تاند:(جمعه، د قوس څلورمه) د کډوالو نړيوال سازمان (IOM) په نړۍ کې د کډوالو د وضعيت په اړه يوه تازه خپاره کړي راپور کې افغانستان د تاوتريخوالي له امله د ډېر مهاجرت لرونکو هېوادونو په سر کې ياد کړی.
دغه سازمان په یوه تازه راپور کې دا هم ویلي، چې له ۲۰۱۴ څخه تر اوسه شاوخوا ۵۰ زره کډوالو په نړۍ کې د ښه ژوند په لټه خپل ژوند بایللی.
په دغو کډوالو کې د شاوخوا ۳۰ زرو تنو هویت پېژندل شوی نه دی.
د سازمان د معلوماتو له مخې، زرګونه کورنۍ د خپلو ورکو غړو په لټه دي او تر اوسه ېې په اړه مثبت ځواب نه دی اخیستی.
ويل شوي، چې په پېژندل شویو وژل شويو کډوالو کې ۹ زره د افریقا، ۶۵۰۰ د اسیا او ۳ زره نور د امریکا د وچې اړوند دي.
د راپورونو له مخې، افغانستان د تاوتريخوالي له کبله د ډېرې کډوالۍ پېښې لري. له افغانستان څخه وروسته سوريه او ميانمار په دې برخه کې د ډېرې کډوالۍ پېښې لري.
ويل شوي، چې ډېری دغه کډوال د اروپا په تکل وتي او يوازې ۱۶ زره تنه يې په اوبو کې ډوب شوي او مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوړمه ورځ د طالبانو د ادارې د کډوالو چارو وزارت له تېر یوه کال راهیسې هېواد ته د يو ميليون افغان کډوالو د بيرته ستنيدو خبر ورکړ.
څارونکي بيا وايي، چې دغه کډوال ټول ايران، ترکېې او نورو هېوادونو په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي، کنه هېواد نه اوس هم ميليونونه کسان په مختلفو دلايلو د وتو په هڅه کې دي.