دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهسرچېنې:ملا یعقوب له حنا رباني سره لیدنه رد کړې ده

سرچېنې:ملا یعقوب له حنا رباني سره لیدنه رد کړې ده

تاند:(سې شنبه، د قوس اتمه) خبري رسنيو د خپلو سرچينو له قوله خبر ورکړی، چې د طالبانو د حاکمې ادارې د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په بهرنيو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر سره د لیدنې غوښتنه رد کړې ده.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، حنا رباني کهر غوښتل، چې ملا یعقوب سره د دواړو هېوادونو تر منځ څ امنیتي مسایلو په اړه پر ځینو مسايلو وغږيږي.

رسمي سرچينو دغه خبر تایید یا رد کړی نه دی.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره له پیله تراوسه ملا یعقوب او ځينو نورو محدودو چارواکو د پاکستان سفیر او نورو چارواکو سره نه دي ليدلي.

ملا یعقوب د طالبانو په اداره کې پاکستان ته تابع چارواکی نه ګڼل کېږي.

د ځینو په باور، پاکستان هم نوموړي او پلویانو ته ېې ښه نظر نه لري او د منزوي کولو هڅه ېې کوي.

2 COMMENTS

  1. خدای مهربان ده چی همدغه ځوان دی ټولو پنجابیو او حرامی نوکرانو پوز په خاوره وموښې مګر ملاتړی ضروری ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب