دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد ملاعمر قبر ته د ورغلي سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

د ملاعمر قبر ته د ورغلي سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

تاند:(سې شنبه، د قوس اتمه) د زابل په سیوري ولسوالۍ کې د طالبانو د تحریک د موسس ملا محمد عمر مجاهد د قبر د سړک جوړولو چارې پيل شوې.

ځایي خبري سرچينو خبر ورکړی،چې د دغڅ د ۸ کېلو متره سړک او ۱۲ پلچکونو د جوړولو لګښت د کندهار يوه سوداګر پر غاړه اخیستي دي.

د ملاعمر ملګري او د سرې مياشتې ادارې مرستيال ملا نورالدین ترابي وايي، د دغه سړک چارې به له پیل سره سم په یوه میاشت کڅ پای ته ورسېږي.

د طالبانو یو شمېر منتقدانو له دوی پوښتلي، چې مخکې ېې قبرونو ته ورتګ او د قبرونو رغول بدعت باله، چې اوس د خپلې ډلې د موسس د قبر پالنه او رغونه ېې ولې پيل کړې ده.

څه موده مخکې د پنجشېر لپاره د طالبانو والي په دغه ولایت کې د پخواني قومندان احمد شاه مسعود د قبر ساتلو او پاللو ته د يو کسانو د ګومارلو خبر ورکړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب