شنبه, مې 18, 2024
Home+د تورو ترانې منځپانګې او ارزښت ته یوه کتنه

د تورو ترانې منځپانګې او ارزښت ته یوه کتنه

  نورګل اندړوال

د ماشومانو  ادبیاتو ته د پرمختګ او پراختیا په برخه کې تر وروستۍ لسیزې پورې چندان کار نه وو شوی او نه هم په دې برخه کې واکمنو حکومتونو  چندان پاملرنه کړې وه نو له همدې  امله ماشومانو ټولنیزو، ادبي او فرهنګي نشریو ته کم لاس رسی درلوده او لا یې هم لري .

د وروستیو څو لسیزو جګړو له امله په افغانستان کې د ماشومانو ادبیات زیامن شوي خو ترډېره په دغه برخه کې د نه پاملرنې په تور د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارات ته د انتقاد ګوته نیول کېږي او له دې ور هاخوا لیکوالو باندې هم نیوکه کیږي چې ولې يې د ماشومانو د ادبیاتو په برخه کې هلې ځلې نه دي کړي .

پوهنمل ګل رحمن رحماني چې د ژباړې،  څېړنې، تخلیق او د ماشومانو د ادب په برخه کې یې د تورو ترانې منظومه ټولګه لیکلې، د اثارو او د ماشومانو برخې ته یې له ځانګړې پاملرنې څخه ښکاري چې نوموړی ته د انسان د شخصیت جوړونې لومړني بنسټونه د ماشومتوب دوران دی او  په باور یې د دغه عمر زده کړې د انسان په راتلونکي ژوند کې  مهمې محسوسېدلی شي.

په نړۍ کې د ماشوم د ادبیاتو ډېر شمېر متخصصین په دې باوردي چې ماشومانو ته باید د دوی په خپله ژبه لیکنې وشي خو دې اصل ته د ماشومانو لپاره افغان چاپي رسنیو کمه توجه کړې ده او په افغان لیکوالانو کې بیا ګل رحمن رحماني دې ټکي ته ډېره پاملرنه کړې ده.

د تورو ترانې کتاب  د پوهنمل ګل رحماني هغه ټولګه ده چې د ماشومانو لپاره یې له الف څخه تر یا پورې الف او بې منظوم کړي او هر یوه ته یې ترانې لیکلي دي.

په انساني نړۍ کې  ماشوم روزنه او پالنه اسانه کار نه دی ، ځانګړې ژبه، ذهن او لیدلوری غواړي، په نوره نړۍ کې چې د لویانو د زده کړو او روزنې پایلې مثبتې او خورا اغېزناکې دي، یو لامل یې پر ماشوم روزنه د لوړې کچې پانګونه ده.

رحماني صاحب په دې باور دی چې د تورو ترانې لړۍ هم داسې یوه هڅه ده چې ماشومانو ته په منظوم ډول د الف با د زده کړې تر څنګ ښوونیز او انځوریز پیغامونه وړاندې کوي.

د  ټولنې اکثریت ماشومان د نثر په پرتله نظم په ښه ډول زده کولی شي او اخذ یې ترې پياوړی دی نو په ټوله کې هغه ماشومان چې د تورو ترانې لولي کولای شي د عادي نثر په پرتله ښه برداشت ترې وکړي.

زمونږ په ښوونیزو نصاب کې تر اوسه پورې سنتي او یاهم د زوړ نصاب سیستم پلي کیږي چې تر ډېره پورې ویلي شو چې دا سم ارزښت نه لري خو په تورو ترانو کې نظم ته ارزښت ورکول شوی، په شعر لیکل شوی دی، او له الف څخه تر یا پورې د هر توري لپاره یو ه ترانه لیکل شوې چې هرشعر اوه بیتونه لري او د شعري قالب له اړخه د مثنوي په ژانر کې د تورو ترانې لیکل شوي دي.

تورو ترانو کې د الفبا توري په بیلابیلو کلمو کې راغلي، یانې د کلمو په سر، منځ او پای کې او دا دې لپاره راغلي دي چې که یو ماشوم له یوې کلمې څخه زده کړه ونه شي کړای نو له دومې کلمې څخه خو باید  یو څه زده کړي.
د زده کړې ور اخوا په منظوم ډول په همدې الف او  با کې داسې پیغام ځای پرځای شوي چې د ماشومانو لپاره ډېر مهم دي، لکه د سولې، ټولنیزو اخلاقو  او یو بل منلو پیغام.

د تورو  ترانې خاصه ځانګړنه داده چې په پوره مهارت سره لومړی ماشوم درک شوی، د هغو ژبه معلومه شوې او بیا یې په ژبه رحماني صاحب ترانې لیکلي دي.

د ماشومانو لپاره د ادبیاتو او یا بل څه د لیکلو لپاره لیکوال یا شاعر ته پکار داده چې خپله خپل ځان ماشوم کړي، ځان د ماشومانو په ډله ورګډ کړي او بیا هغوی ته څه ولیکي چې په ډېر عالي انداز او ښه مهارت سره رحماني دا کار کړی او د تورو ترانو د لیکلو پر مهال یې لومړی ځان د ماشومانو کتار ته راوستی او بیا یې د هغوی په ژبه ماشومانو ته ترانې لیکلي دي.

ځکه رحماني صاحب د ماشومانو له لیده په تورو ترانو کې پیښو،  پدیدو او ټولنې ته کتلي او  له ځان سره یې په دې احساس کې ماشومان راګډ کړي او د تورو ترانې یې ورته لیکلي دي.

د تورو ترانې یوه بله خاصه ځانګړنه داده چې نه یوازې دلته تورو ته ترانې لیکل شوي بلکې توري تصویري شوي هم دي او ماشومان کولای شي چې  د نظم سربیره یې له تصویري اړخ څخه هم ګټه پورته کړي. د بیلګې په ډول که د تې توری لیکل شوی نو د توت تصویر هم ورسره رسم شوی دی، که کاف توری لیکل شوی د نظم سربیره ورسره د کتاب تصویر هم رسم شوی دی.

په ټوله کې د تورو ترانې مخاطبین هغه ماشومان دي چې لیک لوست کولی شي، له یوه متن څخه د اخذ او ابتدايي تحلیل څه ناڅه ځواک لري او په خصوصي ښوونځيو کې هم دغه کتاب لوستل کیږي.

څو بیتونه یې:

څومره څاڅکي د باران دي
په ښیښه باندې روان دي
مرغان ګوره پاڅيدلي
ټول بامونه څڅېدلي
سمڅ کې پټ آسمان څکالي
زمه وځي له پنډ غالي

2 COMMENTS

  1. واقعا چې په زړه پورې موضوع ته یې فکر شویدی . رحماني صاحب ته د الله ج په دې انساني خدمت سره اجرونه ورکړي .
    که مونږ پنځوس کاله مخکې داسې کتابونه درلودای ، نن به زمونږ ټول هېوادوال باسواده وو او حقاني مدرسو ته به نه اړکېدل چې زمونږ ماشومان او ځوانان هلته د خپل قوم او ولس پرضد وروزل شي .

  2. سلامونه ټولوته

    د رحمانی صاحب څخه ډیره زیاته مننه. ایا دا کتاب په انترنیت کي شته او کنه؟ که وی نو له کوم ځای څخه یی را ښکته کړو؟ که لینک شریک کړی نو ډیره مهربانی به مو وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب