جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد پاکستان نوي لوی درستیز رسماً واک ترلاسه کړ

د پاکستان نوي لوی درستیز رسماً واک ترلاسه کړ

تاند(سې شنبه، د قوس ۸ مه) د پاکستان د پوځ نوي لوی درستیز نن رسماً د پوځ قومانده په لاس کې واخیسته او ورسره هممهاله د آی ایس آی پخواني ريیس استعفا وکړه.

په پاکستان کې پوځ او په ځانګړي ډول د هغه مشر، چې لوی درستیز دی، تر ټولو زیات ټاکونکی دی. له همدې کبله نن د پاکستاني رسنیو تر ټولو مهم خبرونه په دې اړه دي چې جنرال عاصم منیر د پوځ د ۱۷ لوی درستیز په توګه قومانده ترلاسه کړه.

د پاکستان د ۷۵ کلن تاریخ نیمايي کلونه بشپړ واک د پوځ په لاس کې پاتې شوی دی.

د لوېدیځو رسنیو پر اساس، منیر په داسې حال کې لوی درستیز شو چې د ملکي حکومت او د هغه د سیاسي مخالف مشر عمران خان ترمنځ سیاسي اختلاف لا زیات شوی دی او له همدې کبله له یوې خوا د عمران خان تحریک انصاف ګوند د مظاهرو د بیا پیلولو اعلان کړی دی.

خو د پاکستان د نوي لوی درستیز لپاره به یوه تر ټولو ستره ننګونه ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو تحریک وي.

پاکستاني طالبانو د سږ کال په مې میاشت کې په کابل کې د افغان طالبانو د منځګړتوب د هڅو په نتیجه کې تر نامعلومې مودې پورې د پاکستان له پوځ سره اوربند وکړ خو دغه تحریک پرون (دوشنبه) په یوه بیان کې اوربند پای ته رسیدلی اعلان کړ او خپلو جنګیالیو ته یې د حملو د پیلولو امر وکړ.

په بیان کې ویل شوي چې دا مهال په مرکز لکي مروت او نورو سیمو کې د ټي ټي پي پر ضد د پاکستان د پوځ عملیات روان دي نو ځکه ولسوالانو، والیانو او ډلمشرانو ته چې په بیان کې د ډلګۍ مشرانو په نوم یاد شوي امر کېږي چې د هېواد په کچه خپلې انتقامي حملې بیا پیل کړي.

دوی همداراز ویلي: پاکستاني طالبانو څو ځلې خبرداری ورکړ او زغم یې وکړ چې له حکومت سره مذاکرات لږترلږه د دوی له خوا زیانمن نه شي، خو زیاتوي چې د پاکستان پوځ او استخباراتو خپل بریدونه جاري وساتل.

جنرال منیر، چې پخوا د پاکستان د استخباراتو د پوځي څانګې رييس و، د جنرال قمر جاودید باجوه له تقاعد کېدو وروسته لوی درستیز شو، د پاکستان د پوځ د مراتبو د سلسلې پر اساس ټاکل شوې وه چې د آی ایس آی پخوانی ريیس جنرال فیض حمید لوی درستیز ګومارل شوی وای خو ویل کېږي چې د نوموړي پر سر په دې خاطر چې له عمران خان سره خواخوږي لري، اختلاف و.

فیض نن استعفا اعلان کړه او داسې ښکاري چې د اعتراض په توګه یې دنده پرې ایښې ده.

د پاکستان د قوانینو له مخې، د پوځ د لوی درستیز د نومولو یا وړاندیزولو واک د صدراعظم دی خو د ولسمشر توشیح ورته پکار ده. د پاکستان اوسنی ولسمشر د عمران خان د تحریک انصاف غړی دی او عمران خان تمه لرله چې ولسمشر به له خپل کمزوري دریځ څخه په استفادې ګوندي یوه داسي کس ته د لوی درستیزۍ لاره هواره کړای شي چې که د ده خواخوږی نه وي نو لږترلږه بې پرې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب