Homeخبرونهاقتصادي خبرونهننګرهار والي په مېمله باغ کې د دوو څاه ګانو د کيندلو...

ننګرهار والي په مېمله باغ کې د دوو څاه ګانو د کيندلو چاری پيل کړې

تاند:(دوشنبه، د قوس څوارلسمه) د ننګرهار لپاره د طالبانو والي حاجي ملا محمد نعيم مملې بڼ خړوبولو په موخه د يو نيم ميليون افغانيو په مالي لګښت د دوو څاه ګانو د جوړونې چارې پيل شوې.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر ويلي،چې حاجي ملا محمد نعيم اخند د يو شمېر مسوولينو په ملتيا د خوږياڼو ولسوالۍ په مملې بڼ کې د يو نيم ميلیون افغانيو په مالي لګښت د دوو څاه ګانو د جوړونې پرانیسته وکړه.

د ننګرهار د کرنې رئیس مولوي عبدالستار محمد ويلي، چې د کرنې او اوبو لګونې وزارت په یو نيم ميليون افغانيو مالي لګښت يې د دې دوو څاه ګانو د جوړونې چارې پيل کړې چې د دوو مياشتو په موده کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

نوموړي وويل، چې يادې څاه ګانې د اتيا متره په ژوروالي کیندل کیږي چې د اته څلویښت سولرونو په نصبولو څخه به ترې د اړتيا پر مهال ياد بڼ خړوبيږي.

د مملې بڼ شاوخوا ۷۰۰ کاله وړاندې شاه جهان پاچال له لوري په دوه اویا جريبه ځمکه کې جوړ شوی چې د هېواد په کچه له مهمو او تاريخي بڼوڼو شمېرل کيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...