یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپخوانی ولسمشر د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په لومړي بهرنی...

پخوانی ولسمشر د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په لومړي بهرنی سفر ووت

تاند(شنبه، د قوس ۱۲ مه) د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په لومړي ځل له هیواده ووت.

عمرزاخیلوال، چې د کرزي د حکومت په وروستۍ دوره کې د مالیې وزیر و، نن پر خپله ټویټرپاڼه له کرزي سره خپل عکس، چې دواړه په الوتکه کې سپاره دي، خپور کړی او لیکلي یې دي چې دوی یوځای بهر ته ځي او هیله لري چې ژر بېرته به خپل هیواد ته ستانه شي.

په وروستیو کې ادعا شوې وه چې حامد کرزي له طالبانو غوښتي چې ده ته اجازه ورکړي چې د درملنې لپاره جرمني ته لاړ شي خو طالبانو اجازه نه ده ورکړې. وروسته پخواني ولسمشر دا خبر رد کړ.

زاخیلوال په خپل ټویټ کې نه دي ویلي چې دی اوکرزی کوم هیواد ته روان دي. خو ګومان کېږي چې دوی جرمني ت روان دي.

زاخیلوال او د کرزي دفتر په دې اړه چې د ښاغلي کرزي د سفر هدف څه دی، وضاحت نه دی کړی.

کرزی او عبدالله د پخواني حکومت دوه تر ټولو جګپوړي چارواکي وو چې د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه کابل ته د طالبانو له ننوتو وروسته په دې ښار کې پاتې شول. عبدالله په تېرو ۱۵ میاشتو کې څو ځلې د خپلې کورنۍ د غړیو د لیدو لپاره هند ته تللی دی خو کرزی تراوسه حتي له کابله هم نه و وتلی.

1 COMMENT

  1. الله مو بیرته مه راوله حرامیانو دواړه غله یاستی. تاسی باید محاکمه شوی وای رزیلانو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب