شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهافغان فقر ځپلي: اولادونو ته له لوږې د نه فریاد لپاره د...

افغان فقر ځپلي: اولادونو ته له لوږې د نه فریاد لپاره د خوب ګولۍ ورکوو

تاند:(جمعه، د قوس څلورمه)‏ بي بي سي د افغانستان د لویدیز هرات ولايت د فقر ځپلو پر وضعیت يوه راپور کې د ځپل شويو خلکو له خولې ویلي، چې د سخت فقر له امله خپلې لوڼی او د وجود غړي پلوري.

ځينو نورو بیا ویلي، چې د سخت فقر له امله خپلو ماشومانو ته د خوب ګولۍ ورکوی، څو له لوږې شکایت ونه کړي.

بي بي سي د فقر له امله د خوارځواکۍ وضعیت هم بیان کړی او په افغانستان کې ېې د بې پولې ډاکټرانو له قوله لیکلي، چې ۴۷ سلنه ورتلونکي ناروغان یې په خوارځواکۍ اخته دي.

سرچينه د بې پولې ډاکټرانو د هرات څانګې له قوله ویلي، چې هلته ۵۵ سلنه مراجعین په خوارځواکۍ اخته شوي.

د هرات لپاره د طالبانو د والي وياند حميدالله متوکل بيا بي بي سي ته ويلي، چې فقر شته خو ډېر خلک د مرستو تر لاسه کولو لپاره د خپلو شرايطو په اړه دروغ وايي.

طالب وياند دا هم ویلي، چې د اقتصادي وضعیت د ښه کیدو لپاره د کانونو په کيندلو او د ګازو نل لیکې پر پروژو کار کوي، خو بي بي سي په لنډ مهال کې د داسې ژمنو عملي کیدل ناشونی بولي.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره د افغانستان اقتصاد سقوط شوی، سلګونه زره کسان بې کاره شوي او میلیونونه نور هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

1 COMMENT

  1. دا ځکه چى :
    د وروستیو سلو کلونو او سلو میاشتو او سلو هفتو او سلو ورځو او سلو ساعتونو په اوږدو کى د شرق او غرب استعمارګرانو زموږ دَ حکامو په رګونو کى دَ خوب او نشې دارو او حکامو دَ وولس په رګونو کى د خوب او نشې دارو ور تزریق کړى دى څووولس د وړ او ښکلى او متمدانه او آرام او هوسا ژوند دَ درلودلو دَ ارمان او آرزو احساس په ځان کى و نه وروزى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب