پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+شاهرخ خان عمره وکړه

شاهرخ خان عمره وکړه

خبریال: داودجبارخیل

د هند مشهور اداکار شاه رخ خان، چې د عمرې د ادا کولو لپاره د خپلو مینه والو په زړونو کې پاچهي کوي، عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو تصویرونو او ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې نوموړی په مسجدالحرام کې یې احرام اغوستی دی.

 د شاه رخ خان مینه والو د خپلې خوښې هنرمند د احرام په حالت کې لیدلو ته خپله مینه ښودلې ده.

د بالیووډ پاچا شاهرخ خان دا مهال د خپل فلم “ډنکي” د شوټینګ لپاره په سعودي عربستان کې دی، چې د شوټینګ له بشپړولو وروسته یې د عمرې حج ادا کړ.

شاه رخ خان په خپل ویډیويي پیغام کې ویلي چې په سعودي عربستان کې د فلم د شوټینګ له بشپړولو پرته بل څه د خوښۍ وړ نه دي.

شاه رخ خان د سعودي د حکومت او د کلتور وزارت څخه مننه وکړه او د فلم د شوټینګ ترسره کول یې یوه په زړه پورې تجربه وبلله.

د شاه رخ خان نوی فلم ‘ډنکي’ به په ۲۰۲۳ کال کې سینما ته وړاندې شي، د ډنکي فلم تر څنګ یې په ‘پتان’ او ‘جوان’ کې هم خپل جوهرونه ښودلي دي چې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په ۲۵مه به نندارې ته وړاندې شي.

تر دې مخکې د بالیووډ مشهور اداکار عامر خان هم په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د حج فریضه ادا کړې وه.

عامر خان له خپلې مور سره د حج د فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب