Homeخبرونهد ۱۸ ولایتونو برېښنا بېرته فعاله شوه

د ۱۸ ولایتونو برېښنا بېرته فعاله شوه

تاند:(جمعه، د قوس څلورمه) د افغانستان بریښنا شرکت عادي حالت ته د ۱۸ ولایتونو د بريښنا د بیرته ستنیدو خبر ورکړی.

دغه شرکت په يوه اعلاميه کې ويلي ،چې د ازبکستان وارداتي برېښنا دویم سرکت تېره شپه له څو ورځيني تخنيکي ځنډ وروسته بیرته چالان شو.

سرچينه زياتوي:« د نوموړي سرکت په ‏نښلولو سره د قرارداد سره سم د وارداتي برېښنا بهیر بېرته عادي حالت ته را وګرځیده.»

د بریښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په هغو ولايتونو کې چې بريښنا ېې عادي حالت ته ګرځیدلی، کابل هم شامل دی.

خلکو د برېښنا د بيرته ژر فعالیدو په برخه کې د ياد شوي شرکت د هڅو ستاينه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...