Homeخبرونهملګري ملتونه:د افغانستان د بې ځايه شويو ۳ نیم میلیونه تنو تر...

ملګري ملتونه:د افغانستان د بې ځايه شويو ۳ نیم میلیونه تنو تر نیمايي ډېر یې ښځې او نجونې دي

تاند:(شنبه، د قوس دولسمه) ‏‏‏‏ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ په افغانستان کې د داخلي بې ځايه شويو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي، چې بې ځايه کيدو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي او جبر کچه لوړه کړي ده.

یاد شوی بنسټ ټینګار کوي، چې نور د دغو بشري حقونو د نقض موده باید پای ته ورسیږي.

ملګرو ملتونو جګړه، نا امني، له مجازاتو بښل کېدل، د خوړو نه خونديتوب او حتا کرونا ویروس پر ښځو د تاوتريخوالي زیاتیدو اصلي لاملونه ګڼلي دي او په افغانستان کې ېې ورسره پر زیاتې مبارزې ټينګ کړی.

 دا اندیښنې په داسې حال کې دي، چې نورو مختلفو نړيوالو سازمانونو د بشري او اقتصادي ناورين له امله د افغانستان دننه او بهر د کډوالۍ د کچې د لوړيدو خبر ورکړی.

ځينو رسنيو له یو شمېر سیمو څخه د داخلي بې ځايه شويو د کم عمرو نجونو د جبري ودونو راپورونه ورکړي او ويلي، چې لوړ عمره خلکو ته د پیسو په بدل کې ورکول کېږي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد بيا بلخ ته د یوه وروستي سفر پر مهال ويلي، چې د دوی له بيا واکمنيدو سره شاوخوا يو ميليون داخلي بې ځايه شوي کسان خپلو اصلي سيمو ته ستانه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...