شنبه, اپریل 20, 2024
Home+له اماراتو سره د کرکټ بورډ د موافقې ګټې

له اماراتو سره د کرکټ بورډ د موافقې ګټې

تاند (سې شنبه، د قوس ۸ مه) د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ بورډونو ترمنځ د یوې موافقې پر اساس به د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په راتلونکو ۵ کلونو کې د متحده عربي اماراتو له لوبغالي څخه د کورني میدان په توګه کار اخلي.

د دې موافقې پر اساس، افغانستان به د دې په بدل کې د پنځو کلونو په موده کې هر کال د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره درې ۲۰ اوره سیالۍ کوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د خبرپانې له مخې، د متحده عربي اماراتو کرکټ بورډ به د افغانستان له کرکټ بورډ سره د دفتر لپاره د ځای او لوبغاړو ته د وېزې د اسانتیا په شمول لوژیستیکي مرسته کوي.

همداراز به متحده عربي امارات له افغان لوبډلې فیس نه اخلي. د کرکټ بورډ په وینا پخوا افغان لوبډلې د هرې مسابقې لپاره متحده عربي اماراتو ته یو لک ډالره فیس ورکاوه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله، چې اوس د سریلانکا له لوبډلې سره په درو یو ورځنیو سیالیو بوخته ده، سریلانکا ته تر راونیدو مخکې هم په متحده عربي اماراتو کې تمرینونه وکړل.

خو کرکټ بورډ وايي، له دې وروسته به د نوې موافقې پر اساس په متحده عربي اماراتو کې تمرینونه کوي او نورې لوبډلې به د سیالیو لپاره په خپل کوربه توب متحده عربي اماراتو ته وربولي.

د افغانستان سیاسي شرایطو ته په کتو هیڅ بهرنی ټیم د سیالیو لپاره زموږ هیواد ته نه شي راتللی. تر دې وړاندې په تېرو شلو کلونو کې هم کوم بهرنی ټیم د امنیتي ستونزو له کبله افغانستان ته نه و راغلی.

د کوربه توب لپاره د لوبغالي د نه لرلو ترڅنګ د افغانستان د لوبډلې بله مهمه ستونزه د وېزې وه. څو ځلې افغان لوبغاړو ته متحده عربي اماراتو په وخت ویزه نه ده ورکړې او له دې کبله دوی له ستونزو سره مخامخ شوي دي خو په نوي قراداد کې دا ستونزه ظاهراً ختمه شوې ده.

د کرکټ د نړیوالې شورا یا آی سي سي له مهالوېش سره سم، افغانستان باید د راتلونکی کال تر نړیوال یو ورځیني جام وړاندې په خپل کوربه توب له استرالیا، پاکستان او ویسټ انډیز سره یو ورځینۍ او همداراز له زیمبابوې سره په نورو فارمټونو کې سیالۍ وکړي.

دا مسابقې به د متحده عربی اماراتو په دوبۍ، ابوطهبۍ او یا شارجه کې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب