Homeخبرونهداودزی: موږ څه،چې امریکا او انګلستان هم لا پاکستان سم نه دی...

داودزی: موږ څه،چې امریکا او انګلستان هم لا پاکستان سم نه دی پېژندلی او پرې غلط شوي

تاند:(سې شنبه، د قوس پینځلسمه) د پاکستان په چارو کې د افغانستان مخکیني ځانګړي استازي محمد عمر داودزي په یوه تازه مرکه کې د افغانستان په اړه د پاکستان پر دریځ او دغه راز پاکستان سره د

له تېرو دوو لسيزو راهيسې د افغانستان پر اړیکو خپلې ارزونې وړاندې کړې.

عمر داودزي په دې مرکه کې وویل، چې پاکستان اساسآ په افغانستان کې د ډیورنډ کرښې د په رسميت پېژندلو او د هندوستان د نفوذ کمولو په هڅه کې و.

هغه په دواړو برخو کې پاکستان سره د تعامل په نه کامیابیدو پخواني ولسمشران ( حامد کرزی او محمد اشرف غني) پړه وګڼل.

داودزي، چې دواړو دغو ولسمشرانو سره د پاکستان د اړیکو په برخه کې له نیږدې کار کړی و، په عین حال کې ومنله چې د ده په ګډون ان امریکا او انګلستان لا د پاکستان په سياستونو سم نه پوهيږي.

ښاغلی داودزی د ولسمشر کرزي د حکومت پر مهال يوه دوره په پاکستان کې د افغانستان سفير او د ولسمشر غني د حکومت په وروستي کال د پاکستان په چارو کې د افغانستان ځانګړی استازی و.

عمر داودزي په داسې حال کې، چې ګڼ افغان سياستوال او چارواکي په عامه ذهنیت کې د ملاتړ خپلولو لپاره د پاکستان پر ضد په څرګندونو تورن کړل، ويې نه ويل چې خپله ده حامد کرزي او اشرف غني ته له پاکستان سره د مناسب او بریالي چلند لپاره څه ډول پلانونه شريک کړي، چې هغو نه دي عملي کړي.

نوموړي په دې مرکه کې د ولسمشر غني له فردي پاکوالي دفاع وکړه او ويې ويل، چې هغه شخصآ له فساده پاک سړی و، خو مدیریتي ستونزې یې لرلې او د جمهوري نظام په سقوط کې له شک پرته چې ډېر ګرم و.

دغه افغان سیاستوال د طالبانو پر حاکمې ادارې نیوکې وکړې، چې د لوېې جرګې او بین الافغاني تفاهم، د نجونو د زده کړو، نړۍ سره د تعامل او ریښتیني اساسي قانون د جوړیدو خنډ دي، خو له مخالفو وسله والو ډلو ېې ملاتړ ونه کړ.

د داودزي په وينا، طالبانو هېواد ته بللی، خو دی د همدغو مواردو په اړه د طالبانو قناعت نه ورکولو له هېواد ته ستنیدو څخه لیرې ساتلی

طالبانو د نوموړي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...