Homeخبرونهمجاهد امريکا د دوحې تړون د ژمنو عملي کیدو ته را وبلله

مجاهد امريکا د دوحې تړون د ژمنو عملي کیدو ته را وبلله

تاند:(جمعه، د قوس څلورمه) د طالبانو د حاکمې ادارې وياند ذبيح الله مجاهد يو ځل بيا پر امريکا متحده ايالاتو دوی سره د دوحې د ترسره کړي تړون د ماتولو تور پورې کړی.

مجاهد په تازه څرګندونو کې د طالبانو پر مشرانو د سفرونو د بندیزونو دوام او د دوی سره د دغه هېواد د اړيکو نه عادي کیدل د دوحې له تړون څخه د امریکا د سرغړاوي ادعا شوي موارد بللي.

د مجاهد په وينا، د امریکا د دغو سرغړاویو له امله د طالبانو مشران د ځينو سفرونو پر مهال له ځینو ستونزو سره مخ کیږي.

طالب ویاند دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د امریکا په ګډون د افغانستان بېلابېل سیاسي لوري او د طالبانو نور منتقدین دوی د دوحې تړون په نقض او د سولې بهير په ناکامۍ تورنوي.

طالبانو او امریکا دواړو په دې اړه د یو بل تورونه رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...