Home+د استاد پالوال لومړی تلین

د استاد پالوال لومړی تلین

تاند- له نن څخه یو کاله پخوا د ۲۰۲۱ کال د دسمبر په شپږمه لیکوال، څېړونکی، ژبپوه او د کابل پوهنتون پخوانی استاد ډاکټر عبدالرزاق پالوال وفات شو.

ډاکټر پالوال د انګرېزي، جرمني او عربي په ګډون په څو بهرنيو ژبو هم پوهېده.

ښاغلي پالوال د تاریخ، ټولنپوهنې او ژبپوهنې په برخه کې ګڼ شر اثار لیکلي، چې یو شر یې چاپ شوي هم دي.

د نوموړي تاريخي کتاب، “پښتنو نوی او پخوانی تاریخ” ‘لومړی ټوک، په انګلیسي ژبه او د ويم ټوک په پښتو ژبه ‘ ډېر علمي بحثونه راوپارول.

ښاغلی پالوال په ۱۹۸۰ مو کلونو کې جرمني ته کډوال شوی و او نژدې درې لسیزې مخکې بېرته هېواد ته ستون شو او د ژوند تر پایه د لیک او لوست په چارو بوخت و.

استاد پالوال اوږده موده ناروغ و. ډاکتر پالوال په خپل برکتي ژوند کې ډېر اثار پنځولي چې ځینې یې دا دي:

۱- د پښتنو نوی او پخوانی تاریخ (لومړی ټوک، په انگلیسي ژبه او د ويم ټوک په پښتو ژبه).

۲- د پښتو نوی مصدر، د ۱۳۸۴ لمریز کال چاپ.

۳- د شاه مقصود زیارت او د هغه تاریخي ارزښت.

۴- د کالام تاریخ (له انگلیسي څخه ژباړه).

۵- معیاري پښتو.

۶- موږ محوه کیږو.

۷- وگړي دوزخیان دي، سړیان لا هم.

ډاکتر پالوال د ګڼو اثارو د پنځولو ترڅنګ په پوهنتون کې ډېر محصلان هم روزلي دي.

موږ محوه کيږو! – ليکوال: ډاکټر عبدالرازق پالوال

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...