څو لنډ تأثرات
انسان په خپلو ورځنیو چارو بوخت وي، د ټولنیز ژوند یواځې ظاهري بڼه ګوري، ماشومان ښوونځیو ته ځي، په جوماتونو کې جمعې کېږي، مازیګر لمر تر غرونو پناه کېږي او سهار بیا راپورته کېږي، هر څه عادي او رنګین تر سترګو کېږي، خو د انساني ژوند تیاره او وېرونکي اړخونه نه ویني، د ژوند په دې تورتم او تیارو برخو کې داسې څه روان وي چې د انسان غوني ځېږه کوي او کله کله یې له ډېر حیرانتیا په زړه یوه داسې وېره خپره شي چې لاسونه او پښې یې رېږدي.
هو «پُولِ سوخته د دنیا پای» اثر مو د یوې داسې تراژېدۍ تل او ژورو ته بیایي چې په خبرېدو یې انسان د افسوس اوښکې تویه وي او د هغو انسانانو کړنو ته حیران پاتې کېږي چې څه ډول د خپلو مادي ګټو په خاطر د سلګونو زره انسانانو له ژوند، د هغو له هیلو، کورنیو او ماشومانو سره لوبې کوي.
لومړی: که څه هم د کتاب لیکوال(نستو نادري) په نشو د روږدي کېدو د پیل کیسه په ډېرو لنډو ټکو کې بیان کړې ده او داسې ښیي چې بس رئیس وغوښتلم او ټابلیټ (k) یې راکړه او تر هغه وروسته د تدریجي مرګ یعنې د شیشې او پوډرو د نشو وېرونکې کندې ته ور ولوېده، خو د اثر په یوه برخه کې یې بیا لیکلي دي چې د سینما د یوه هنرمند رهګذر کوټې ته به تلم او هلته به مو څښاک کاوه. د دې خبرې له راوړلو څخه موخه دلته دا ده چې انسان په ډېره ناڅاپي او ډراماتیکه توګه د تباهۍ او بربادۍ توپان له ځان سره نه اخلي، دا انسان دی چې په قرار قرار او د خلاصون له ډېرو فرصتونو او چانسونو وروسته، د تباهۍ د ښامار خولې ته ځان ورغورځوي. که انسان هره ورځ له ځان سره محاسبه وکړي، په خپلو ورځنیو کړو بیا کتنه وکړي او خپل ځان وارزوي، نو بیا هېڅکله هم له مرګ څخه له بدترو پېښو او جنجالونو سره نه مخامخ کېږي.
دوهم: انسان د خپل همنوعه له خوا تباه او بربادېږي، کله نا کله مادیات او پیسې دومره ارزښت پیدا کړي چې انسان د مادي ګټو لپاره د نورو انسانانو تباهۍ ته مټې رانغاړي، دا کتاب مو له دې خبروي او د نشيي توکو ناترسه سوداګرو ته دا وریادوي چې د څو روپیو د ګټلو او له خپلو ماشومانو سره د څو ورځني فاني ژوند په رنګینه توګه تېرولو له امله او ستا دا بدمرغه ناروا سوداګري د نورو انسانانو له ژوند سره څه کېږي، ستا په دې کاروبار سره د یوه انسانان د هیلو، کرامت او درنښت غوټۍ د ذلت کندو ته نه لوېږي، بلکې یوې کورنۍ، یو ځوانې تورسرې، سپین سرې مور او بوډا پلار ته ټول عمر له اوښکو تویولو پرته بل څه نه ورکوي.
درېیم: دا اثر بل مهم پیغام د وخت زمامدارانو او چارواکو ته دی، حضرت عمر فاروق (رض) به ویل که زما په واکمنۍ کې د یوه پله د ماتېدو له امله د یوې اوزې پښه ماته شي، الله ج به یې له ما څخه پوښتنه کوي او زه به یې مسؤول یم. له بده مرغه په اوسني وخت کې انسانان دومره د واک نشې او خمار په سر اخیستي دي چې نه دنیوي او نه هم اخروي مسؤولیت منلو ته غاړه ږدي. تاسو د دې کتاب په پاڼو کې د بشر د حقونو د علمبردارانو په خوا کې داسې صحنې وینئ چې د مسؤولو چارواکو له همکارۍ او شراکت پرته دا ناشونې ده چې د هېواد په زړه کې دې، د نشيي توکو دومره ستر کاروبار دوام ومومي، بلکې د کتاب لیکوال په څرګندو ټکو لیکي چې د پُل سوخته په سیمه کې هر چارواکي د نشیي توکو له کاروباریانو څخه پیسې اخیستلې او حتی هغه کسان هم په دې ناوړه کار کې شریک وو چې د نشیي توکو پر وړاندې د مبارزې د ادارو او بنسټونو غړي وو.
څلورم: کتاب یو ځانګړی کشش لري، له پیل کولو سره سم انسان له ځان سره اخلي، له یوې پاڼې لوستلو وروسته یې بلې پاڼې ته تلوسه وي، ما خپله چې کتاب پیل کړ د شپې ناوخته وه، خو بیا مې هم د شپې تر یوې بجې د اثر دوه برخې ولوستلې او سهار مې هم بېړه وه چې د کتاب پاتې برخه باید ژر ولولم. لامل یې زما په نظر دا دی چې د اثر عاطفي او احساسي اړخ ډېر قوي دی. لیکوال خپل عواطف په داسې توګه بیان کړي دي چې په ډېرو ځایونو کې لوستونکی هم بې په سلګو سلګو ورسره ژاړي. لیکوال کیسه کوي چې یو ځل په خپل موټر کې پروت وم او دوه درې ورځې مې ډودۍ نه وه خوړلې او ډېر کمزوری شوی وم، چې یو چا د موټر ښیښه را وټکوله چې ور ومې کتل یوه هزاره خور وه او څه خوراکي توکي یې را کړل او ویې ویل چې پرون داسې تېره شوم ما ویل مړ یې او ټوله شپه مې په سترګو کې تاوېدې او په داسې حال کې چې له سترګو یې بې دریغه اوښکې روانې وی، زیاته یې کړه، زما هم یو ځوان ورور د همدغو بدمرغه نشو او پوډرو له امله تر همدې پله لاندې مړ شو، اوس ډېری له ځان سره فکر کوم چې وږی به مړ شوی وي.