یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهچین: نړيوالو سره له ګډ او روښانه دريځ پرته د افغانستان ستونزه...

چین: نړيوالو سره له ګډ او روښانه دريځ پرته د افغانستان ستونزه نه حلیږي

تاند:(پنج شنبه، د قوس درېیمه) د افغانستان لپاره د چین د ولسمشر ځانګړي استازي یو شیائویونگ له خپل ازبکستاني سيال عصمت الله ايرګاشف سره د ليدنې پر مهال د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي دي.

د ازبکستان رسنيو د چینایي استازي په حواله لیکلي، چې نوموړي د افغانستان په اړه نړيوالو سره پر ګډ او روښانه دريځ رامنځته کیدو ټینګار کړی.

د چین ځانګړي استازي زياته کړې، چې له داسې دريځ رامنځته کیدو پرته د افغانستان د بشري او ټولنيز ناورين حلیدل ممکن نه دي.

د راپور له مخې، چينايي او ازبکستاني استازو په دې برخه کې د ګډو همکاريو ژمنه هم سره کړې ده.

دواړو لوريو په افغانستان کې د زيربنايي پروژو، په ځانګړي ډول د انرژۍ، ټرانسپورټ او لوژیستیک برخو کې د پروژو په ارزښت هم خبرې سره کړي.

چين او ازبکستان دواړه د طالبانو له نیږدې سیمه ییزو ملاتړو هېوادونو څخه دي.

دا او نور سیمه ییز هېوادونه له طالبانو سره ښې اړيکې لري او په مختلفو برخو کې همکارۍ ورسره لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب