Homeخبرونهملا یعقوب په سیاسي، اقتصادي او نظامي برخو کې د ټولو افغانانو...

ملا یعقوب په سیاسي، اقتصادي او نظامي برخو کې د ټولو افغانانو د ګډون غوښتنه وکړه

تاند:(دوشنبه، د قوس څوارلسمه) د طالبانو د ځینو سخت دريځو چارواکو له پارونکو څرګندونو سره هم مهاله، د دوی د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد متحده عربي اماراتو ته د سفر پر مهال د افغانانو تر منځ په يووالي او یو بل زغملو ټینګار کړی.

نوموړي د ټولنې د ټولو قشرونو په همغږۍ له ټینګار سره وویل، چې افغانان په هره برخه کې کادرونه لري، خو د درملنې لپاره لا هم پاکستان ته روان دي او له مجبوریته دغه « ذلت» پر ځان مني.

نوموړي په سیاسي، اقتصادي او نظامي برخو کې د ټولو افغانانو ګډون مهم وبلل، خو په مشخص ډول ېې د ټول شموله حکومت يا نورو ورته غوښتنو د ملاتړ خبره ونه کړه.

د طالبانو د دفاع وزیر د افغانستان د ډیرو قومونو له نوم اخیستو سره د دوی په یووالي او تبعيض سره د مبارزې غوښتنه هم وکړه.

هغه په عین حال کې، د افغانستان له پولو د دفاع ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې څوک به د افغانستان خاورې ته په بد نظر ونه لیدلای شي.

د طالبانو د دفاع وزیر په متحده عربي اماراتو کې مېشتو افغان پانګوالو ته په خطاب کې له دوی وغوښتل، څو خپلې پانګې هېواد ته انتقال او خلکو ته ېې ګټه ورسوي.

د ملا یعقوب څرګندونې د خلکو له هرکلي سره مخ شوي.

د طالبانو ځينو منتقدانو بيا ويلي، چې د هغه په ګډون د طالبانو د نوي نسل څېرې او اصلاح غوښتونکي بايد د خبرو پر ځای د عملي اقداماتو لپاره لاس په کار او د نجونو د ښوونځيو د ژر پرانيستلو په ګډون له غیر طالبانو سره د ځینو طالب مشرانو د تبعيض او نفرت خورولو مخنیوی وکړي.

1 COMMENT

  1. هغه کسان څه طالب او غیر طالب چې قومي تعصبونو ته لمن وهې سل په سلو کې یا د پاکستان یا د ایران او یا هم د تاجکستان لاسپوسي دي. دوئ د افغانانو په تفرقې کې خپلې ګټې ویني. افغان قومونه ټول ورونه دي او یي به.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...