سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهد ملا متقي او حنا رباني د لیدنې جزييات؛ ط-الب پلوه شنونکي...

د ملا متقي او حنا رباني د لیدنې جزييات؛ ط-الب پلوه شنونکي هم ترې ناراضه دي

تاند:(سې شنبه، د قوس اتمه) ‏د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت د وزیرې حنا رباني کهر په مشرۍ پلاوي سره د دغه وزارت د طالب وزیر مولوي امیرخان متقي د غونډې جزييات خپاره کړل.

سرچينه وايي ملا متقي د افغان بنديانو د خلاصون، د مسافرو د تلو راتلو او په لارو د اوښتو په برخه کې دسهولتونو د را منځته کولو، د تجارت او ترانزيټ په برخه کي د پرمختګ او چټکتیا په اړه پاکستاني لوري ته یادونې وکړې.

همداراز یې د تاپي، ټاپ، اورګاډي د لین او نورو لویو پروژو پیل کولو ته امادګي وښوده، د سیاسی اړیکو، اقتصادي ودې او امنیت په اړه یې د خپلې ادارې موقف څرګند کړ.

ويل شوي ،چې پاکستاني پلاوي په پاکستان کې د افغان مهاجرینو سره د ښه سلوک، د تګ راتګ په لارو  او د ویزو په برخه کې د ستونزو د حل په باب د همکاریو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې له افغانستان سره د تجارت ‏او ټرانزیټ د پیاوړتیا او پراختیا په هکله به لازم ګامونه پورته کړي.

حنا رباني کهر وویل:« افغانستان او پاکستان دوه مسلمان همسایه هیوادونه دي او کلتوري مشترکات هم سره لري نو د دواړو هیوادونو حکومتونه باید یو بل سره همکاري وکړي او دوه اړخیزې عامه ګټې خوندي وساتي.»

د طالبانو مشهور مدافع او د کابل پوهنتون استاد فيض محمد ځلاند د دې سفر په اړه وايي:«کابل ته د پاکستان، د اسلامي هېواد په استازولۍ میرمن حنا کهر راغلي تر څو په سمبوليکه توګه د ښځو د تعلیم، سیاسي فعالیت او ښځه د یو دولت د استازولۍ د کردار په بڼه را برسیره کړي، سفرتر ډېره په سبمولیکه ژبه د ښځو د حقوقو، فعالیت، تعلیم او زده کړو په کردار را څرخي.»

ښاغلی ځلاند د دغه سفر پايلو ته هيله من نه دی او دلايل ېې په دې ډول ښيي:«‏ددې تر څنګ کېدای شي د پاکستاني طالبانو په وروستیو بریدونو، د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د ناکراریو، ترانزیت او افغان کډوالو خبرې وکړي، د ۱.۱.۱ رسیمیت پیژندنې، اقتصادي ستونزو، بسپنو، سفر بندیزونو، تور لیست کې پاکستان هیڅ مرسته نه شي کولی, په ځینو برخو کې پاکستان خپله غرک دی.»

د پکتيا پخواني والي محمد حليم فدايي بيا په خپله ټویټر پاڼه له حنا رباني کهر څخه د طالبانو د بهرنيو چارو د وزیر ملا متقي د هرکلي عکس خپور کړی او دې اړه يې خپل غبرګون داسې څرګند کړی:«‏افغان مېرمن په حجاب کې هم په بازارونو کې وهل کېږې او خارجي مېرمن ته لاس په نامه ولاړ دي. اسلام یوازې یوه وسیله ده چې چېرې یې ګټه وي هلته یې کاروي او چې چېرې تاوان وي هلته ترې تېرېږې. موږ غواړو افغان مېرمن هم د حنا کهر غوندې د متقي صیب هم سیاله شي!»

د طالبانو وياندويانو د دغه سفر د پایلو په اړه څه نه دي ويلي.

5 COMMENTS

  1. درنو دوستانو السلام علیکم
    خلکو فکرکاو چی ځلاند به نور له شرمه چیری ښکاره هم نشی دا خو بیا هم خبری کوی!!؟
    خلکو دری تنه په یو کتار کی حسابول ځلاند، حسن حقیار او مطمین. په دوی کی مطمین تکړه او ولاړ سړی دی په ناپاکیو ملوث ندی ، خو دادوه نور هغه څیری دی چی خدای دی څوک د دوی له ریښتیانی حاله نه خبروی. حسن حقیار دطالبانوتیره دوره کی هرات کی بله ښځّه وکړه دهغی له کیسو دی خدای څوک نه خبروی او دا چی کابل کی یی شل کاله جمبوریت کی په مو سساتو کې له ټامیانو بدتر رول درلود هغه خو څه کوی او ځلاند د اخلاق تربیی او دریځ له پلوه ټولو ته معلوم شو نو پورته عکس کی د میرمن حنا مخی ته د استقبال لپاره ولاړ دی او بیا یی خبری ګورئ؟؟ ډیره ضرور ده چی ځوانان له دی کیسو پند واخلی مطمین صاحب نر سړی دی لکه ونه مستقیم په خپل مکان دی مطمین صاحب زما صنفی و بیا په خپل لیاقت انجنیر ی ته لاړ او استادانو او صنفیانو ته ډیر ګران و زه یی له وړکتوبه پیژنم ټوله کورنی یی مجاهده وه نو دریواړه په یوه تله تلل ناسم کار دی

  2. وایی مړی سي الله جلاالله شرموي په کفن کې غول وکړي خو لعنتي مرتدو غلامو طالبانو پرتګونه په ژوند په غولو ککړ کړل. دغې پنجابۍ رڼډۍ ته داسي په خندا ولاړ دي . افغانې د ثیرت خاوندې خوندو ته یې محشر جوړ کړی. تف لعنت په هغه طاغوتي اسلام سي له پنجابه ملحده خپریږي. 😡

  3. طالبان د دين د حفاظت لپاره نه، بلکې د ګاونډي د هر اړخيزو ګټو د تأمين او افغانستان د ګاونډي غېږې ته وراچول وو او دا دی ښه په تره اوس ګورو چې افغانستن د يو ګاونډي له لورې اداره کيږي.

  4. خبره خو دا ده چی د حنا ربانی د نامناسب لباس او د مېړه له اجازې پرته د نامحرمو نرانو سره د سفر په جرم په کابل کی په دُره وهلو محکومه سوېده او دا طالبی حد د ملا متقی لخوا اجراء کیږی، ملا متقی خپله دُره تر لمنی لاندی جمتو نیولې ده، کله چی عکاسان او ځلاند ساب بَغل ته سی نو پر حنا ربانی به د متقی ساب لخوا حد جاری او تطبیق سی ( البته د دُرو وهلو شمېر معلوم نه دئ، د متقی په مُټ او بازو اړه لری چی د څومره دُرو د ګوزار وس به ولری ).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب