شنبه, اپریل 20, 2024
Home+اسماني تیږې څه شی دي؟

اسماني تیږې څه شی دي؟

ځینې شپې موږ په اسمان کې داسې څيزونه (اجرام) ګورو چې د ځلانده وړانګو په څير د لږ وخت لپاره په ډيرې چټکۍ له يوې خوا بلې خو ا ته حرکت کوي، له لنډې شيبې وروسته زموږ له نظره پناه کيږي. دغه نوري وړانګو ته میتور (meteor) وايي.

ميتور د اسماني کاڼو چې (ميتوريت يا ميتورايت) د چټک حرکت په نتيجه کې منځ ته راځي.

ميتوريت يا اسماني کاڼو ته په عربي ژبه کې (شهاب) وايي، کله چې ميتوريت د ځمکې فضا ته داخل شي نو د هوا د ماليکولونو سره د ټکر په نتيجه کې متلاشي کيږي او د ګاز او غبار په وريځو بدليږي.

د اسماني کاڼو اندازه د يو وړې شګې نه نيولې تر ډيرو لويو تيږو پورې، چې قطر يې تر لسو مترو ته رسيږي ،شتون لري او له موږ نه يې لريوالی يې ميلياردونو کيلو مترو ته رسېږي او کله نا کله همدغه اسماني کاڼي ځمکې ته هم رارسېږي.

د بيلګې په توګه ويلی شو : کله چې يو اسماني کاڼي لس ( ١٠) ټنه وزن ولري او د ځمکې فضا ته را داخل شي، نو زياته برخه يې د هوا د ماليکولونو سره د ټکر په نتيجه کې سوزي، په بخار او غاز بدليږي، کيدای شي يوازې درې (٣) ټنه يې پر ځمکه را پريوزي.

د تاريخ په اوږدو کې ډيری داسې اسماني ګاڼي پر ځمکه رالويدلی او د ځمکې پر مخ يې لويې کندې جوړې کړي دي. يو څو بيلګې يې دادي:

– په ١٣٥٣کال کې يو اسماني کاڼي په ايران کې د ١٨ کيلوګرامه او ١٩٠ ګرامو پر وزن پر يو ښوونځي را پريوته، چې له نيکه مرغه ځاني تلفات يې نه لرل.

– په روسيه کې د اسماني کاڼو د رالويدو له امله ٢٤ کندې موجودې دي. چې مشهورې يې د (تون گوسکا) او (سیکهوته الین) کندې دي.

– استرلياکې ١٣ کندې شته چې يوه يې د ( همبري ) پر نامه ده، د اسماني کاڼي رالويدو له امله هغه سيمه د وسپنې پر کان بدله شوې او همدا اوس ورنه اوسپنه راوباسي.

– د ځمکې پيژندې په زياتو موزيمونو کې د اسماني کاڼو نمونې د نندارې له پاره ايښودل شوي دي.

– د اسماني کاڼو رنګ (تياره تور) او ځنې يې (سوی قهوه اي) وي.

– زياتره وخت چې اسماني کاڼی د ځمکې فضا ته داخليږي د يو قوي انفجار غږ هم ورسره مل وي.

– اسماني کاڼي دهغو مصنوعي سپوږمکيو دښمنان ګڼل هم کيږي، چې انسانان يې د بېلابېلو موخو لپاره فضا ته لېږدوي، تر اوسه يې همدې سپوږمکيو ته ډير زيانونه هم اړولي دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب