پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهپه پېښور پوهنتون کې د طالبانو د پرېکړې پر ضد مظاهره وشوه

په پېښور پوهنتون کې د طالبانو د پرېکړې پر ضد مظاهره وشوه

خبریال: جبارخیل
په پېښور پوهنتون کې پرون (پنجشنبه) لسګونو زده کونکو د طالبانو لخوا د جینکو په زده کړو د بندیز پرضد مظاهره وکړه.
 په پېښور پوهنتون کې افغان محصلینو او پښتون محصلینو د اتحادیې (PSF)له لوري په ګډه مظاهره کی د ااا هغه پریکړه په سختو ټکو وغندل شوه چې پر اساس یې افغان نجونې په پوهنتونونو کې له زده کړو بې برخې کېږي.
دوی په خپلو شعارونو کې ویل: د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو بندول د دوی په حق کی ظلم دی او موږ ددغه ظلم خلاف یوو.
دوی همداراز وویل: له طالبانو څخه مو غوښتنه ده چی ژر تر ژره د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازی خلاصې کړی.
د مظاهرې یوه برخوال روف افغان وویل، «د ښځینه محصلانو پر وړاندې د پوهنتونونو د دروازو تړلو، د‌ لوی الله ج له لوري دوی ته د‌ ورکړل شوي حق څخه په منکرېدو او د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د ارشاداتو خلاف کار دی د پوهنتون له زده کړو د افغان نجونو د محرومیت په اړه د طالبانو پر پرېکړه حیرانتیا او خواشیني ښيم.»
ده او نورو د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د نجونو د زده کړو په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي.

1 COMMENT

  1. دا مظاهری هیڅ ګټه نلری تاسو کولی شې چی دې دغې ډلی هر سپی چی پښور کی ژوند کوې او اولادونه ېې مکتب ته ځې ښځې بې پنجابیان غیې ټول له خپلو علاقو نه وباسې او نارینه یې له لس کلن نه پورته مردار کړې هم دنیا له مکروبونو پاکیږې او هم غازیان کیږی دې دوې مرګ مطق روا ده او هیڅ ګناه پکی نښته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب