جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنبیل وايي، هند راڅخه ویزه اخیستې ده

نبیل وايي، هند راڅخه ویزه اخیستې ده

تاند(شنبه، د قوس ۱۲مه) د افغانستان د ملي امنیت یو پخوانی ريیس رحمت الله نبیل ادعا کوي چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته هند ورڅخه ویزه اخیستې ده.

نبیل یوې هندي ورځپاڼې (دي هندو) ته په مرکه کې ویلي، وروسته له دې چې طالبان د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته ورسیدل، د هند حکومت د ده او نورو هغو افغانانو، چې د هند دوستان وو، وېزې لغوه کړې.

نبیل، سره له دې چې د طالبانو سخت منتقد دی، یو له هغو کسانو څخه دی چې د تېر جمهوري نظام په مهال یې له حکومت سره سخت مخالفت کاوه. ده وروسته له دې له پخواني حکومت سره مخالفت پیل کړ چې د ملي امنیت له ریاسته لېرې شو او بله دنده ورنه کړل شوه.

نبیل (دي هند) ورځپاڼې ته ګیله کړې چې د افغانستان د پخواني حکومت د یوې سیاسي څېرې په توګه یې هیڅکله توقع نه لرله چې هند به داسي کوي.

ده زیاته کړې چې د هند حکومت حتي هغو پخوانیو افغان چارواکو ته، چې سیاسي یا دیپلوماتیک پاسپورټونه یې لرل، اجازه نه ده ورکړې چې د خپلو کورنیو د غړیو د لیدو لپاره هند ته سفر وکړي.

د عبدالله عبدالله په شمول د یو شمېر پخوانیو چارواکو کورنۍ په هند کې اوسي.

د هند حکومت د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د سلګونو محصلانو په شمول د افغانانو ویزې لغوه کړې او ویې ویل چې دا کار یې د امنیتي اندېښنو له کبله کړی دی.

د هند حکومت ویلي و چې افغانانو ته به د ویزو ورکړه له سره په الیکترونیک ډول پیل کړي خو افغانان په تیره بیا محصلان شکایت کوي چې درسونه یې په نیم کې پاتې دي او د هند د ویزو د ورکړې پروسه لا هم نه ده پیل شوې.

د هند حکومت په وروستیو کې کابل ته یو شمېر دیپلوماتان واستول او د طالبانو له حکومت سره یې هم اړیکې پیل کړې.

خو نبیل وايي چې هند دې له پخوانیو مشرانو سره هم اړیکې وپالي.

هند په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان له بیارغونې او پرمختګ سره د مرستې لپاره شاوخوا ۴ میلیارد ډالره مرسته وکړه. د سلما بند، د ملی شورا ودانۍ، د زرنج دلارام سړک او ګڼې نورې پروژې د هند په مالي مرسته جوړې شوې دي.

2 COMMENTS

  1. یواځی د هند څلور میلیارد او د سل میلیاردو ډالرو نه زیات نور نړیوال کمکونه علاوه پر داخلی عوایدو
    د افغانستان لپاره ډیر لوی مصرف دی ،خو افسوس چې دا مصارف ،عاقل متخصص افغان کړی وای، زموږ د ملی ګټو ،ملت جوړونی،ملت ساتنی،رشد او تکامل په لار کی۰
    دجاهلی متعفنو تعصباتو ترویج،بهرنی فاسق و فاجر افغان ترجمانانو ته د متخصصینو او اهل امانات ،مسئولیتونه سپارل او په اراذلو د ملتونو خدمت او ساتنه احمقانه تصور وو چې پر ملت بیا تجربه شو ،د عسکر یا مجاهد د غذا، البسی،بوټانو او ادویه نه غلا او د قوماندان د ښځی ګاڼه هغه هم تر وَرَنو او کثیرالابعاد فساد د امراوو بی له سقوط او د ملت د تباهی نه څه نتیجه درلودی شی ؟
    هند پر ځای چلند کړی د مفسدینو بیا ازمایل به بیا هم خطا وی،لکه د بُن معامله او انجام یی تر نڼه۰
    اوس هم که تر هر نامه او لباس لاندی انحصار،ظلم او بی عدالتی،او امانات اهل ته یی نه سپارل کیږی ،دا به تر مخکی هم بد عواقب ولری ځکه فسادالعالِم فسادالعالٙم بلل شوی۰

  2. د همت د لیکنې نه سر معلو م دي او نه هم پاې. زه فکر کوم دی کیدې شي له خپل پلار سره اختلاف ولري. لیکوالي نه یوازې فن بلکې مقدس مسلک دی او دا کمیس په تا ډیر لوى دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب