Homeخبرونهملایعقوب مجاهد د یوه پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته لاړ

ملایعقوب مجاهد د یوه پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته لاړ

تاند(شنبه، د قوس ۱۲مه) د طالبانو د حکومت دفاع وزیر ملامحمدیعقوب مجاهد نن په یوه رسمي سفر متحده عربي اماراتو ته لاړ.

دا له کله چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسیدلي دي، بهر ته د ښاغلي مجاهد دوهم سفر دی.

تېر ځل ملایعقوب مجاهد د قطر د امیر په رسمي بلنه دوحې ته تللی و او د دغه هیواد چارواکو یې تود هرکلی وکړ.

د ملایعقوب مجاهد په اړه عمومي تصور دا دی چې د طالبانو په منځ کې تر ټولو ډېر خپلواک او ملي دریځ لري. دا هم ویل کېږي چې تېره اوونۍ یې د پاکستان د بهرنیو چارو له مرستیال وزیرې حنا رباني سره له لیدو ډډه کړې وه.

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت نن ماښام ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ملایعقوب مجاهد د یوه پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته روان شوی دی.

په خبرپاڼه کې د دغه سفر هدف د متحده عربي اماراتو له مشرانو سره خبرې، په اماراتو کې له مېشتو افغانانو سره کتنې او د خلیج د سیمې له هیوادونو سره د طالبانو د اړیکو ټینګښت بلل شوی دی.

اماراتو ته د چارواکو سفر له دې کبله هم مهم دی چې د افغانستان مخکېنی ولسمشر محمد اشرف غني هم په دغه هیواد کې مېشت دی.

1 COMMENT

  1. له طالبانو کرکه لرم خو دا د احمد شاه بابا کړوسی را مستقله افغان ښکاری. دا چی له کونی کهر سره یی ملاقات ونکړ بیا می لږ نو هم خوښ شو. زنده باد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...