شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+۱۰/انسان د بې دیني او دین پر دوه لارې

۱۰/انسان د بې دیني او دین پر دوه لارې

زبیر افغان

ولې ټولو قومونو ته انبیاء نه دي ورغلي؟

دا پوښتنه له ما څو پلا شوې ده، که له احساساتو ور هاخوا په منصفانه نظر ورته وکتل شي، نو ډېره پر ځای پوښتنه هم ده. ایا دا خبره سهي ده چې انبیاء ټولو قومونو ته نه دي ورغلي؟ که سهي وي، نو بیا د هغوی لپاره څوک نبي ول او اوس څوک دي؟ د هغوی هغه زمانه چې د هيڅ نبي دعوت نه وو ورسېدلی، دوی په هيڅ دین نه ول، د دې وخت خلک به يې څه حکم لري؟

زما په نظر دا خبره سهي ده چې ټولو قومونو ته نبیان نه دي ورغلي، دوه اساسي عوامل د دې سبب شوي دي چې هغوی ته نبیان ور نه شي:

یو دا چې د هغوی ذهني ترقي یا د ذهني تکامل دوره هغه پړاو ته نه وه رسېدلې چې هغوی ته له اسمانه لار ښوونې راشي، دا پيغام هغو قومونو ته ور استول کېدی چې د همدې پيغام لپاره يې اړتیا وه، تمدني زندګي پکې شروع شوې وه، ذهني وده يې کړې وه، د یوه قانون لپاره يې اړتیا وه چې د هغه په اساس يې سیاسي، اقتصادي، نظامي، ټولنیزې چارې حل و فصل کړې وای، له دې امله هغه قومونه چې دغې مرحلې ته رسېدلی ول، هغوی ته نه یوازې یو رسول راغلی دی، بلکې ګڼشمېر په بېلابېلو زمانو کې ورته راغلي دي، ځکه د هغوی وضعیت به د همدې تقاضا کوله، د هغوی د رهبرۍ لپاره د یوه پيغمبر غوندي رهبر اړتیا به محسوسېده، نو د هغه په ورتګ په د حالاتو رُخ بدل شو، اما د دې برخلاف بیا ځینې قومونه د دې اهل نه ول چې هغوی ته نبي ورشي، د ذهني تکامل په سلسله کې هغه ځای ته نه ول رسېدلي چې د پيغام لپاره يې اړتیا ولېدله شي او یا دوی د هغه په حقیقت پوه شي، نو دې دواړو ټکو ته په کتو دوی ته نبي نه دی استول شوی.

بله خبره دا چې یو شمېر قومونه له دې امله پاته شول چې د هغوی په ګاونډ کې یو رسول بل قوم ته راغلی، دا چې هغوی ته يې هم دعوت رسېدی، نو له دې امله د ځانګړي رسول اړتیا نه ده ورته پيدا شوې، لکه په مصر کې یوسف علیه السلام د بني اسرائیلو نبي و، مګر په مصر کې د هستوګنې له امله هغه مصریانو ته هم د الهي دین دعوت ور کړ او په خپل کار کې بریالی شو؛ همدا شان د همدې مصر بل پاچا ته چې قران کریم د هغه وخت د پاچا په لقب(فرعون) سره یاد کړی دی، موسی علیه السلام او هارون علیه السلام ورغلل، دوی هم اصلن د هغه لپاره رسولان نه ول، بلکې د بني اسرائیلو د خلاصون او رهبرۍ لپاره راغلي ول، دا چې هغوی په مصر کې مېشت ول، نو فرعون ته يې هم د الهي دین دعوت ور کړ، په دې سره د دواړو قومونو د رسالت اړتیا پوره شوه.

د همدې په تسلسل کې بیا ځينې وختونه تر نبي وروسته امت د دې لپاره مسوول بلل شوی دی چې دغه دعوت تر نورو قومونو ورسوي، په همدې لړ کې خورا ډېر قومونه په هغو ادیانو ور ګډ شوي دي چې اصلن د هغوی په سیمه یا تر نفوذ لاندې سیمه کې يې نه وو راغلی، خو دا چې دوی يې دعوت د هغه دین د پيروان له لوري ورسېد، نو دوی هم ورسره ومانه، د بل رسول اړتیا دغه قوم ته ځکه نه شوه پېښه هغوی ته پيغام ورسېد، د اصلاح لپاره يې بیا د بلې سیمې رسول هم کار ور کاوه او وروستی رسول د همدې ټولو ادیانو د اصلاح له پيغام سره راغلی دی او داسې یو قانون يې راوړی دی چې د تېرو ټولو کتابونو پيغام ته يې ځای ور کړی او د ټول بشر لپاره يې زېری او خبرداری دواړه راوړي دي.

تر دې وروسته پوښتنه دا پيدا کېږي چې د دې قومونو حکم په شریعت کې څه دی؟

د خدای عدالت ته په کتو خبره روښانه ده چې هغوی د مکلفیت ټول پړاونه نه دي بشپړ کړي، نو عذاب هم نه ور کول کېږي او پر هغوی د هغه قوم احکام هم نه جاري کېږي چې رسول ورته راغلی وي، ځکه هغوی یو لور ته ذهني ترقي کړې ده او بیا رسول حجت هم پر تمام کړی، نو هغوی کافران دي او عذاب هم ور کول کېږي، مګر دغه ناخبره قومونه د عذاب وړ نه دي، قران کریم وايي:

{وَمَا كُنَّا مُعَذِّبِينَ حَتَّى نَبْعَثَ رَسُولًا} [الإسراء: 15].

او موږ تر هغو عذاب نه ور کوو چې رسول/پيغام ور ونه لېږو.

قران کریم د دې اصل په بیانولو دا خبره روښانه کړه عذاب یوازې باخبره کسانو ته ور کول کېږي، څوک چې تر اوسه د دې اهل نه وي شوي یا هم پيغام نه وي ورته رسېدلی، دوی مکلفیت نه لري، د هغه قوم له سرنوشت سره نه مخېږي چې رسول ورته پيغام رسولی وي، له دې حالت څخه په دنیا او اخرت کې مستثنا دي.

پاته شوه د اوس وخت مسله، نن سبا لپاره قران کریم دی، یوازې قران د قومونو د انذار او تبشیر لپاره کافي بلل شوی او د دې حکم د رسولو لپاره ټول اسلامي امت ته دغه مسوولیت ور په غاړه شوی دی، نو که نن ځينې قومونه له دې پيغام څخه ناخبره وي، مسلمانان يې مسوول دي او هر څوک چې ناخبره وي، د دې پيغام په حقیقت پوه نه شي، هغه داسې حکم لري لکه د نبیانو د فطرت د زمانې خلک یا هم هغه کسان چې هيڅ نبي نه وو ورغلی، یعنې هغوی مکلفیت نه لري، مګر د هغوی ټولنیزو اعمالو پوښتنه ځنې کېږي چې په دانسته توګه يې کړي دي، لکه د خلکو وژل، غلا، مالونه لوټل، ځکه په دې کارونو هغوی خپلې ټولنې هم پوه کول چې ناسم کارونه دي، که له دې پوهاوي سره بیا هم یو څوک دا کارونه ترسره کړي، هغوی به د خپلو کړو ځواب ویونکي وي.

۲۰۲۲/۱۰/۱۵

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب