پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت وايي، ۷۰ الوتکې یې ترمیم کړي

دفاع وزارت وايي، ۷۰ الوتکې یې ترمیم کړي

تاند(جمعه، د قوس ۴ مه) د طالبانو د حکومت دفاع وزارت وايي، د افغانستان د هوايي ځواک تخنیکي عملې او متخصصانو ۷۰ الوتکې او څرخکې ترمیم کړي دي.

د دفاع وزارت ویندوی عنایت الله خوارزمي د ترکیې انادولو خبري اژانس ته ویلي، دا الوتکې او څرخکې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې امریکايي پوځیانو له افغانستانه تر وتلو مخکې ویجاړې یا زیانمنې کړې وې.

ده ادعا وکړه چې دا الوتکې او څرخکې اوس الوت ته چمتو دي او د افغانستان هوايي ځواک ورڅخه کار اخلي.

خوارزمي په عین حال کې وویل، کله چې دوی د تېر کال په اګست کې کابل ونیوه، هیڅ الوتکه او څرخکه روغه نه وه او هیڅ یوه الوتلی نه شوای.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویندوی همداراز ویلي:«د اسلامي امارت په غوښتنه کابو ۴۰ پېلوټان او ټکنېشنان بېرته خپل هیواد ته راستانه شول او د زیانمن شویو الوتکو په ترمیم کې یې مرسته وکړه.»

ده په دې اړه چې د الوتکو پُرزې یې له کومه وموندلې، وویل:«موږ زیانمن شویو الوتکو او څرخکو ته پُرزې له هغو الوتکو اخلو چې ډېرې تخریب شوي او نور یې د ترمیم کېدو امکان نه شته ځکه چې پرزې ورته په بیه نه شو اخیستلی.»

د افغانستان د جمهوري حکومت هوايي ځواک ۱۸۳ الوتکې او څرخکې لرلې چې د هغو له منځه شاوخوا ۷۰ د تېر کال د اګست په ۱۵ مه د طالبانو د واک ته رسیدو په ورځ افغان پېلوټانو تاجکستان او ازبکستان ته والوزولې ځکه چې افغان پېلوټانو فکر کاوه چې طالبان به یې ممکن ژوندي پرېنږدي.

طالبانو په ځلونو له ازبکستان او تاجکستان څخه غوښتي چې دا الوتکې د افغانستان دي او بېرته یې ورستنې کړي خو دغو هیوادونو ویلي چې دا الوتکې د امریکا دي او امریکا ته یې سپاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب