پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+د سپوږمۍ له مداره په ژوړندۍ بڼه

د سپوږمۍ له مداره په ژوړندۍ بڼه

تاند- ناسا د ارتمیس یو (Artemis 1) ستوربیړۍ ویدیو په ژوندۍ بڼه خپروي. په دې ویدیو کې اوریون (Orion) کپسول، چې د سپوږمۍ له مداره راڅرخي، لیدل کېږي.

د سپېس ویبپاڼې د راپور له مخې، دا ویدیو د اوریون کپسول په مرسته د مځکې په ۴۳۵ زره کیلومتره واټن کې ثبت شوې ده او مځکه او سپوږمۍ یې په بکراونډ لیدل کېږي.

(ارتیمس یو د سپوږمۍ له پاسه – لاندې ویدیو په ژوندۍ بڼه)

اوریون اوس د سپوږمۍ د ریتروګراد په مدار کې دی او د سپوږمۍ د مدار مخالفې خوا ته تر مځکې راګرځي.

دا ویدیو او تصویرونه د ارتیمس د راتلونکو پروګرامونو لپاره معلومات برابروي. ناسا غواړي په دې توګه ډاډ ترلاسه کړي چې ایا دا ستوربیړۍ په راتلونکو ماموریتونو کې ستورمزلي سپوږمۍ ته وړلی شي.

دا ویدیو د سپوږمۍ تر ټولو واضح ژوندي تصویرونه ګڼل کېږي.

په ۱۹۶۰ تمه او ۱۹۷۰ یمه لسیزو کې هم د سپوږمۍ ویدیوګانې په ژوندۍ بڼه خپرې شوې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب