دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد جميعت اصلاح او حزب التحرير پر فعاليتونو بندیز لګول شوی

د جميعت اصلاح او حزب التحرير پر فعاليتونو بندیز لګول شوی

تاند:(جمعه، د قوس څلورمه) د طالبانو حاکمې ادارې ته په یوه منسوب لیک کې د حزب التحرير ډلې، جميعت اصلاح ټولنې او د اصلاح ټولنې د ځوانانو د سازمان ( نجم) پر فعاليتونو بندیز لګول شوی.

په دغه رسنيز شوي مکتوب کې، چې د طالبانو د استخباراتو ادارې اړوند ښودل شوی، ټینګار شوی چې په افغانستان کې اسلام حاکم شوی او نور د ډلو په نوم د فعاليتونو اړتیا نه ليدل کيږي.

د طالبانو رسمي سرچينو دغه مکتوب تاييد یا رد کړی نه دی.

د حزب التحرير ډله القاعدې او داعش ته له ورته نړیوالو اجنډاوو لرونکي ګڼل کیږي.

د‌ حزب التحرير ډلې پر فعاليتونو د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې له پخوا راهيسې بندیز و.

دغه ډله د زور او فرهنګي مبارزې له لارې په ټوله نړۍ کې د «اسلامي خلافت» د رامنځته کیدو ادعا کوي.

جميعت اصلاح ټولنه بيا، چې په ښکاره د اجتماعي- ديني فعاليتونو ادعا کوي، د اسلام عصري بڼه ترویجول خپل هدف بولي او تېر جمهوري نظام څخه ېې د فعاليت اجازه لرله.

د دغې ټولنې منتقدین، دا ټولنه د مصر اخوان المسلمين او د پاکستان جميعت علمای اسلام ګوند سره په اړیکو او په افغانستان کې د افراطيت خورولو یوه مهمه منبع يادوي.

حزب التحرير او جميعت اصلاح، چې د طالبانو واکمنۍ سره ېې بيعت کړی و، د طالبانو د يادې پرېکړې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

5 COMMENTS

  1. بسم الله الرحمن الرحیم
    دا به ډیر ښه کار وی چی د اسلام په نوم مختلف او متعدد جمعیتونه او سازمانونه لغو شی بیخی یی خلکو ته شک اچولی چی دا جنجال پر څه دی یوه ډله ځه غواړی بله څه غواړی که اسلام وی خو یو اسلام او یو پیغمبر دی دا ډلی ولی دومره ډیر ی دی؟ نو باید موضوع پاکه ستره شی البته دشیعه ګانو موضوع لا د حضرت علی له وخته جنجالی پاتی ده هغه اوس ځوک نشی حل کولای ډیری ریښی یی ژوری تللی خو دانور لکه سلفیان قادانیان اسماعیلیان او جمعیت اصلاح او داعش باید یوه چوکاټ ته راشی کیدای شی طالبان یی په خوږه ژبه خپل صف کی را داخل کړی نو اتحا د به وشی او دا وحدت ګوند حزب اسلامی حرکت و محاذ او دا نور بلاوبتر هم تصفیه شی ټول دی د امارت تابع شی

  2. د یو استخبارات عرب متخصص وینا ده چې هېڅ اسلامي ډله، هېڅ اسلامي سازمان نشته مګر دا چې په جوهر کې یې استخباراتي ریښی شته.
    هغه مثال ورکوي: وایي تاسې جبنه(پنېر) په چاړه پرې کړئ، وبه ګورئ چې د دننه خالیګاوې لري. بس د اسلام په نامه جوړ تنظیمونه همداسې استخباراتي خلاوې لري. خو مشران یې شعوري یا لاشعوري ډول د اسلام په نامه پردیو استخباراتو ته کار کوي.

  3. استخبارات او د جاهلی متعفنو تعصباتو څخه ملوثی مفکوری د دی حق او توان نلری چې اصلاح راولی،قرانکریم خپله فرمایی؛فان تنازعتم فی شیءِِ فردوهُ الی الله والرسول ان کنتم تومنون بالله والیوم الاخر۰۰۰
    دا اصلاح او رفع اختلافات د کبار علمای امت کار دی۰
    بیا فرمایی؛فسئلوا اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون

  4. السلام علیکم
    سلام خان ورور عجبه ښه خبره لیکلی ده
    عکس کی ددرونــټی پوهنتون استازان مولوی شریف او قاری دل اقا وقار هم ښکاری دطالبانو تیره دوره کی چی دشراوفساد دورکاوی په نعره راغلل موولوی شریف- منګل – عبدالغفور غفوری او دل اقا وقار اونورچی تنظیمیان وو ووتل یا پت سول ورو ورو بیا زړور او راپیداشول جمبوریت کی د مولوی شریف زوی د پوډرو کار شروع کړ او بیا غرب ته لاړو دل اقا وقار معاون سو اوخپل زوی او دخینی زوی ساینس کی او دحاجی ظاهر دباډیګاردانو هلک شاکر انجنبیری کی استازان کړل او غفوری خپل دری زمن او نظیف خوریی چی د یو کلیوال په قتل ګیر و مقرر کړل او دوی دغه حزب التحریر او جمعیت اصلاح اودحضرت علی جمعیت او نورو ټولو کی ملوث و نو همدوی استخباراتی دی جمبوریتانو به یوڅه ډالر مالر زهر کړی وی خو په عقیده کار نلری خو دغه عکس کی ولاړ خو د عقیدی سپکاوی کوی قاضی خالد صداقت ځوان دی له موږ وروسته شرعیاتو ته راغی خلک نه پیژنی که نه دا خلک ندی پکار دا عکس کیی راټول والا رخصتول یااصلاح کول پکار دی وس خو هسی هم د شرعیاتو ډیر استازان پیدا کیږی

  5. دین یی دام دی ددنیاپه لارکې ایښی
    پرې را اړوی وحشیان د مخلوقات
    دهغو په لور یې سترګې وی ختلې
    چه په لاس یې سرسایه وی یا زکات
    له دې معلومیږي چې ټالبان کله کله سمه کارونه هم کوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب