Homeخبرونهصادق خان: کابل کې د خپلو ديپلوماتانو امنيت ته لازم تدابير نیسو

صادق خان: کابل کې د خپلو ديپلوماتانو امنيت ته لازم تدابير نیسو

تاند:(یکشنبه، د قوس ديارلسمه) ‏‏‏‏د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په کابل کې د پاکستان د سفارت د امنيت ساتلو لپاره د ځانګړو تدابيرو خبر ورکړی.

نوموړي د دغو تدابيرو په اړه نور توضیحات نه دې ورکړې.

اوړمه ورځ په کابل کې د پاکستان پر سفارت ناڅرګندو کسانو ډزې وکړې، چې ويل کيږي اصلي هدف ېې د پاکستان د شارژدافیر په نښه کول وو.

په دې ډزو کې د پاکستان د سفارت یو امنیتي کس ټپي شوی.

صادق خان ویلي، چې نوموړی د درملنې لپاره په عاجل ډول پېښور ته لېږدول شوی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي نوموړی کس « واقعي مجاهد» ګڼلی دی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ته د ټليفوني خبرو پر وخت د دغې پېښې د څېړنې او نورو داسې پېښو د مخنيوي ډاډ ورکړی.

د ياد شوي برید په ورځ په کابل کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار پر کور او جومات هم برید وشو، چې د حکمتيار د ساتونکو مشر پکې وژل شوی او دوه تنه نور ملګري يې ټپيان شوي دي.

د دواړو بريدونو مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...