جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان ته ورکړل شوې نغدې پیسې له یو نیم میلیارد ډالرو...

افغانستان ته ورکړل شوې نغدې پیسې له یو نیم میلیارد ډالرو واوښتې

تاند(سې شنبه، د قوس ۸ که) د افغانستان بانک نن (سې شنبه) اعلان وکړ چې د نغدو پیسو د مرستو په دوام کې څلوېښت میلیون ډالره نورې کابل ته ورسیدې.

د دغو پیسو له رارسیدو سره د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د بشري مرستې په توکه کابل ته د سپارل شویو نغدو پیسو شمېر ۱ ملیارد او ۶۷۳ میلیون ډالرو ته ورسید.

د افغانستان بانک پر اساس، دا نغدې پیسې، چې افغانستان ته د بشري مرستې په توګه ورلېږل کېږي، په کابل کې یوه سوداګري بانک ته سپارل کېږي.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته نړیوالې ټولنې افغانستان ته د بشري مرستې په نوم ۴۸ جوپې مرسته رالیږلې چې په ځینو جوپو کې ۴۰ میلیونه او په ځینو کې ۳۲ میلیون ډالره شاملې وې.

له دې بشري مرستو سره سره لوږه او بیوزلي په اوج کې ده خو باور کیږي که دا مرستې نه وای ښايي ډیر افغانان له لوږې او د هغې په وجه د ناروغیو له کبله مړه شوي وای.

که څه هم دا پیسې د نړیوالې ټولنې د بشري مرستې په نوم افغانستان ته رالیږل کېږي خو باور دا دی چې دا پیسې د امریکا له لوري افغانستان ته په دې خاطر راستول کېږي چې د افغانیو ارزښت ونه لویږي او د بیوزلۍ او لوږې مخه ونیول شوي.

ځینې کتونکي فکر کوي چې ممکن امریکا دا مرستې د دوحې د تړون په چوکاټ کې کوي. هغه تړون چې د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په ۲۹ د زلمي خلیلزاد او ملابرادر له لوري لاسلیک شو.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش جان سوپکو په وروستیو کې ویلي و چې ده ته څرګنده شوې چې امریکا د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته افغانستان ته یو میلیارد او سل میلیون ډالره استولي خو ممکن تر دې یې ډېرې لیږلي وي.

سوپکو ویلي چې د امریکا ادارې حاضرې شوې نه دي چې د دغو پیسو په اړه ده ته حساب ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب