جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهافغان لیکوال او سياستوال صالح محمد زېری وفات شو

افغان لیکوال او سياستوال صالح محمد زېری وفات شو

تاند:(پنج شنبه، د قوس درېیمه) د افغانستان يو مشهور ليکوال او سياستوال ډاکټر صالح محمد زېری د ۸۷ کلونو په عمر په لندن کې وفات شو.

ډاکټر صالح د کندهار ولايت اوسېدونکی، د خلق دموکراتيک ګوند د موسسې ډلې غړی او د دغه ګوند د واکمنۍ پر مهال څو کاله د کرنې او ځمکنيو اصلاحاتو وزير و.

نوموړي د محمد ظاهر شاه او ډاکټر نجيب الله د واکمنيو پر مهال اوږده کلونه د سياسي اختلافاتو له امله په زندان کې تېر کړي وو.

صالح محمد زېری د پښتو ژبې لیکوال، شاعر او ژباړن هم و او تر لسو زیات چاپ شوي اثار لري.

« دنیمې پېړۍ خاطرې» د هغه تر ټولو مشهور اثر دی، چې د خپل سياسي او شخصي ژوند يادښتونه ېې پکې خوندي کړي.

يو شمير افغان څېرو د نوموړي په مړینه خواشيني ښودلې او د فرهنګي چارو ستاینه یې کړې ده.

12 COMMENTS

  1. عجیبه کمونستان ول ، عام خلک یی د بی بی سی راډیو په اوریدلو په جرم امپریالستان بلل او محکومول او وژل به یی ، اوس دوی خپله د هم هغو امپریالستی هیوادو تابعیت لری او له هغوی سره ګډ ژوند کوی.

  2. کمونیزم کوم دین یا عقیده نه وه چې په پرېښودو سره به یې سړی کافر شي . هغه د ټولنې د پرمختګ لپاره یوه اقتصادي نظریه وه چې عملي کول یې خورا ګران او د سرمایه داري اقتصاد په مقابل کې ناکامه تجربه وه .
    چین لا تر اوسه د همدې نظریې طرفدار دی او دا لار تعقیبوي .
    د افغانستان خلک ملا او عامي ، کمونست او منافق ، مجاهد او حزبي ټول له عقدو ډک دی ، د پردیو په مشوره یو بل وژني .

  3. انا لله وانا الیه راجعون
    ډاکټر زېری پخپل وخت کې سڅته مبارزه کړې وه۔ دا چې د زندان تلافي لپاره لندن ته پناه وړې وه صدراعطم ې له ده نه مخکې هلته دی او ارذل العمر ژوند تېروي۔او لا اوس هم د وطن پر ضد شیطاني فعالیتونه کوي
    زما په نظر ۔ده باید کورنۍ ۔مېرمن او اولادونه لنډغرو ته نه پرېشودلای۔ بېرحمانه ووژل سوول مکرویان کې۔
    بل دا چې نيمه پېړۍ خاطړو کې ې ځينې څبرې سرچپه کړي دي۔
    لیبیا ته به ېې لوبيا ویلې!
    خدای دې په جنت کې له مېرمنې او اولادو سره ارواه خوشحاله ولري۔آمين

  4. زما ګران ورور حمیدالله زړور صاحب ته سلامونه۰
    ستاسی خوږی تبصری تل په مینه لولم تل نورو ته خیر او جنتونه غواړی،خدای رب العزت دی موږ او
    تاسی او هغه مبارزین چې د اعلای کلمه الله لپاره یی جهاد او مبارزه کړی هم ورڅخه په خپل رحمت برخمن کړی ۰
    مګر نه پوهیږم چې ماتریالیسم دیالکتیک یی راسره منی که نه ؟ یا هغی خواته کارنلری؟

  5. ډېر ښاغلی او محترم ورور د۔همت صاحب ۔مننه له کامنټه۔ زه هم ستاسو اسلامي او علمي تبصرې لولم او د نورو نطرونو سره ېې مقايسه کوم۔
    راغلو د ديالکټيک ماټریاليزم فلسفې ته۔ فکر کوم ما یوه تبصره یا ليکنه کښې په دې باب ليکلي و۔
    ډاکټر صاب صالح م زيری د خلق ډیموکراتيک غړی او وزير و ۔ سړی ې باید بيوګرافي او اعمالو ته وګوري۔ډاکټري کې ې ډير خدمت کړی و۔زراعت کی هم۔ اصلن د ټولو فلسفو مقصد د خلق الله ښه خدمت دی۔ ۔
    زمونږ اوتاسې خوژ اسلام هم دحضرت محمد ص په پهپیروۍ همدا او ددې لارې اعلای کلمت الله پخپله منځ ته راځي۔ د باچا خان خبره خدای تعالی خدمتته ضرورت نه لري د مخلوق خدمت د خدای امر پر ځای کول دي۔ زما په فکر مسلمان باید لوی زړه او صبر ولري په هر چا ژر دکفر ټاپه ونه وهي۔!!!
    د سوره واقعه دغه ايت مبارک مې هر وخت فکر کې ګرځي:” و اصحاب المیمنه ت ما اصحاب المیمنه ۔و اصحاب المشءمه ت ما اصحاب المشیمه ۔۔ والسابقون السابقون!!! ” الی آخر
    د سععداله جان برق ويديو لالونه یا کتابونه د پښتنو اصل نسل که مو ليدلې یا لوستې وي ۔ له بنګ بنګ او له هغه مخکې روستو فلسفې او دينونه او تاريخونه ېې ګډ کړي او نوې تيوري ې ترې راوېستلې ده!!
    مقصد مې دا دی چې متقيان مسلمانان او مومنين مومنات به خپل نظر او کار کوو۔ ماټريالیستان به خپل۔ اټهيستان به خپل۔ کاپيټالیستان به خپل۔ صهيونستان ۔ شوونيستان ۔ فارشيعه استان ا۔د۔ن۔ به خپل
    ګران همت ډ۔صیب۔ وبښه تبصره اوږده شوه خدای وکي سوال مو حل سوی وي۔درناوي۔ ډ۔ساپی زړور حميداله

  6. تر اوسه مو په غلا ،جنګ او رشوت دالر غلا کړل أوس مو اسلام د زور واکي سمبول که يو جاهل‌ملا په دیالیک تیک څه پوهیږي ؟

  7. ورور لوپر خان خانته سلام
    د همت ډاکټر مطلب له ملا نه د ډيالکټيک ماتریالېزم پوهيدل نه و۔
    زما نه ې ? کوله چې د خلقي مرحوم زېري فلسفه خو هغه وه او ما وړته دعا کړې وه۔ یعنې زه خو به هغه خوا کې کار نلرم??
    خو ما لکه پورته مې مفصل ځواب ورکړ۔فکر کوم اسلام او ډيالکتيک په ځينو اساساتو کې شبيه دي لکه د غريبانو او فقيرانو حقوق۔دښځو او ماشومانو د فساد او رشوت ضد ا۔د۔ن۔
    مقصد عيسی به دين خود ۔موسی بخود مګر متاسفانه مسلمانان د دوی د ماتر یعنې ماده پرستۍ تر تاثير لاندې دي۔ خبرې ډېرې دي او سر ېې یو!

  8. السلام علیکم
    زه له تولو وروڼو پوښتنه کوم. زیری او اسدالله حبیی دواړه د حزب حلق د مرکز د کمیټي اعضاوی و، صالح محمد زیری پسی مو دومره خبری وشوی، خو ابل پسی بیا دومره صفتونه شروع دی چی حیران به شی تاسی دا پاړسی وانان وګوری تاسی پښتانه خو بییخی عجب خلک یاست که خلقی او پرجمی پسی بد وایاست نو دواړو پسی شروع شئ ، نو د یو ستاینه کوی د بل رټنه دا ځکه صالح محمد زیری غریب او یتیم او اسدالله حبیبی شتمن و . تاسی ولی له شتمن ډاریږئ د اسدالله حبیبی زور هغه وخت تر زیری ډیر اوچت و زیری بیچاره چا په لیټی کی هم نه شمیره لازاتی یی ښځه و لورګانی هم پکی حلالی شوی او دوه واره بندی هم شو خو اسدالله حبیبیی مزی کولی اوس هم تاسی پښتون مظلوم پسی راخیستی او د آبل زورور نه ډاریږئ ګوری تعصب مه کوئ اول خو بلا پسی سی مړ سو مه پسی ګرځه پارسیوان وای: سر مرده لغت کدن غلط است ، نامردی است. بیا چی لیکې دواړو پسی ولیکی دواړه حزبیان و دواړه غرب ته تللی پښتون دپښتنو په سپک ویلو موړ نشو او له نور یی هیڅ زده نه کړل اسد الله حبیبی پسی داسی علمی خبری روانی دی دهغه یو څو کتابونه یی هم معرفی کړی دی شاباس دی وی ورباندی

  9. وعلیکم سلام وحید ورور!
    ما خو د ارواښاد ډ. زیري په باب انساني اسلامي او افغاني نظر ورکړ. له اسد اله حبيب نه خبر نه وم .فېس بک نلرم.
    زما په فکر دلته د تعصب هیڅ خبر نه وه. دهر افغان له هر شعب او قبیله څخه چې وي ،ښو ته ې ښه بدو ته ې بد وویل شي البته که په ژوندونې ورته مخامخ وویل شي بهتره به وي نه پس له مرګه!! .هسې هم متل دی (چې په ژوندیو کې موښه نشته او مړو کې بد!!)
    هو ستا خبره وحید خانه درسته ده چې نور قومونه له خپلو غلو قهرمانان جوړوي او پښتون له خپل زعیم نه هندو،فراري ا.د.ن.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب