جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ورېښمو دودیز صنعت د نړیوال میراث په توګه د افغانستان په...

د ورېښمو دودیز صنعت د نړیوال میراث په توګه د افغانستان په نوم ثبت شو

تاند(شنبه، د قوس ۱۲ مه) د ملګروملتو علمي – کلتوري ادارې، یونسیف د ورېښمو چینجي روزنه او په دودیز ډول د ورېښمو تولید د افغانستان په نوم د نړۍ د کلتوري میراث په توګه ثبت کړ.

یونسکو دا پرېکړه د مراکش په پلازمېنه رباط کې د ناملموسو کلتوري میراثونو د ساتنې د کمېټې د اوولسمې غونډې په څلورمه ورځ وکړه.

په دودیز ډول ورېښم د ورېښمو د چینجي له پیلې یا هګیو څخه ترلاسه کېږي او د ورېښمو چینجي د توت ونې پاڼې خوري.

د ورېښمو صنعت په افغانستان کې یو مهال ډېر له ګټې وټې ډک کاروبار ګڼل کېده خو اوس دا صنعت د ختمېدو له خطر سره مخامخ دی.

یونسکو په وروستیو ورځو کې د یلدا شپه یا د کال تر ټولو اوږده شپه او په دې مناسبت د افغانستان او ایران د خلکو ځانګړي دودونه د دغو دوو هیوادونو په نوم د نړۍ په کلتوري میراث کې شامل کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب