پنجشنبه, مې 9, 2024
Home+بله دنيا: لنډه کيسه | لیکوال: فضل الحق نوري

بله دنيا: لنډه کيسه | لیکوال: فضل الحق نوري

– څوک شته یئ!

هیچا راته غږ ونه کړ.  تورې ورېځې مې په سر تاوېدې.  داسې تورې، لکه چا چې ورته د سکرو اوبه شیندلې وي. نه پوهېدم، چې څه وو، یوازې پر ظاهره انسانان معلومېدل؛ خو په حقیقت کې داړونکي حیوانات وو. ونو هم ځانونه له پاڼو لغړ کړي وو او داسې برېښېدلې، لکه چا چې سوې وي. وارخطا وارخطا مې یوه او بله خوا وکتل، تیارو نور هم د قهر څپې را تېزې کړې. له یوې خوا لکه تیاره خونې ته د رڼا یوه وړه دوربچه راخلاصه وه. ما هم د ځان دې خلاصون لپاره پر هغه خوا منډې کړې. تر څو غټو ګامونو وروسته مې پر مخ وینې را تویې شوې. شاوخوا مې وکتل، تیاره وه، هېڅ مې هم تر سترګو نشول. د مخکې تګ هڅه مې وکړه، د ونې له ښاخ نه راباندې مړ مرغه راولوېد. ورته ځير شوم، کوتره راته وبرېښېده. د ډار موجونه نور هم تېز شول، پښو مې لړزه پيل کړه. مخامخ رڼا هم ورو ورو پيکه کېده. بیا مې د منډې هڅه وکړه، څو بې واکه قدمونه مې واخیستل. نوره نه کېده، پښو هم خپله ملګرتیا راسره پرېښوده. شاوخوا مې وکتل، تر ما څو متره هاخوا دوې میرمنې ناستې وې. د غږ کولو هڅه مې وکړه، مګر ژبې راسره نه منله. د دوی په اړه فکر یوړم، له ځانه مې دوې ګړندۍ ګړندۍ پوښتنې وکړې ” دوی څوک دي، دلته پدې تياره کې څه کوي؟”

ځواب مې یې ونه موند. یو دم چیغې پيل شوې، سترګې مې ورپورته کړې. د اوږدو ویښتو او اوږدو ږیرو واله، چې د هماغه داړونکو حیواناتو له ډلې راته معلومېدل، په هغو دوو ښځو وهل شروع کړي وو. له هر ځل وار سره به یې د ” بې لارو حال” چیغه کوله. زه نور هم ووېرېدم، ځکه زه هم د هغو میرمنو په شان په دې دنیا بې لارې وم او د انسانیت ملاتړي مې کوله. سترګې مې پټې کړې، مګر لا هم د چیغو غږونه راتلل. یو دم مې پر سینه لاسونه کېښودل شول او څو ګړندي ګړندي زورونه پرې ووهل شول. سترګې مې پرانیستې، په روغتون کې د ناروغانو په کټ پروت وم او شاوخوا رانه ډاکتران او نرسان چاپير وو. د دې په لیدلو وپوهېدم، چې هغه بله دنیا وه.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب