یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهپه هرات کې د ښځینه خبریالانو د غږ خاموشه کول‎‎

په هرات کې د ښځینه خبریالانو د غږ خاموشه کول‎‎

داودجبارخیل
په هرات ولایت کې یو شمېر ښځینه خبریالانې په دغه ولایت کې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګندوي.
دوی وايي، په دغه ولايت کې د رسنيو کارونه محدود دي او ښځينه خبريالانې په اسانۍ کار ته نه شي راتلای.
د دغو ښځو په خبره، په دغه ولایت کې د طالبانو له راتګ سره اکثره ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
جنسیتي تبعیض، چلند او رواني تاوتریخوالی، د کم عاید په پام کې نیولو سره، د ښځینه خبریالانو جبري حجاب یا د مخ پټول او د ښځو له پامه غورځول هغه ننګونې دي چې په دې وروستیو کې ښځینه خبریالانې ورسره مخ دي.
په هرات کې د کلید راډیو یوه کارکوونکې مرجان وفا وایی، هغه ښځینه خبریالانې چې په دې برخه کې کار کوي، هره ورځ د راپورونو د چمتو کولو په برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ وي.
نوموړی وايي، کله چې د راپور د چمتو کولو لپاره میدان ته ځي، د اسلامي امارت د مسوولینو له لوري ورته ویل کېږي چې لېرې په یوه کونج کې کښېني او دا مجبوریږي چې د پروګرام له پای ته رسېدو وروسته له نارینه خبریالانو څخه معلومات واخلي.
هغه جنسیتي تبعیض او اطلاعاتو ته نه لاس رسی په دې ولایت کې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې لویې ننګونې ګڼي.
په افغانستان کې د نوي حکومت له جوړېدو او پر خبریالانو او رسنیو د بندیزونو له لګولو سره، اکثرو رسنیو کار بند کړ او یو شمېر خبریالان له دندو ګوښه شول.
په ورته وخت کې یو شمېر ښځینه خبریالانې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د رامنځته شویو شرایطو له امله اندېښمنې دي.
شيما عثماني چې په هرات ښار کې د مشهد دري راډيو خبرياله ده، په دې باور ده چې په دې ولايت کې د ښځو لپاره د رسنيو کاري چاپيريال له ډېرو ننګونو سره مخ دى.”
نوموړې زیاتوي، یوه ښځینه خبریاله ده او د ساحوي راپورونو د چمتو کولو لپاره باید په ښار کې موضوعات وڅېړي او د دې لپاره وسایلو ته اړتیا لري.
د ژورناليزم يو شمېر محصلين وايي چې د زده کړو د دوام لپاره يې انګيزه له لاسه ورکړې او راتلونکي ته هېڅ هيله نه لري.
په افغانستان کې د جمهوري ریاست له سقوط او د طالبانو له راتګ مخکې په هرات کې شاوخوا اویا ویډیويي، غږیزې او چاپي رسنۍ فعالې وې، خو د طالبانو په راتګ او د خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د محدودیتونو په لګولو سره دا شمېر ۷۰ سلنه کم شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب