دوشنبه, مې 6, 2024
Home+شری، سرخکان یا Measles وپیژنئ؟

شری، سرخکان یا Measles وپیژنئ؟

لیکنه: ډاکټر مجاهد جبران

د شري یا سرخکان نوم له دې امله چې په بې ساري ډول ساري دی او په افغانستان کې یې پیښې زیاتې دي ډیر مشهور دی.

دا ناروغي د یو ډول وایروس په واسطه مینځ ته راځي چې یوازینی کوربه یې هم انسان او ډیر له پخوا څخه د انسانانو په مینځ کې خپریدونکې ناروغي ده.

ویروس یې له ناروغ کس څخه روغ کس ته د ټوخي پرنجي او د ناروغ د پوزې او خولې له افرازاتو سره د مستقیم تماس په واسطه انتقالیږي.

د انتقال ښه وخت یې په بدن د سرو ټکو، بخار یا سرکیو له راښکاره کیدو څخه څلور ورځې مخکې او پنځه ورځې وروسته دی یعنې په دې وخت کې یې انتاني قدرت زیات وي.

  کله چې ویروس د انسان تنفسي سیستم ته دننه شي تر دوولسو ورځو پورې وخت نیسي چې په شخص کې د ناروغۍ عوارض او علامې راڅرکندې شي.

په اول کې ناروغ ته تبه پیدا کیږي چې ټیټه درجه وي او د پوزې بهیدل د سترګو سوروالی او ټوخی (چې وچ سخت او د شپې له خوا زیات وي) ورسره وي.

د ناروغۍ په دوهمه یا دریمه ورځ د ناروغ کس د خولې په خالیګا کې سپین رنګه تڼاکې چې شا وخوا یې سره وي مینځ ته راځي چې د ناروغۍ ښه تشخیصه علامه ده خو موقتي وي او په لنډ وخت کې بیرته ورکیږي.

په څلورمه ورځ په ناروغ کې د غوږونو شاته وړې سرکۍ یا بخار جوتیږي، تبه لوړه ځي او سرکۍ د پاس خوا نه لاندې خواته مخ، غاړې، سینې لاسونو، ورانونو، لنګیو او پښو ته خپریږي چې اول کې یی رنګ سور خو لس ورځې وروسته یې رنګ نسبتا نسواري شکل ته تغیر کوي، کله کله په سرکیو کې وینه هم راځي چې په داسې حال کې د پوزې، خولې او (مقعد) له لارې هم د وینې د جاري کیدو امکان وي.

ناروغي د ښوونځی عمر ماشومانو (نهمه میاشتني عمر پورې ماشومان کم نیسي)، سوء تغذی او هغو خلکو کې چې د بدن داخلي دفاعي قوت (معافیت) یې ځپل شوی وي (معافیت ځپونکی ناروغۍ لکه ایډز، کنسر او نورې ولري یا ځینې معافیت ضد دواګانې استعمالوي) کې کړکیچن حالتونه رامینځ ته کوي.

دوه ځانه (حامله) ښځې هم زیاتې متاثره کولای شي.

د غوږونو التهاب او سینه بغل په کې عام مینځ ته راتلونکي حالتونه دي خو ددې تر څنګ دسږو د ځینې نورو ناروغیو، خنجرې او ستوني د منتن کیدو سبب هم ګرځي.

په هضمي سیستم کې د دومداره اسهال، اپنډسي (اپنډیسایټس)، د ینې او توري د التهاب لامل کیږي او د ناروغ په شکایتونو کې د نس درد هم شامل دی.

په کم شمیر ماشومانو کې دماغ هم التهابي کیږي خو که ټول دماغ (مرکزی عصبی سیستم) (SSPE) منتن او تخریب شي نو ناروغ ته جټکې پیداکوي چې دا حالت د فیصدی په حساب ډیر کم او په یو لکو ناروغانو کې ښایې یوه ته پیښ شي چې بالاخره په خواشینی سره زیاتره وخت د ناروغ په مرګ پای مومي.

د شری ناروغۍ تشخیص د کلینکی عوارضو، نښو او یو لړ معایناتو په واسطه په اسانۍ سره کیدای شي.

درملنه یې د ناروغ تقویه کول دي، چې د تبې درمل، د ړوندیدو دخطر د مخنیوی او د معیوبیت او مړینې د کچې د راټیټدو لپاره د ویټامین اې تطبیق، کافي غذا او د مایعاتو ورکړه په کې شامله ده.

هغه ناروغان چې نورې اړوند ستونزې په کې رامینځ ته شوی وي د متخصص ډاکټر مشورې او ښه نرسنګ څار ته ضرورت لري.

شری په اسانه توګه د شری د واکسین د تطبیق په واسطه وقایه کیږي چې لومړی ځل په نهه میاشتنی او بیا ځل په اته لس میاشتنی عمر کې ترسره کیږي.

خو ان تر پنځه کلنی عمر ماشومانو ته هم که واکسین ورکړل شي ګټه کوي.د شری د واکسین د موثریت کچه % ۹۵ سلنه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب