جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهزهرا بلوچ: ط-انو سره د ناندريو د حل لپاره په مذاکراتو بوخت...

زهرا بلوچ: ط-انو سره د ناندريو د حل لپاره په مذاکراتو بوخت یوو

تاند:(شنبه، د قوس پینځمه) ‏د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ وايي، چې پر افغانستان د طالبانو حاکمې ادارې سره د وروستیو ناندريو د حل لپاره پر مذاکراتو بوخت دي.

نوموړې په يوه خبري غونډه کې وويل، چې د سپین بولدک -چمن لاره هم د همدغو مذاکراتو له امله بیرته پرانیستل شوې ده.

پر يادې لارې دوه اونۍ مخکې د افغانستان له لوري يوه تن پر پاکستاني ځواکونو ډزې وکړې او د يوه پاکستاني سرتیري د وژلو تر څنګ ېې څو نور ټپيان کړل.

په يوه ويډيو کې یوه کس، چې ځان یې احمد الله بلال او طالب باله، د دغو ډزو مسوولیت ومانه او ویې ویل، چې دغه کار ېې د پاکستاني ځواکونو له لوري افغان مېرمنو ته د سپکاوي په غبرګون کې کړی.

د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد بيا پر پېښې خواشيني وښوده او ويې ويل، چې بريد کوونکی کس نا معلوم دی او دوی ېې په اړه څېړنې کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ویلي، چې د داسې ناندريو د حل لپاره طالبانو سره د یوه هر اړخیزه کیمسیون په چوکاټ کې په خبرو بوخت دي، څو د نورو داسې پېښو مخه ونیول شي.

د ممتاز بلوچ په وینا، پاکستان به د طالبانو ادارې سره خپل تعامل ته دوام ورکړي.

د طالبانو ادارې پاکستان سره د دغو مذاکراتو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب