چهارشنبه, مې 8, 2024
Home+پر اطلاعاتو جنګ دی| سیدرضا ځلاند

پر اطلاعاتو جنګ دی| سیدرضا ځلاند

اطلاعات د اطلاع جمع ده، چې پوهول او خبرولو ته وايي اطلاعات له ډيټا څخه تر لاسه شوې پايله ده، چې تنظيم شوې وي او اطلاع هغه نوی پيغام ده، چې احتمالأ مخکې په عام ډول نه وي ترلاسه شوی د یوې مشخصې موضوع، پدیدې یا یوې مسلې په اړه لومړني معلومات دي، اطلاعات له معلوماتو سره فرق لري ډيره که دا دواړه مترادف يا يو بل پر ځای استعمالېږي، چې زما په اند اشتباه ده، معلومات د يو څه په اړه عام وي خو اطلاعات بيا د يو څه په اړه خاص وي مګر هغه معلومات چې خبري بڼه او ارزښت ولري اطلاعات ورته ويل کېږي ځکه په ژورناليزم کې د خبر يو اساسي شرط دا دی چې تازه وي او اطلاع د خبر يوه برخه ده، چې نوي او تازه پيغام مفهوم ورکوي.

معلومات شايد له ټولو يا اکثره خلکو ادارو سره وي خو اطلاعات له خاصو خلکو ادارو او اشخاصو سره وي د بېلګې په ډول يو ژورنالېست دی ډير خلک يې پيژني چې دا خو هغه ژورنالېست دی چېx  رسنۍ سره کار کوي دا معلومات دي خو دا چې دغه ژورنالېست له کومې ډلې يا سازمان سره اړيکې لري؟ اصل کې چا ته کار کوي؟ څوک دی، د څه په موخه کار کوي؟ دا اطلاعات دي چې ممکن استخباراتو، خاصو اشخاصو ته يې په اړه معلومات وي.

اطلاعات په ننۍ نړۍ کې یوه اړتیا ده په ننۍ نړۍ کې اطلاعاتو ته د ځواک په توګه کتل کېږي اطلاعات د دولتونو او استخباراتو لپاره دومره مهم دي چې شايد هيڅ بيه ونه لري د دولتونو، استخباراتو او رسنیو په ګډون هغه څوک چې تر نورو ژر اطلاعات ترلاسه او ولري د هغوی پياوړتيا او بری په ډاګه کوي نو ځکه دولتونه د اطلاعاتو په ترلاسه کولو لګیا دي د اطلاعاتو ارزښت په ننۍ نړۍ کې بیخي ډیر ده د بشر په ژوندانه کې يې حیاتي رول لرلی او لري يې، اطلاعاتو د ژوند په بېلابېلو دورو کې له یوې بڼې څخه بلې بڼې ته بدلون کړی او دې بدلون ته شاید نور هم په تمه شو، د اطلاع کلمه د ژوند په بیلا بیلو اړخونو او مسلکونو کې په مختلفو ماناو کارول کېږي په ژورنالېزم کې یو ډول کارول کېږي خو په سیاست یا نورو بخشونو کې بیا په بله معنی کارول کېږي د ژورنالېزم له اړخه اطلاعات هغه لومړني معلومات دي چې خبري ارزښت سربیره په قوانینو کې ورته د لاسرسي حق ورکړل شوی، یا اطلاعات هغه نوی/نوي پیغام/پیغامونه دي چې مخکې نه وي ترلاسه شوي او اطلاع د خبر یوه برخه ده خو که همدغه کلمه په سیاسي او استخباراتي برخه کې تر بحث لاندې نېسو بیا بلکل په بېله معنی کارول کېږي یوې نقطې ته مو باید پام وي چې معنی ورکول او کارول یوه معنی نه لري په دې مفهوم چې ممکن د اطلاع معنی په ټولو بخشونو کې یوه وي چې هغه پوهول، خبرول او نوی پيغام دی خو په ټولو برخو کې په یوه معنی نه کارول کېږي لکه په ژورناليزم کې اطلاعات د معلوماتو ليږد او د خبر ورکولو پوهولو په معنی کارول کېږي خو په استخباراتو کې اطلاعات په وګړو، دولتونو او سازمانونو باندې د اغيز لرلو په معنی کارول کېږي.

د ټيکنالوژۍ په دې عصري دور کې دولتونه او استخبارات د اطلاعاتو په ترلاسه کولو لګیا دي، د اطلاعاتو غلا کول په انټرنيټي نړۍ کې ډير اسانه شوي ځکه هر شخص، کمپنۍ او اداره د اطلاعاتو خونديتوب په اړه انديښني لري، نړۍ او دولتونه غواړي چې هر فرد وڅاري تاسې وګورئ نړۍ په الکترونیک باندې اوړي د وګړو الکترونیک کېدل، د ګړو څارنه، د شخصي مالومات ثبتېدل، د عوایدو ثبتول، په نړۍ کې تجارت الکترونیکي کېدل، ټولې پیسې په الکترونیک او برقي ډول اوښتل د اطلاعاتو ټولول او څارل اسانه کوي دا د څارګر سیستم لپاره هڅې دي د اطلاعاتو ساتنه او خوندیتوب د وګړو لپاره مهمه مسئله ده خو ستا الکترونیکي مالومات او د بانکي حساب په اړه اطلاعات که تا نه، څوک اجازه وغواړي یا نه، نړۍ ستا بانکي حساب پورې ټړلو معلوماتو ته لاسرسی لري ستاسې شخصي معلوماتو او بانکي حسابونو پورې ټړلي معلومات ممکن ستاسې ډیر نږدې ملګري هم ونه لري خو په اطلاعاتي نړۍ کې ستا دغه ټول مالومات پراته دي دولتونه په دې لګیا دي چې څنګه ټول وګړي الکترونیک شي تر څو ويې څاري او د افرادو څارنه اسانه شي له وګړو ور ایخوا د ځمکې (جي پي اس) کول د دولتونو لپاره بله مهمه مسئله ده دا ټولې چارې پر اطلاعاتي جنګ اوښتې، اطلاعاتي جګړه د نړۍ د جنګونو نوې بڼه منځ ته راوړې.

د وګړو ثبتیدل غلط کار نه دی، ګټې هم لري خو دولتونه خصوصآ پر نړۍ حاکم رژیمونه اطلاعاتو او د وګړو الکترونیک کولو څخه د وسیلې او وسلې په توګه کار اخلي د بېلګې په ډول که چيرته يوه شبکه زموږ او ستاسې الکترونيکي تذکرو ډيټابيس هک کړي او شخصي معلوماتو ته لاسرسی پيدا کړي پر موږ او ستاسې به تر ډيره رواني اغيز ولري اګر که بيا څومره هم خوندي و اوسي په ننۍ نړۍ کې هر پرمختګ د ګټو تر څنګ له شکونو هم خالي نه ده. پر همدې اساس یووال نوح هراري چې اکسفورډ پوهنتون څخه يې د تاریخ په څانګه کې دوکتورا اخیستې په خپله لېکنه (له کورنا وروسته نړۍ) کې لیکلي چې ” د لومړۍ ځل لپاره ټکنالوژي د بشر په تاریخ کې دا زمینه برابره کړه چې پر هر مهال ټول خلک وڅاري، همدا اوس هم ځينې حکومتونه له کورنا ویروس سره د مبارزې لپاره د څارنې نوې وسیلې کاروي، چینايي چارواکي د ګرځنده ټلفونونو او څېره پيژندونکو کمرو له لارې شکمنو خلکو څخه غوښتنه کوي څو د خپل بدن تودوخې او روغتیايي معاینې په تړاو دوی ته راپور ورکړي چې په دې سره دوی د کرونا احتمالي لېږدوونکي پېژندل او د دې خلکو تګ مسیر يې هم څاره څو هغه کسان وپيژني چې له دوی سره يې اړیکه نیولې ده، دا سیستم په عادي شرایطو کې له ترهګرو سره د مبارزې لپاره کارول کېده تر اوسه مو چې په یوه لینک باندې کلیک کاوه دولت غوښتل چې دوی وپوهېږي چې تاسې د قیقآ په څه کلیک کړی ؤ خو د کرونا پر راتګ سره به د پاملرنې لوری بدلون وکړي او ورسره به دولت وغواړي چې تاسې د بدن تودوخه او وینې فشار پر کچه هم پوه شي هېڅوک نه پوهیږي چې تر اوسه کوم ډول څارګر سیستم لاندې وو خو یو داسې دولت په پام کې ونیسئ چې له خپلو ټولو وګړو وغواړي چې د بایومټریک لاس بندونه په لاس کړي څو يې ۲۴ ساعته د بدن تودوخه او زړه ضربان وګوري او وڅېړي یا معلومات به دولت سافټویرونو په وسیله راټول او تحلیلږي دا سافټویرونه به ان له دې وړاندې چې تاسې خبر شئ ستاسو ناروغي پېژني او پوهیږي به چې تاسې چېرته تللي واست او له چا سره مو لیدنه او خبرې کړي، منفي لوری يې دا دی چې یوه نوي او وحشتناک ساتونکي سیستم ته مشروعیت ورکوي د بېلګې په توګه تاسې وپوهیږئ چې ما د (سي ان ان) د لینک پر ځای پر فاکس نیوز کلیک کړی دا ښايي زما سیاسي لیدلوري او یا ان زما شخصیت تاسو ته څرګند کړي، که دولتونه وکولای شي چې زموږ بایومټریک معلومات را ټول کړي زموږ په پرتله به هم موږ په ښه بڼه وپېژني او هغه به کنټرول هم کړي په دې سره به وکولای شي هر څه چې وغواړي پر موږ وپلوري هغه کومه سیاسي نظریه هم وي په دې وروستیو کلونو کې زموږ د محرموالي یعنې خصوصي حریم په سر ډیره لویه جګړه منځ ته راغلې ښايي کرونا کړکیچ يې ګډ ټکی وي ځکه خلک اړ دي چې د خصوصي حریم او روغتیا ترمنځ یو وټاکي.” (هراري, ۱۳۹۹) اوس په اطلاعاتي نړۍ کې د اطلاعاتو غلا کول لویه ستونزه ده او دا کار په لویه کچه کېږي حکومتونه او استخباراتي ادارې يې د خپلو ګټو لپاره کوي ځکه دغه پوښتنه مطرح کېږي چې د اطلاعاتو ساتنه ولې مهمه ده؟ یقینآ نه یوازې دا چې د دولتونو لپاره بلکې د هر فرد او ډلې لپاره د اطلاعاتو ساتنه مهمه ده، ځکه چې د خصوصي حریم موضوع رامنځته کېږي اوس نړۍ په اطلاعاتي جنګ لګیا ده سایبري “انټرنیي” حملې يې تر ټولو ښه بېلګې کیدای شي سايبر جنګونه په حقيقت کې د اطلاعاتي جنګ ځينې اړخونو په توګه ګڼل کيدای شي په ننۍ نړۍ کې پر اطلاعاتو جګړه يا اطلاعاتي جګړه د دولتونو لپاره ډيره مهمه ده، د اطلاعاتو په جګړه کې نه چمتوالی داسې دی لکه يو ملت يا دولت چې اردو او پوځي ځواکونو پرته وي د نړۍ په دې عصري او ټيکنالوژۍ دور کې هغه دولتونه چې د اطلاعاتي جګړې په وړاندې کمزوری دفاعي ځواک او سيستم ولري مجبور دي چې تسليم شي، د اطلاعاتو په دې جګړه کې ډیر کله د دولتونو ترمنځ جنجالونه را ولاړېږي او لکه څنګه چې مخکې اشاره ورته وشوه هېڅ دولت او فرد نه غواړي چې شخصي حریم يې تر تېري لاندې راشي خصوصي حریم د فرد، ډلې او دولتونو لپاره مهمه مسئله ده او نه غواړي چې دوی له اجازې پرته یو څوک پټو اسنادو، تصویرونو او مالوماتو ته لاسرسۍ ولري او ترلاسه يې کړي په نننۍ مجازي نړۍ کې هېڅ هم خوندي نه دي خواله رسنۍ زموږ شخصي اطاق نه دی، خپل خصوصي حریم مسلې ته پام وکړئ په نننۍ نړۍ کې رسنۍ تر ټولو زیاتې څارونکې دي که څه هم د خصوصي حریم لپاره دولتونو په نړیواله سطحه قوانېن رامنځته کړي خو بېرته همدغو دولتونو د خپلو سیاسي اهدافو لپاره قوانېن تر پښو لاندې کړي په ۲۰۱۵ م کال کې چیني هکرانو د امریکا نظامیانو شخصي معلوماتي سیستم هک کړ له دې وروسته چین او امریکا په لومړي ځل دواړو هېوادونو ترمنځ د سایبري بریدونو د مخنیوي په اړه ګډ تړون هم لاسلیک شو. (محمد شفیع – بي بي سي) خو بیا هم په نړیواله کچه د انټرنیټی حملو ادعاوې کېږي استخباراتي ادارې او دولتونه په اطلاعاتي جنګ کې له رسنیو هم کار اخلي ژورنالېستان باید ځېرک و اوسي که رپورټر د جنګ صحنې ته ځي او راپور ورکوي ځينې رازونه باید افشا نه کړي ځکه ډلې او دولتونه غواړي چې ژورنالېستان په اطلاعاتي جګړه کې ورسره مرسته وکړي د پوځ شمېر، وسلې او مهمات په ډاګه نه کړي ډیر کله رپورټران تېر وځي اطلاعاتي جنګ او خصوصي حریم له پامه غورځوي د ژر اطلاع ورکونې ته يې پام وي یوه ورځ زما د پوهنتون استاد چې په ژورنالېزم کې ماستري لري راته وویل چې هند کې یو سیمنار ؤ افغان محصلین هم ورغوښتل شوي ؤ هلته چې کوم کسان راغلل ويې غوښتل چې افغان محصلینو نه پوښتنې وکړي پوښتنه يې په دې ډول وه چې افغانستان څومره پوځيان لري؟ استاد راته وویل چې ما ورته وویل د افغان پوځيانو شمېر مالوم نه دی خو ډير دي استاد زیاته کړه چې ګورئ دا ملي اسرار دي دا باید په ډاګه نشي دا باید خوندي وي دا ګورئ اطلاعاتي غوښتنه ده چې استخباراتي او سیاسي اړخ لري رسنۍ هم باید د خپلو ملي ګټو ساتونکې و اوسي په شعوري او غیر شعوري توګه رازونه او خصوصي حریم افشا نه کړي. اطلاعاتي جګړه په بېلابېلې بڼې لري خو له اطلاعاتي جنګ څخه موخه دا ده چې په لاره اچوونکې ډله، دولت يا سازمان بغیر له نظامي وسلو څخه خپلو موخو ته ورسېږي او پر وخت د څار سیستم پر مټ اطلاعات راټول کړي او مالومه کړي چې څوک څه کوي؟ او په کوم وخت کې په څه لګیا دي؟ په دې ډول جګړه کې دښمن هڅه کوي چې مقابل اړخ په اړه ټول اطلاعات ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب