شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهد امریکا څېړنيزې ادارې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په...

د امریکا څېړنيزې ادارې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په زیاتیدو اندیښنه وښوده

تاند:(دوشنبه، د قوس څوارلسمه) د سي ار اېس په نوم د امریکا يوې څېړنیزې ادارې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو د زیاتیدو په اړه اندیښنه ښودلې ده.

يادې ادارې د امریکا کانګرېس ته په استولي راپور کې ويلي ،چې د داعش سره د مبارزې لپاره د افغان طالبانو په وړتیا شک لري.

دا رپورټ په داسې وخت وخت کې خپور شوی، چې په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې په بريدونو کې زياتوالی راغلی دی.

پرون په کابل کې د پاکستان پر سفارت د جمعې ورځې د برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه واخيست.

نن د طالبانو د حاکمې ادارې وياند ذبيح الله مجاهد وويل، چې داعش ډلې دغه برید د دوی د وسله والو مخالفانو او بهرنيو کړيو په مرسته کړی.

نوموړي په دې تور د یوه بهرني وګړي د نیولو خبر هم ورکړی، خو هویت او نور جزییات یې نه دي په ډاګه کړي.

مخکې طالبانو بیا -بیا په افغانستان کې د داعش ډلې د له منځه وړلو ادعا کړې، خو داعش بیا نور بریدونه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب