخه کړه.

نه افغانستان د یوې ګوښه جزیرې په څېر له ټولي نړۍ څخه بېل ژوند کولای سي او نه دا هیواد په داخل کي یوازي په شروط الصلاة او خلاصه کیداني چلېدلای سي. ستاسي د عالی تحصیلاتو د وزیر دا وینا چي اسلامي امارت غواړي پوهنتون جاري کړي خو د نوي تعلیمی نصاب په وسیله به د مدرسې او پوهنتون تر منځ فاصله لنډه کړي معنی دا ده چي تاسي غواړی له پوهنتونونو څخه مدرسې جوړي کړی. هیواد یوازي په مدرسو نه جوړیږي.

هیواد انجنییرانو، ډاکټرانو، اقتصادپوهانو، د زراعت ماهرانو، حقوق پوهانو، تاریخ پوهانو، ادیبانو، د کمپیوترمتخصصینو او د هر ډول عصري زده کړي فارغانو او پوهانو ته ضرورت لري. دا عصری علوم نه یوازي په شروط الصلاة او نه په صرف میر او مختصر کي سته.

که د ۱۴۰۰ کاله مخکي اسلامي نظام خبره وي موږ به ستاسي سره څه ونه وایو. خو افغانستان هغه زمانې ته رجعت کولای نه سي. تاسي ټول ساعتونه، موبایل ټلفونونه، زغره وال موټرونه نه لری؟  د کفارو په ملکونو کي له جوړوسویو ټوکرانو جامې نه اغوندی، په هوايي جهازونو کي سفرونه نه کوی؟ دا ټول هغه شیان دي چي ۱۴۰۰ کاله مخکي موجود نه ول او که اوس کار ورڅخه وانه خلی یوه ورځ ژوند نه سی کولای. او تر ټولو مهمه خو دا ده چي تاسي له یوې خوا د امریکا او د هغه حکومت د دسیسو پر ضد تبلیغات کوی او له بلي خوا د هغوی څخه په سل ګونو میلیونه ډالره مرستی اخلی او تر اوسه پوري مو لږترلږه څه کم دوه میلیارډه ډالره، د بشري مرستو په نوم ورڅخه تر لاسه کړي دي. دالر یې حلال دی. راډیو او تلویزیون یې حرام دي!!!

د افغانی د نسبتي ثبات یوازینی عامل همدغه د امریکا، په میاشت کي، ۴۰ میلیونه ډالر دي. فکر کوی چي نن ورځ له خلکو څخه څه پټ پاتېدلای سي؟

په ټولي نړۍ کي بل داسي اسلامي هیواد هم  سته چي د نجونو تعلیم او تحصیل پکښي بند وي؟ دا چي تر اوسه پوري هیڅ اسلامي هیواد، حتی پاکستان، سعودي عربستان او قطر په رسمیت نه یاست پېژندلي دا ستاسي لپاره ښه زېری نه دی. او یوه ورځ به داسي راسي چي دا بین المللی تجرید به ستاسي د بشپړ سقوط عامل سي.

پر هوښ راسی! افغانستان د تباهی کندي ته مه غورځوی. یوازي د نن ورځي په قدرت مه خوشاله کېږی. دا قدرت یو ځل مخکي هم تاسي آزمېیلی دی. بدي ورځي تمام نه لري. یوه ورځ بیا هم هغه حالت راتلونکی دی چي چاته د ګیدړي غار په سرقلفي نه پیداکېدی.

په زغرده درته وایم چي ستاسي څخه په میلیونونو ناراض کسان به ستاسي له هر دښمن سره لاس یو کړي او په نتیجه کي به ستاسي داځل سقوط پر هیواد باندي داسي فاجعه نازله کړي چي ښايي په خپل تاریخ کي به یې نه وي لیدلې. او دا هم درته وایم چي زه ستاسي سقوط او فاجعه آمېزه سقوط په سترګو وینم. دا اخطار نه دی او نه زما په څېر، د ګور پر غاړه بې وسه، بوډا تاسي ته د اخطار درکولو توان او صلاحیت لري. دا خبرداری دی او که متوجه نه سی نو بیا به یوه ورځ اوبه تر ورخ اوښتي وي.

د اسلامي اِمارت درنو مشرانو! تاریخ ثابته کړې ده چي قدرت په زور نیول کېدلای سي مګر په زور ساتل کېدلای نه سي. تاسي له امیرالمومنین له مقام څخه نیولې تر وزیر، معین، والي، اولسوال، رییس او حتی د ښوونځیو تر سرمعلمی پوري ټول مقامات خپلو طالبانو ته سپارلي دي. دا که له یوې خوا بې عدالتي ده له بلي خوا د ټولني پر ټولو قشرونو او پوهو او لایقو کسانو باندي بې اعتمادي ده. یوازي بې اعتمادي نه ده بلکه ظلم دی. تاسي د هغو کسانو له خولو او د هغوی له عیال څخه ډوډۍ واخیسته چي یوازي یې له حکومتي ادارو او شرکتونو سره کارکولای سوای ځکه چي هغوی تعلیم یافته او تحصیل کرده خاک دي. هغوی ټول رېړۍ نه سي چلولای او که یې وچلوي نو دا به لومړی ستاسي لپاره د شرم او خجالت ځای وي چي ماهرین او صاحب منصبان مو رېړۍ چلولو ته مجبور کړي وي. او دا به ټول ستاسي مخالف او دښمنان وي. د یوې ځانګړي ډلي او حزب حکومت هر وخت د استبداد او بې عدالتی سبب سوی او بالاخره په فنا محکوم سوی دی. د افغانستان خلک ډوډۍ نه لري او ستاسي یو اولسوال په یوه هفته کي دوه ودونه کوي. ستاسي دي په یاد وي چي د طالبانو او د هغوی د بچیانو شمېر تر سلو زرو نه زیاتیږي خو په مقابل کي د افغانستان نفوس څلوېښت میلیونه دی. پر څلوېښتو میلیونو ناراضي انسانانو باندي، په وچ زور، د واک چلول او د هغوی خاموش ساتل د نړۍ پر مخ د هیڅ قدرت لپاره ممکن نه دی.

له خپل غرور څخه لاس واخلی. له نورو افغانانو، په تېره بیا ځوان او رسېدلي قشر سره، چي د حکومت او ادارې چلولو په هره برخه کي اړتیا ورته لیده کیږي، ګډ حکومت جوړ کړی. په حکومت او حکومتي چارو کي ونډه درلودل د ټولني د هر مستحق فرد حق دی او حکومت د هیڅ چا شخصي مال نه بلکه د ټولني ګډ مِلکیت دی. د یوه ځانګړي ګوند او ډلي د قدرت انحصار نه نړۍ او نه هم افغانانو ته د منلو وړ دی. ځانونه له نړۍ او افغانانو څخه په لوی لاس مه تجریدوی؛ دا ښه عاقبت نه لري. د کابل په ښار کي وروستۍ چاودني، چي ښايی په وروسته کي تر دې هم زیاتي او سختي سي، ستاسي لپاره ښه زېری نه دی. که نن د چین هیواد خپل اتباع له کابله وایستل سبا د پاکستان ، هند او ایران واردی. او دا به ستاسي د نظام د سقوط نخښه وي.

 د قدرت نشه تر بلي هري نشې خطرناکه ده. انسان په سترګو ړندوي او په غوږونو یې کڼوي. او څوک چي هم ړوند او هم کوڼ وي هغه به حتماً په کوهي کي نسکوریږي او سترګي او غوږونه یې هغه وخت بیرته خلاصیږي چي بیا نو هیڅ ګټه نه لري او کار تر کار تېر وي.

و ما علینا الّا البلغ المبین.

10 COMMENTS

  1. ابن تيمية رحمه الله وايی :

    ” ان الله يقيم الدولة العادلة و لو كانت كافرة و لا يقيم الدولة الظالمة و لو كانت مسلمة “

    إن إقامة العدل وأداء الحقوق لأهلها من أسباب بقاء الدول وتفوقها وغلبتها، قال شيخ الإسلام ابن تيمية في رسالة (الحسبة): الجزاء في الدنيا متفق عليه أهل الأرض، فإن الناس لم يتنازعوا في أن عاقبة الظلم وخيمة، وعاقبة العدل كريمة، ولهذا يروى: “الله ينصر الدولة العادلة وإن كانت كافرة، ولا ينصر الدولة الظالمة وإن كانت مؤمنة“ اهـ.

    څښتن تعالی عادل (منصف) دولت (حکومت) ولو که کافر وي پايي، خو ظالم دولت (حکومت) ولو که مسلمان هم وي نه پايي. يا په بله مانا دوام نه کوي او له مينځه ځي. څښتن تعالی د عادل غيرمسلم دولت مرسته کوي، خو د ظالم مؤمن دولت نه او نه يې پايی.

  2. څو ساعته مخکی می د ” تودی خبری ” پروګرام ولید ، درو میلمنو ګډون پکی کړی ؤ چی یو ئی ملا محمد ناصر حقانی نومید. اُتو کړی ږیره لری ( مصنوعی ږیری ته ورته ) .
    دی ښاغلی وویل چی طالب هغه متخصص او اکامیک کس د ځان سره نه پریږدی کوم چی په تیر نظام کی ئی کار کړی وی ( یا مثلاً شعار ئی ور کړی وی چی مثلاً ژوندی دی امریکائیان ) .
    پدی تړاؤ یوه بله یادونه:
    دوی دری هفتی مخکی د همدی ” تودی خبری ” په پروګرام کی یو طالبګی د ښاغلی فریدالله محمدی میلمه ؤ، مجلس تود ؤ، محمدی صیب د خپلو څرکندونو په ترڅ کی د یوی تاریخی پیښی د غندی په هکله د ابوسفیان او ابوجهل نومونه یاد کړه ( دواړه کسان ئې په یوه ردیف کی وشمیرل ) د ابوسفیان د نوم د اوریدو سره سم طالبګی ( چی بشار نومیده ) محمدی صاحب ته د ترخی خندا په ډول وویل چی ابوسفیان نه. ( ابوسفیان خو یوه سپینه فرشته وه ).
    اما بعد
    د محمد ناصر حقانی څخه زما پوښتنه دا ده چی:
    ابوسفیان چی د مکی د فتحی تر ورځی پوری هم لوی خبیث او لوی کافر ؤ ( چی البته د ده او ټولی کورنی ایمان ئی هم د اثبات وړ نه دی او زوی او لمسی ئې ستری فاجعی خلق کړی ) بیا هم د اسلام په غیږه کی ومنل سو خو یو څو دولتی ( نظامی او ملکی ) بیچاره ګان مامورین د تیر حکومت سره د تعامل په جرم د ټولو مدنی حقوقو څخه محرومه او بی برخی کیږی ، ولی؟
    ګوره حقانی ساب !
    قسم ده چی هم تاسی درواغجنان یاست او هم هغه ناټوګان او ناجوګان درواغجنان دی کوم چی تاسی ور سره د جهاد! ادعا درلوده او ادعا لری.

  3. هندوستان کې له موږ څخه پينځه ځلې زيات مسلمانان ژوند کوي. هلته په نړيواله کچه مشهور درې ستر ديني بنسټونه دي :
    ديوبند، مظاهرالعلوم سهارنپور او ندوة العلماء
    هلته د مسلمانانو، هندوانو او د سيکهانو ترمينځ اوږده جګړه په بابري جومات باندې وشوه او پاکستان سيکهان (خالصتان) ډله سپورټ کوله چې هند کې نارامي وي، نو فلهذا هغوی ټولو درېواړو په ګډه دا درک کړه چې بېګانه لاس را کې دی، نو هماغه وو چې په يو بله داسې يو معتدله او درېيمکړې لارې سره ولاړ شي چې د هر چا عقيدې، کلتور او رسم و رواج او ارزښتونو درناوی وي، نو هماغه وو چې هغوی په سيکولرېزم سره راټول شول چې ټولو اديانو، عقايدو او اړخونو ته پکې درناوی وي او يو پر بل له تجاوز او لاس پورته کولو سره په امن او خوندي وي، نو هماغه وو چې په سيکولرېزم سره راټول شول. مسلمانان خپل کار کوي، هندوان او سيکهان او نور لږه کي هر څوک خپل کار کوي او يو له بل سره څوک کار نه لري. سره له دې چې ((ان الدين عند الله الاسلام)) او داسې نور موږ ټول داسې ستر ارزښتونه لرو، خو بله چاره نه وه او جنګ ته د پای ټکی کېښوول شو. زموږ يو ګاونډی خو دې نر شي او د جهاد فتوی خو دې هلته ورکړي چې له څنګه غبرګون سره مخ کيږي، نو ولې موږ له دا ډول ستونزو سره لاس وګرېوان يو؟

    • سلام
      تعلیم او تربیه په نر اوښځه فرض دی هیڅ کرکه،انحصار ، رنګ ،مادی توپیراو امتیاز نه منی.تعلیم او تربیه په یوه ټولنه کې دشاد هډوکو حیثیت لری. فلهذا دعلم او زده کړو معیار ته اسلامی امارت باید جدی پاملرنه وکړی او خپله پرېکړه دې بیرته واخلی! دا ددوی ستر رسالت او مسئولیت دی خوښ دی او که خفه. هیڅ پلمه په هېڅ عنوان ملت ته دمنلو وړ نه ده. ولې هغه کسان چې شخصی عقدې لری او ددې زهیرملت لپاره یې څه نه دی کړ ی هغه که دپخوانی پارلمان دافه ګانو اټکلی مرکې دی اوکه دجهانی په څیر داطلاعاتو او کلتورپخوانی وزیر، یا په هرنوم بهرنی او کورنی الکهولیست، هرې کړۍ اویا هرې حلقې غړی چې وی دلته د ې ډول زړو بابو لالو،پلمو یادونې ته کوم ځای نشته.ډوډۍ دلوښی له رنګه خوړل کیږی.دافغانستان مظلوم ولس له هرچا خپل سیاسی دریخ ښه پېژندلی شی.
      .

  4. ع شریف!
    ته هم دتاند لوستونکو ته دخپلوکارنامو په اړه څه ولیکه، چی
    تاددی خوار ملت لپاره څه کړی دی ؟
    ته هم دطالب څخه په خوی او عقده کی کم نه یی، په دی معنی چی که دچاسره دی جوړه نه وی ،نو خولی ته یی کفل وراچوی ،ولو که هغه پر حق وي او دملت په ګټه خبری کوی.
    ته پخپله څوک یی او تا څه کړي دي؟
    له خبرو دی اخوانی ښکارې هغه چی دمکتبی نجونو پرمخونو یی تیزاب شیندل.
    او یاداچی په تیر شل کلن جمهوری حکومتونو کی په لوړه څوکۍ نه یی نازول شوی.
    یوشی ته متوجه شوم چی موږ پښتانه ډیر بخیل او عقدیی خلګ یو .
    جهانی صیب سپینږیری وطنی شاعر او تاریخ پوه دی . ترهرڅه مهم خپل خلګ یی نه دي لوټلي.
    په نوره نړۍ کی دداسی شخصیتونو احترام کیږی.
    زماښه یاد دي کله چي جهاني صیب وزیر وو ، نو پر اشعارو او ادبي لیکونو یی دهغو کسانو لخوا دتیګو واري شروع شول چی خپله یی هم داطلاتو وزارت دڅوکۍ اشتیها درلوده. خوکله چی له څوکۍ مستعفي شو ، نو ټول منتقدین یی غلي شول.
    له جهانی صیب سره په همدي وزارت کی دمعینیت پرڅوکۍ یوه ایرانۍ مزدوره هم ناسته وه، هزراګانو اوټولوغیرپښتنو هڅه داوه چي پرخپله څوکۍ پاته اوحتا نوره هم لوړه شی.
    هغه وخت چی جهانی وزیرو، نو عقدیی متعصبینو دجهانی صیب پرادبی لیکنو اپلتي ویلي . یوه نمونه یی داده « جهانی ته میلمه سړی یی ستا یی دشعر،شاعری یا پښتو ادب سره څه کار؟»

  5. دیوه معیاری اخلاق او نزاکت په رڼا کې:
    نورډیر معنا لرونکې او ښا یسته کلیمه ده حتی په کلام الله کې دسورې نوم دی له بده مرغه تاځان ناحقه مدعی کړی الکهولیست خو به نه یې او که کوم بل روانی تکلیف لرې؟
    لومړی یوځل زما تبصره ولوله چې دمساوات په برخه کې څه وايې او بیا کرکه انحصار په ادبی توګه څنګه نقض کوی . هو! ادب له بې ادب زده کیږی دا به زه در سره ومنم هېڅ ستونزه نشته خو تا ډیره څواړخیزه اندک رنجی کړې چې داخپله ګونګوسی او ذهنی ناروغی ده اوله له جهانی څخه دی هسې دکوچیانو دسنیو څرخی جوړ کړی .
    ستا له غلط کفل او اشتیها څخه معلومیړی چې ادیب نه یی . تاهم ویلی چې داشغالګرو وخت کې جهانی دهمدې فاسد نظام وزیر وه ماهم داچې څه یی کول دا دموضوع بله برخه جوړوی . تا یوشمیر نور تورونه لګولی ځان دې بی وخته اجنت کړی او دروان پېژندنې ادعا دې هم کړې خو وګوره چې دچا له تبصرې دبخل عقدې او ناپوهی څرګندونې را ولاړیږی ؟
    وايې دامام ابو یوسف یعقوب بن ابراهیم ۷۹۸م څخه چابوښتنه وکړه چې دعلم ادب کوم شیان وی؟ هغه وفرمایل:
    لومړی خاموشی دوهم په توجه سره لوستل/ اورېدل دریم یاد ساتل څلورم هغه باندې عمل پنځم دهغه تبلیغ .

  6. ع شریف
    پښتو اودري زما لپاره دویمه او دریمه ژبه ده ځکه له بده مرغه په غربت کی ستر شویم.
    نه اشتها او نه قفل یو هم پښتو نه ده
    دافغانستان پښتانه کلپ یا کفل وایی . ورسره داکتر زیار موږته مشوره راکوي هر هغه توری چی په (ِِ زیر ِ ) یاواول وی هغه باید په پښتو (ی) ولیکل شی.
    نورداسی مثالونه شته چي پښتانه یی هغه اصلی بڼه نه لیکي مثلاً
    صاحب=صیب، معنی معنا …دشمن خو پښتانه ورته دوښمن او هم دوخمن وایی
    زه الکهلیست نه خو ته لکه چایجوش داسی خوټیږی.
    له پښتنو خپل اصلي او دایمي دوښمنان هیر دي.یوڅه به په لاس درکړم چی بوخت شې داولوله

    زندگینامه میرویس کندهار یا شهزاده پارسی
    http://goftaman.com/
    نویسنده افسر سویدنی، برگردان داکتر لعلزاد

  7. هسې په دغو پرانیستو لیکونو ځان مه ستړی کوه!
    څوک یې نه لولي، حالات ښه نه دي روان، دوي پر موږ تحمیل شول؛ او اوس دې هغوي ځواب ورکړي چې ویل یې طالبانو بدلون کړی!

  8. ښاغلی محترم محمد زمان ستانکزی صیب ! پسله سلامونو.
    ډیره موده کیږی چی ستاسی د اوږدو او خوږو او ګټورو مقالو او لیکنو څرک نه لګی، لکه چی ډیر مصروف یاستی یا مو حوصله ډنګره سویده البته په ” تودی خبری ” پروګرام کی مو ځینی وخت وینم ښه او منونکی استدلالونه وړاندی کوی. جوړ او خوښ اوسی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب