سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په اړه تاجيکستان کې غونډه؛ د ملي سرود پر ځای...

د افغانستان په اړه تاجيکستان کې غونډه؛ د ملي سرود پر ځای د بلې ترانې غږولو خلک غوسه کړي

تاند:(سې شنبه، د قوس اتمه) د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د انستیتوت له لوري « د هرات امنیتي کنفرانس» نن د افغانستان د ملي سرود پر ځای د عبدالوهاب مددي په يوې ترانې پیل شوی.

دا دوه ورځینی کنفرانس په افغانستان کې د ټول ګډونه دولت د جوړېدو پر لارو چارو بحث ته ځانګړی شوی، چې د افغانستان لپاره د امريکا شارژدافیره، د اروپايي ټولنې او يو شمېر نورو بهرنيو هېوادونو استازي او يو شمېر افغان سياسي څېرې پکې برخه لري.

په غونډه کې د ملي سرود پر ځای د بلې ترانې غږولو ته يو شمېر افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې توند غبرګونونه ښودلي.

افغان ژورنالیست او لیکوال داود جنبش په خپله ټویټر پاڼه کې ليکلي‏:«که دا غونډه د افغانستان له پاره وي نو د عبدالوهاب مددي سندره یې استازیتوب نه شي کولای.

شمالي ټلوالې په ۲۰ کلو کې بیا بیا هڅه کړې دغه سندره د افغانستان د ملي سرود په نامه خپره کړي. آن د بېحېنګ اولمپیک کې هم دوشنبه کې اوسني سفیر او هغه مهال د افغانستان اولمپیک مشر ظاهر اغبر همدغه سندره غږولې وه.»

د کنفرانس جوړونکو د خپل دغه کار دليل نه دی ښودلی.

په ټولنیزو رسنیو کې يو شمېر افغانانو د دغې غونډې د ګډونوالو په اړه، چې ډیری یې د جمهوري نظام لوړپوړي چارواکي وو، توند غبرګونونه ښودلي او ویلي چې افغانان به له طالبانو ستړي وي او عاجل بدلون به غواړي خو دا بدلون د بدنامو او ناکامو پخوانيو چارواکو د بیرته واکمنولو په مانا نه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی