Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغان صرافان: د‌ بانکي سيستم له پاشل کیدو سره ټوله اقتصادي تکیه...

افغان صرافان: د‌ بانکي سيستم له پاشل کیدو سره ټوله اقتصادي تکیه پر موږ ده

تاند:(جمعه، د قوس څلورمه)‏د طالبانو د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر د افغانستان صرافانو سراسري ټولنې رئيس او غړو سره وکتل.

د نوموړي د دفتر په یوه اعلامیه کې راغلي،چې د‌ دغې لیدنې پر مهال د صرافانو سراسري ټولنې رئيس ميرزا محمد کټوازي او د دې ټولنې غړو عبدالرحمن ځيرک او خان محمد باز د شهزاده سرای او صرافانو ټولنې يو شمېر ستونزې او وړانديزونه شريک کړل.

دوی وويل، په داسې حال کې چې د افغانستان بانکي سيستم پاشل شوی، نو اوس د افغانستان ټوله اقتصادي تکيه پر صرافانو ده او په دې برخه کې يې له مولوي کبير څخه د همکاريو غوښتنه وکړه.

دوی وويل، صرافان د ملت او حکومت ترمنځ د پول حيثيت لري. د افغانستان د صادراتو او وارداتو ټول معاملات زموږ له لارې ترسره کېږي او د دې باور ساتلو لپاره باید حاکمه اداره پر وخت د صرافانو مشروع غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

د طالبانو د اعلاميې له مخې، مولوي عبدالکبير د صرافانو ټولنې رئيس او غړو ته د هر راز همکاريو ډاډ ورکړ وې ويل، ستاسو وړانديزونه او غوښتنې به د لازمو تصمیمونو لپاره له اړوندو ادارو سره شريک شي.

طالبانو په یاده لیدنه کې د صرافانو د مطرح شویو ستونزو او غوښتنو جزييات نه دي څرګند کړي.

د طالبانو له بیا واکمنيدو سره، پر صرافانو د کاروبار لپاره سخت قیودات وضع شول، چې له امله ېې صرافانو څو ځلې کار بندیز هم اعلان کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...