جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمخکينی افغان سفير:‌ اسلام اباد کې زما د لور د تښتولو قضيه...

مخکينی افغان سفير:‌ اسلام اباد کې زما د لور د تښتولو قضيه تر اوسه ونه څېړل شوه

تاند:(شنبه، د قوس دولسمه) ‏‏‏‏په پاکستان کې د افغانستان مخکیني سفیر نجیب الله علي خېل د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې د خپلې لور د تښتولو قضیې په نه څېړل کیدو اعتراض وکړ.

نوموړي په یوه ټویټ کې لیکلي:«‏د بهرنیو دیپلوماتانو حفاظت د کوربه هیواد مسوولیت ده، خو بدبختانه یونیم کال پخوا د ټولو نړیوالو او اسلامی اصولو خلاف، زما(سفیر) لور په رڼا ورځ اسلام آباد کې اختطاف شوه. عاملین ونه نیول شول او پیښه د کوربه هیواد لخوا پټه شوه.اصلې هدف زمونږ هیواد او ملې احساساتو ته څرګند سپکاوی وه.»

مخکيني افغان سفير دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې پرون په کابل کې د پاکستان پر سفارت ډزې شوي او يو امنيتي کارکوونکی ېې ټپي شوی.

پاکستان پر دغې پېښې توند غبرګون ښودلی، خو طالب چارواکو د داسې پېښو د مخنيوي ډاډ ورکړی.

2 COMMENTS

  1. که موږ بېکاره او بېخونده خلک (ملت) نه وای، نو د چا پلار به موږ او يا زموږ ناموس ته په سپکه سترګه نه کتلای.
    که موږ بېکاره او بېخونده نه وای، نو د تاريخ په ټولو پړاوونو کې به هېڅکله چا راباندې تاړاکونه او يرغلونه نه کولی.
    که موږ بېکاره او بېخونده نه وای، نو هېڅکله به مو نورو ته د راتګ زمينه او پلمه نه برابرولی او نه به مو راغوښتل.
    دا ټول تاريخ چې راوسپړې کله يو بېګانه او کله بل بېګانه راپورته کړي وو، خو هېڅکله مو خپلو ګرېوانونو ته سر کښته نه کړ چې دا موږ څه کوو؟ ولې موږ ځان نه شو ساتلی چې تل مو بېګانه مېلمانه وي؟
    دومره بېځايه پرړې کوو چې انګرېزان، روسان او ان امريکا مو له ۵۲ هېوادونو سره ماته کړه، خو پنجابي را کې پړي اچولي او ګردې تاڼې يې راباندې ډکې کړي. کله راباندې دروازې بندوي او کله مو مالونه په بندرونو کې ايسار کړي او موږ څه نه شو کولی. هغه د ترکمنستان او هوايي دهليزونو بديلي ليآرې مو پيدا کړې چې هغه خو لا څه چې اوس يې ټول هېواد په واک واختيار کې دی. د هېواد په هره حساسه شعبه کې راته ناست او رګ رګ يې زموږ کنټرول کړی. د بادار په غلامۍ شرمېدو چې اوس يې د غلام په غلامۍ وياړو.

  2. محترم سفیر صاحب ، پاکستان د خپل کرغېړن پیدایښت له ورځې له افغانانو سره دښمني کړې ، هېڅکله له افغانانو ، افغان دولتونو او د هغوی له استازو سره یې د یوه ښه ګاونډي په حیث چلند نه دی کړي . په تېرو نژدې پنځوسو کلونو کې یې د افغانستان پرضد تبلیغاتي جنګ او مستقیمه مداخله زمونږ په کورنیو چارو کې جاري ساتلې ده .
    عبدالخالق فراهي د دوی د استخباراتو له خوا اختطاف او د بیا رشوت په مقابل کې خوشې شو.
    د ټالبانو پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف یې د برحالې دندې په وخت لوڅ لپړ خپلو دوستانو ته تسلیم کړ .
    ایکاش د دې منافق ګاونډي پرځای مونږ ته یو عادل او نېک کافر ګاونډی په نصیب کړی وای .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب