Homeخبرونهد عبدالله مخکيني ویاند سرور دانش فرصت غوښتونکی، منافق او دروغجن وباله

د عبدالله مخکيني ویاند سرور دانش فرصت غوښتونکی، منافق او دروغجن وباله

تاند:(شنبه، د قوس دولسمه) ‏‏‏‏د جمهوري نظام پر مهال د مصالحې عالي شورا د پخواني رييس عبدالله عبدالله وياند او نيږدې ملګري مجيب الرحمن رحيمي د پرزول شوي جمهوري نظام د دويم مرستيال سرور دانش په وروستيو څرګندونو، چې د افغان کليمې او فېډراليزم په اړه يې کړي، توند غبرګون ښودلی.

رحيمي، چې د افغان کليمې مخالفت او د افغانستان د فيدرالي کيدو غوښتنه تر ډېره خپله نظريه بولي او په دې نوم سياست کوي،

نوموړي د جمهوري نظام پر مهال سرور دانش د يادو څرګندونو سر سخت مخالف بللی او ویلي، چې وروستۍ څرګندونې يې په ډاګه کوي چې دانش فرصت غوښتونکی، مناقق او دروغجن دی.

مجیب الرحمن رحیمي دغه راز سرور دانش « ډ ورځې د نرخ سړی» ګڼلی او ویلي، چې هغه نه هغسې « بې مالګې» او نه لکه اوس« تروش» ښه ښکاري.

‏سرور دانش په یوه تازه مرکه کې له خپل افغانیت څخه منکر شوی، چې د خلکو توند غبرګونونه ېې را پارولي.

 دانش د بي بي سي دې پوښتنې ته په ځواب کې چې آيا ځان افغان بولي ویلي؟:« په دې اړه افغانان د نظر اختلاف لري، د اساسي قانون د جوړیدو پر وخت هم په دې اړه ناندرۍ وې.»

نوموړي دغه راز په افغانستان کې د فېډرالي نظام د رامنځته کیدو غوښتنه کړې ده.

ډېرو نورو افغانانو هم سرور دانش په دغو څرګندونو غندلی او د هغه څرګندونې یې د پردو په اشاره په افغانستان کې د ملي یووالي او ملي هويت خلاف دسیسه بللې ده.

ښاغلي دانش د خلکو نیوکو ته غبرګون نه دی څرګند کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...